تاند – په پاکستان کې د دغه هېواد مذهبي ګروپونو د چارشنبې له ورځې راهیسې، چې سترې محکمې یې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد رسول الله (ص) په شان کې سپکاوي کوونکې، آسیه بي بي، نومې ښځې ته برأت ورکړ، لاریونونه پیل شوي دي.

د پاکستان لاریونونه وروسته په تاوتریخوالي واوښتل او ویجاړتیاوې یې رامنځته کړې.

دغه لاریونونه د اسلام اباد، راولپنډۍ،‌ لاهور، کراچۍ، او پېښور په شمول بېلابېلو لویو او وړو ښارونو کې روان دي او لاریونوال لارۍ، ریکشې او موټرسایکلونه نیسي په کوتکونو یې وهي او اور ور اچوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په بېلابېلو ښارونو کې د ښوونځیو د بندېدا تر څنګ به د قایداعظم پوهنتون، نمل پوهنتون او د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون په شمول بېلابېل پوهنتونونه بند دي.

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي رسنیو ته وویل، چې د دغه هېواد د مذهبي چارو د وزیر نورالحق قادري په مشرۍ د حکومت یو هیئت لاهور ته رسېدلی چې له لاریونوالو سره خبرې وکړي خو د تحریک لبیک پاکستان په نامه یوې مذهبي ډلې چې د لاریون په پیلولو کې یې لاس درلود داسې نرمي نه ده ښودلې چې په دې هکله خبرې وکړي.

د پاکستان دیني عالمانو د پنجشنبې په ورځ‌ /د نومبر ۱/ وویل چې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه مرتد او عمران خان یهودی دی او پر ضد یې پاڅون لازم دی.‌

ډېر احتمال شته چې دغه لاریونونه نن د جمعې په ورځ چې ډېر مسلمانان د جمعې لمونځونو ته ټولېږي لا پراخ شي.

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې معمولا په خپلو مدرسو کې روزل کېدونکي کسان او جهادي ډلې په نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان او هند کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره استعمالوي خو داسې ښکاري چې یو ځل بیا دغو کسانو پخپله د پاکستان مرۍ ته لاسونه وراچولي دي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *