تاند – د پاکستان په لاهور ښار کې د پیټرول پمپ د یوه عیسوي کارګر عقیل مسیح لاسونه هغه وخت پرې کړای شول چې تښتوونکیو یې ترې غوښتنه وکړه چې مسلمان شي خو هغه د هغوی غوښتنه ونه منله.

عقیل مسیح د پاکستان د ایوانجیلیک یا د انجیل د پرمختیایي ټولنې په مرسته د دې پېښې په تړاو د لاهور د غالب مارکېټ د پولیسو په ماموریت کې عریضه وړاندې کړې ده.

یادې ټولنې په خپل وېب سایټ لیکلي، «افراطیانو په عقیل مسیح باندې فشار اچولی وو چې له عیسویت نه لاس په سر شي او اسلام قبول کړي، خو هغه یې غوښتنه نه وه منلې چې بیا افراطیانو د هغه دواړه لاسونه پرې کړي دي.»

په پاکستان کې خواوشا ۲.۵ میلیونه عیسویان اوسېږي چې د دغه هېواد د نفوس ۱.۶٪ جوړوي. ځینې وختونه د نورو اقلیتونو په څېر عیسویان هم د وژنو په شمول له ډول ډول کړاوونو سره مخامخ کیږي.

د برتانیا انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼې لیکلي، «په ۲۰۱۴ کال کې ۲۷ کلن سجاد مسیح او د هغه ۲۴ کلنه مېرمن شمع مسیح په دې تور ژوندي وسوزول شول چې اوازه خپره شوه چې هغوی قرانکریم سوزولی دی. ورځپاڼه لیکي چې شمع د ۴ میاشتو امېدواره وه، هغه په یوه کتان ټوټه کې ونغاړل شوه چې ښه اور واخلي او بیا اور ورته کړای شو.»

Christian-girl-kidnapped-550x350

په ورته وخت کې د پاکستان د فیصل اباد ښار له خالد کالونۍ څخه یوه ۱۴ کلنه عیسوۍ نجلۍ مهوش تښتول شوې ده چې تر اوسه پورې بېرته خپل کور ته نه ده ورستنه شوې.

ویل کیږي چې په پاکستان کې ګڼ شمېر هغه دیني مدرسې چې د دغه هېواد د نظامي استخباراتو د ادارې تر نظارت لاندې فعالیت کوي داسې افراطیان تربیه کوي چې دا هېواد د خپلو هدف دښمنانو او په ځانګړې توګه افغانانو او هندیانو د تخریب او له منځه وړلو له پاره ترې کار اخلي خو ځینې وختونه هغوی په دغه ډول کړنو لاس پورې کوي. د روان کال د جون د میاشتې په نیمایي کې د پاکستان حکومت د حقانیه په نامه لویې مدرسې ته ۳۰۰ میلیونه روپۍ مرسته اعلان کړه. دا هغه مدرسه ده چې په افغانستان کې اکثر جنګېدونکي ترهګر په کې روزل شوي او د دې مدرسې مشران او استادان د افغانانو وژنه جهاد ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *