تاند – په پاکستان کې د متحده قومي مومنټ (اېم کیو اېم) پر ضد د رنجر ځواکونو او استخباراتي ادارو له خوا سخت اقدامات روان دي، او د دغه ګوند ګڼ شمېر مشران نیول شوي، یا په زور استعفا ته مجبور کړای شوي دي.
رسنۍ وایي چې د سند ایالت په یو شمېر سیمو کې د حکومت په اشاره د اېم کیو اېم یو شمېر دفترونه لوټ شوي، د ګوند د مرستیال فاروق ستار، خواجه اظهار، قمر منصور او شاهد پاشا په شمول ګڼ ګوندیان نیول شوي او بېلابېل تورونه پورې لګول شوي دي، او د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د عامر لیاقت، نسرین جلیل، سید کاشف خورشید، شعیب اصغر، او رحمت منظور په شمول د ګوند په لسګونو مشران مجبور کړای شوي چې له اېم کیو اېم څخه استعفا ورکړي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون اعلان کړی دی چې هغه ګوند ته به چې د پاکستان پر ضد غږ پورته کوي په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې اجازه ورنه کړي.
دا پېښې وروسته له هغه رامنځته شوې چې، د پاکستان د متحده قومي مومنټ (اېم کیو اېم) مشر الطاف حسین د دوشنبې په ورځ له لندن څځه په کراچۍ کې د خپل ګوند پلویانو ته په ویډیوي وینا کې وویل، «پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.» نوموړي په خپله وینا کې د پاکستان په پوځ او استخباراتو باندې له دې امله لعنت وویل چې د اېم کیو اېم غړي نیسي، شکنجه کوي، او وژني.
اخوا په کراچۍ کې د سند د کورنیو چارو د ادارې له خوا ۱۴۴ دفعه نافذه شوې ده. د قانون د دغې مادې له مخې له ۵ کسانو څخه ډېر نشي کولی چې په یو ځای سره ټول شي. همدارنګه، د وسلو په ننداره باندې هم بندیز لګول شوی دی.
په کراچۍ کې د پاکستان د متحده قومي مومنټ یا اېم کیو اېم مرستیال فاروق ستار په یوه خبري کانفراس کې اعلان وکړ چې نوموړی د الطاف حسین پر ځای د ګوند مشر دی، خو رنجر ځواکونو د کانفرانس په ځای کې ونیو او له ځان سره یې بوتلو.
په عین حال کې، رسنۍ وایي چې په لندن کې د اېم کیو اېم د ګوند د رابطه کمېټې مشر واسع جلیل او یو شمېر نورو هغو ګوندیانو چې ځانونه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لاس رسي نه خوندي ګڼي، ویلي دي چې الطاف حسین د ګوند مشر دی او څه چې هغه ویلي دي ټکي په ټکي ریښتیا دي.
Salamooona
Haqiqat wayal terkha de eltaf haqiqi noqtoo ta eshara kri aw dagha haqiqat toli dunia ta malo kho dunyawal pre stargi pata we bayad sind os khpala azadi wakhli aw baloch ham zaka dagha qoomona azadi ghwari.
De hewad tola narai pa moshkel ke achawali da aw pa mosalmanan pa yaw noom aw bal noom doka kawe de eltaf Hussain de la barya pa hela.
Manana
Haleemy