تاند – په پاکستان کې له را روانو انتخاباتو څخه دوه ورځې مخکې د جولای په ۲۳مه د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه پروت دی سخت لاریونونه وشول.
د پاکستان د پوځ یو لوی مرکز په راولپنډۍ ښار کې دی.
ویل کیږي، چې د پوځ پر ضد پارېدلو خلکو د «ترهګرۍ تر شا وردي لاس لري» شعارونه ورکول.
لاریونوالو تور لګاوه چې له انتخاباتو څخه مخکې قتلونو کې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې لاس لري.
په پام کې ده چې په پاکستان کې عمومي انتخابات د جولای په ۲۵مه ترسره شي.
د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند وایي چې د دغه هېواد پوځ په لوی لاس د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي، خلک یې وژني، او غواړي چې د پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان د انصاف تحریک ګوند ټاکنې وګټي.
د انتخاباتي سیالیو په ترڅ کې د هارون بلور په څېر د ملي عوامي ګوند او یو شمېر نورو ملت پالو ګوندونو په استازو باندې هم مرګوني بریدونه وشول چې څوک په کې مړه او څوک ټپیان شول.