له برتانیا څخه خپرېدونکې انګریزي ورځپاڼه، (مېل انلاین) لیکي؛ د پاکستان پوځ، چې بهرنیان یې له ډېرې مودې څخه د سختدریځو وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، له یوې بې مخینې ننګونې سره مخ دی ـ د رهبرۍ وړ پښتون ځوان څوک چې نه غواړي پټه خوله پاتې شي.

له پښتنو سره د توپیري چلند او د پوځياتو لخوا بې محاکمې د پښتنو د وژلو له امله ګڼ پښتانه په بې‌ساري ډول د منظور پښتین تر شاه  ودریدل او د دوی خوځښت ورځ تر بلې پیاوړي کیږي.

په لیکنه کې راځي؛ د پښتون ژغورنې د غورڅنګ فعالان، د واشنګټن او کابل په شان، ادعا کوي چې پوځ هغو ترهګرو ته پټن‌ځایونو ورکوي چې پر افغانستان بریدونه ترسره کوي؛ خو هغه ډلې په نښه کوي چې د ټوپک خولې یې د پاکستان په لور وي.

په لیکنه کې له فرانس پریس اژانس سره د منظور پښتین د مرکې یو نقل قول را اخیستل شوی، چې ویلي و: «د [پاکستان] دا تګلاره زموږ لپاره ډېره خطرناکه ده»؛ او زیاته کړې یې وه، دغې سټراټیژۍ د پښتنو دودیزې ټولنې ختمې کړې، ځکه چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا ملکیان تر بریدونه لاندې راځي، وژل کیږي او یا تښتتول کیږي.

«مېل آنلاین» د سیاسي شنونکي میکایل سیمپل له خولې لیکي؛ د پښتین خوځښت د پاکستان د پوځ هغه راپورونو چې له ترهګرو سره د مبارزې په اړه یې ورکوي، له پوښتنې سره مخ کړي دي.

د کوینز پوهنتون پروفیسور، سېمپل زیاته کړې: «دا د دوه مخې لوبې یو کمزوری ټکی دی ــ اصلي خلک [ترهګر] هملته ژوند کوي او ګورئ تاسې څه کوئ؛ دغه خوځښت حقیقتونه را برسېره کوي».

(مېل انلاین) لیکلي چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په دویم لوی ښار لاهور کې په زرګونه کسان راټول شوي وو او د پښتون ژغورنې د غورځنګ شعارونه یې ورکول: «پوځي یونیفورم اغوستونکي کسان د ترهګرو تر شا دي».

د ورځ‌پاڼې په باور، د لاهور غونډه یوه بې‌سارې پېښه وه، ځکه چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په څېر هېچا دا جرأت نه و کړی چې د پاکستان د امنیتي دستګاه په وړاندې له سرې کرښې پښه واړوي او  مخامخ هغوی د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي.

د آمریکا متحده ایالات او ګڼ شمېر نور هېوادونو د کلونو لپاره پاکستان تورنوي چې وسله‌‌والې ډلې لکه افغان وسله‌وال طالبان د پراکسي په توګه کاروي او دوی ته په سرحدي سیمو کې خوندي پټن‌ځایونه برابروي.

One thought on “په پاکستان کې د پښتنو د حقونو خوځښت او د پوځ په مقابل کې ودرېدل”
  1. حقیقت پخوا هم حقیقت خو همدا برتانویان دی چی ددوی په ظلمونه اوبی رحمی پرده اچوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *