تاند- په پاکستان کې د یوې ناحکومتي موسسې د شمېرنو له مخې، په دې هیواد کې پر ماشومانو جنسي تېري مخ په زیاتېدو دي.
د (ساحل) په نوم دې موسسې ویلي چې تېر کال (۲۰۱۸) په پاکستان کې د ورځې لږترلږه پر ۱۰ ماشومانو جنسي تېری شوی دی.
ساحل وايي چې ښايي حقیقي شمېر تر دې څو چنده زیات وي.
د دې راپور پر اساس، په ۲۰۱۷ م کال په پاکستان کې پر ۳ زره ۴۵۴ ماشومانو جنسي تېری شوی و خو په ۲۰۱۸ کې پر ۳ زره ۸۳۲ ماشومانو جنسي تېری شوی دی.
دا موسسه وايي چې پر ماشومانو تر ټولو زیات جنسي تېري په پنجاب صوبه کې شوي دي.
همداراز تر ټولو زیات تېري پر کم عمره نجونو شوي دي.
ساحل ناحکومتي موسسه وايي چې له ماشومانو سره په جنسي تېریو کې اکثره د قربانیانو خپلوانو لاس لرلی دی.
دا موسسه وايي چې په ډېرو مواردو کې د قرباني ماشوم کورنۍ نه غواړي چې قضیه څرګنده شي او له همدې امله دوی باور لري چې دا ډول پېښې څو برابره زیاتې دي خو راپور یې نه ورکول کېږي.