تاند(یکشنبه، د جدې ۲۲) په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل استعفا کړې ده.
ښاغلی مشعل، چې پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس و، د ۲۰۱۸ م کال په اکتوبر کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.
تر ده مخکې ډاکتر عمرزاخېلوال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر و او نوموړي هم استعفا ورکړې وه.
زاخېلوال د ۱۳۹۴ لمریز کال په قوس میاشت کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه کار پیل کړی و.
د نوموړي د استعفا د دلیل په اړه ادعا شوې وه چې غواړي د ۱۳۹۸ لمریز کال د میزان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ملي امنیت د پخواني رييس حنیف اتمر ملاتړ وکړي.
زخېلوال له استعفا راوروسته د ولسمشر غني په منتقد بدل شوی، حال دا چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د غني کلک ملاتړی و.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې شکرالله عاطف مشعل ولې استعفا کړې ده.
غني صاحب ولسمشره تاسو باجوا مه جوړيږې چه مشعل مو ده كركټ نه ليرې كړو او سفارت كار مو ترينه جوړ كړو باجوا ده عمران نه وزير اعظم جوړ كړو چه هر څه ي خراب كړل