تاند- (پنجشنبه، د عقرب ۹) په پاکستان کې نن لږترلږه ۶۵ تنه په یوه رېلګاډي کې د اور لګېدو له کبله مړه شول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي امیر تیمورخان وویل، په دې پېښه کې، چې د پنجاب ایالت په رحیم یار خان کې وشوه، ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د ده په وینا امکان شته چې د پېښې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ډېر وي ځکه چې لا هم یو شمېر سپرلۍ د رېلګاډي په واګونونو کې، چې اور پرې بل دی، بند پاتې دي.
پولیس وايي چې چاودنه په رېلګاډي کې د ګاز د ډبې د چاودېدو له کبله شوې ده.
د پېښې په لومړیو شېبو کې د پاکستان د رېلارو وزیر شیخ رشید احمد له جیوتلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په رېلګاډي کې دوو شټوپونو، چې پخلی ورباندې کېده، اور اخیستی دی.
ده همداراز ویلي چې ډېری کسان په دې خاطر مړه شوي چې له رېلګاډي یې ټوپ اچولی دی.
د دوی په وینا چاودنې د رېلګاډي ۳ واګونونه ویجاړ کړي دي.
ویل شوي چې سپرلیو د ګازو په ډبې په رېلګاډي کې پخلی کاوه.
د پاکستان د ریللارو شبکه ډېره زړه ده او ښه ساتنه یې نه کېږي. د دغه هیواد په سلو کې ۹۰ رېلللارې انګرېزانو د هند د براعظمګي د استعمار په کلونو کې جوړې کړي دي.
د سږ کال په جولای کې د رېلګاډي په یوه پېښه کې ۱۱ پاکستانیان مړه شول او یو تن په تېر سپټمبر کې له ژونده بې برخې شو.