تاند- پاکستان د کال ۲۰ ملیون ټنه خځلې یا چټلي تولیدوي.
پر دې اندازې هر کال ۲ اعشاریه ۴ سلنه زیاتېږي.
ایا د پاکستان نوی نسل به، چې د چاپېریال د ککړتیا په زیانونو پوی شوی، له خپل تېر نسل څخه ورپاتې ککړتیاوې پاکې کړای شي؟
په دې ویدیو کې زیمل عمر وینئ چې له زړو ورځپاڼو پاکټونه جوړوي څو خلک د پلاستیکي کڅوړو په ځای له کاغذي هغو کار واخلي.
ایا زموږ په منځ کې هم داسې خلک شته چې دې خطر ته متوجه وي؟
پلاستیک مو د ژوند چاپېریال خرابوي. نو څو مو وس رسېږي له پلاستیکي کڅوړو کار مه اخلئ او که کار هم اخلئ له نورو کثافاتو سره یې مه یوځای کوئ، په کوڅو او سړکونو یې مه غورځوئ او تر ټولو مهم دا چې مه یې سوځوئ.
ویدیو د بي بي سي له نړیوال سرویس څخه په مننې