تاند- په پاکستان کې د ارشد خان په نوم د چای پلورونکي په اړه بحثونه یو وار بیا وروسته له دې راپورته شول چې پنجابیانو ته څرګنده شوه چې نوموړی د افغانستان افغان دی.
ارشدخان هغه مهال د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې مشهور شو چې یوې خبریالې یې د شنو سترګو عکس خپور کړ.
ارشد خان د دغه عکس له برکته دومره مشهور شو چې د اعلانونو کمپنیو ورڅخه کار واخیست او ګڼو تلویزیونونو ورسره مرکې وکړې.
د پاکستان د نادرا یا د نفوسو د احوالو ادارې معلومه کړه چې ارشد خان پاکستانی نه دی.
خو د ارشد خان لپاره لویه لانجه دا ده چې په پاکستان کې یې د مهاجرت کارت هم نه دی اخیستی او په دغه هیواد کې د پاکستان د قوانینو خلاف اوسېدلی دی.
د ارشد خان له خبرو او مرکو ډېر افغانان په هماغه لومړۍ ورځ پوی شول چې پکتیانۍ لهجه لري خو ډېرو په دې خاطر په دې خبره خوله پټه کړه چې په پاکستان کې ورته د پیسو ګټلو لار هواره شوې ده.
په پاکستان کې د ارشد خان په شان په لکونو نور افغانان هم اوسي چې د مهاجرو په توګه ثبت یا راجستر نه دي.
د ارشد خان شهرت له پاکستانه نورو هیوادونو ته هم ورسېد. د هند نامتو فلمي ستوري شاهرخ خان د ارشد د ښکلیو سترګو ستاینه وکړه.
د پاکستان د نادرا یا د نفوسو د احوالو اداره وايي چې ارشد خان د افغانستان د کندهار اوسېدونکی دی. دا اداره وايي چې د ارشد خان پلار بار محمد دوه ودونه کړي او د افغان مهاجر په توګه په پاکستان کې ثبت دی.
د ارشد خان د افغانیت له ثابتېدو وروسته د پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې دا بحث تود شوی چې په اوسني پاکستان کې د عمران خان په شمول چې پنجابی شوی، شاوخوا ۴۰ ملیونه پښتانه افغانان دي.