تاند- په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې یې ۱۲ بهرنۍ نجونې نیول شوي او د تحقیقاتو په ترڅ کې یې ویلي چې د پاکستان د فدرالي پولیسو (ایف آی اې) په مرسته یې غیراخلاقي فعالیتونه (!) کول.
نیول شویو بهرنیو نجونو د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته وویل چې پولیسو یې ملاتړ کاوه. دوی د ظریفه په نوم د یوې پولیس افسرې نوم یاد کړی او ویلي یې دي چې هغې ورڅخه ۴ لکه روپۍ اخیستي او ډاد یې ورکړی چې څوک به نه مالیه ورڅخه اخلي او نه به یې د کارو وبار مخه نیسي.
خو بل لور ته پولیس وايي چې کله یې د یوې بد لمنې اذربایجانۍ ښځې اسناد ولیدل نو ورته جوته شوه چې هغه د انټرپول یا د نړیوالو پولیسو تر تعقیب لاندې وه.
په پاکستان کې فحشا خورا عامه ده. د دغه هیواد په لویو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې د سیکس یا فحشا مرکزونه فعال دي او حکومت ته په منظم ډول مالیه ورکوي خو حکومت د سیکس د هغو کاروباریانو په کلکه مخه نیسي چې مالیه نه ورکوي او د پاکستان د قوانینو خلاف په غیر قانوني ډول فعالیت کوي.
افسوس!! چی د ا پاکستانی به د اسلام یا حیا په نوم څه شی پیزنی او که نه؟ که د انترنت په اړه راشی نو وایی چی پاکستان په توله نړی کی د انټرنټ څخه د غلطی استفادی په اساس اوله درجه راغلی، که شراب خوری شی نو بیا هم اوله درجه راغلی، اوس دا وګوره او نور به لا څه کیږی.
زه په خپله اسلام اباد کی یم د سبق لپاره خو ولا دا ځای هم په نوم اسلام اباد دی نور د کفراباد څخه هم ور هغی خواته ده، که رښتیا ووایم نو بل هیڅ هیواد هم دغسی سهولت او اسانی د زنا لپاره نه لری لکه څرنګه چی پاکستان یی لری، او بیا هم په کی جهاد ناروا او .زمونږ هیواد افغانستان کی روا ده.
لږی دعا به وکړم، هغه دا چی داسی خلک دی الله تعالی په خپل قهر او غذاب اخته او مونږ تری خلاص کړی امین…
که مولانا فضل رحمن یا عمران ته ټکس ورکړی وای بیابه دونه ستونزه نه وه د ایی اسلامی ملک ځان مرګی چیرته لیږی او ټکس نړیوال نه په جنسی تیری اخلی
سلامونه دوستانو – په زرو کی به ۱۲ څه معلومی شی دوی بیچاره ګیانوته به یی هم د بیزینس اجازه ورکړی وه – لعنت دی وی
په پاکستان کښی فحشا کومه عادی خبره نده ،هیرا منډی نړیوال شهرت لری،په زرګونو بهرنیان ورته راځی.