د راپور له مخې تیره ورځ د پاکستان په ستر ښار اسلام اباد کی د افغان محصلینو عمومي شورا نوبتي غونډه د پاکستان سرښار اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې وشوه چې خیبر پښتونخوا ، پنجاب، سند او اسلام اباد د مختلفو پوهنتونو د افغان محصلینو نمایندګانو پکې ګډون وکړ. د غونډې ایجنډا د شوری د نوې کابینې انتخاب،د رهبري هییت ټاکل، د مختلفو اتحادیو نوو نمایندګانو ته غړیتوب او په عمومی توګه په پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزې راټولول وو. چې خوشبختانه ټولې چارې په ډیر ښکلي او صمیمانه توګه د شوری د پخوانې ریس عبدالله سعید تر مشرۍ لاندی ترسره شويچې له مخې یې د مختلفو اتحادیو نماینده ګانو ته د غړیتوب ورکولو وروسته د افغان محصلینو عمومي شوری نوې کابینه وټاکله،حضرت الله رحیمي ریس او اسدالله مبارز عمومي سکرتر په اکثریت رایو انتخاب شول. د اطلاعاتو له مخی شورا په خپل منځ کی کابیني د ټاکلو تر څنګ د شوری لپاره هغه اساسي اصول چې پروسږکال یې تعین کړي وو په باور رایه ومنل او پورته ابتکار یی د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت ته هم معرفي کړ چی د سفارت لخوا هر یو ښاغلي سفیر جانان موسی زي ، کلچر اتاشي عبدالرحمن حبییزوي، قونسلر نقیب الله ابراهیمخیل ، فرهنګي مسول زاهدفیاض او د معارف مسول قاضي عبدالولي حامد پرې خورا مثبت غبرګون ښکاره او د شوری غړو ته هر ډول ملاتړ وعدې ورکړل شوی.

د شوری غړو دیو کال لپاره نوې کابینه وټاکله چې نومونه یی په لاندی ډول دي.

۱- حضرت الله رحیمی(ریس شوری) فیصل اباد پنجاب څخه، ۲- اسدالله مبارز(عمومی سکرتر) اسلام اباد څخه

۳ – محب هارون مومند (لومړی مرستیال ریس) اکوړه خټک پښتونخوا ،۴ – عالم ګل الم ( دویم مرستیال) پيښور پښتونخوا څخه

۵ – اعجاز احمد ځلاند (دریم مرستیال) لاهور پنجاب څخه. ۶ –عبدالرحمن اکاخیل (د عمومی سکرتر مرستیال) اسلام اباد څخه.

۷ – محمد اصف ستانکزی مالي مسول ، نجیب الله عیار معاون مالي.

۹- شریف الله نسیمي خارجه چارو مسول ، عبدالقدوس ابدال معاون خارجه مسول.

۱۰ – ایمل صافی مطبوعاتي مسئول ،عبدالله زرمتي معاون مطبوعاتي مسول.

۱۱ – ذبیح الله اړیکو مسول ، وصال الدین کبیر معاون اړیکو مسول.

۱۲ – عبدالرحیم فضل سپورتي مسول . ۱۳ شاه محمد کلتوري مسول، ډاکټر شفیع معاون کلتوري.

۱۴ – اسدالله حامد عطار ضمني سکرتر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *