تاند- په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې مبارزه لا هم له ستونزو سره مخامخ ده او له تازه راپورونو سره سم په دې ناروغۍ د درو تنو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.

د راپورونو له مخې روغتیایي چارواکو ویلي چې درې واړه پیښې د دې هیواد په جګړه ځپلو قبایلي سیمو کې ثبت شوي دي.

د پاکستان د ایکسپرس تربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، سږکال په پدغه هیواد کې د ګوزڼ ۱۸۷ پیښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې هم د ګوزڼ اکثره پېژندل شوې قضیې له هغو افغانانو سره تړاو لري چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته راغلي دي.

پاکستان په اګست میاشت کې په او (۷) قبایلي سیمو کې د پولیو د واکسین یونوی کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې یې له اوو لکو زیاتو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکول کیږي.

روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې، چې شخړې پکې روانې دي، د نا امنۍ له وجې به نژدې درې لکه ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې پاتي شي.

پاکستاني طالبانو او نورو ډلو چې په قبایلي سیمو کې فعال دي، د پولیو د واکسین د کمپیان په وړاندې مخالفت څرګند کړی او هغه یې د امریکا د جاسوسۍ پټ کمپاین بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *