خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په نړۍ کې د سا لنډۍ يا استما د ناروغانو شمېر درې سوه ميليونه خو په پاکستان کې روغتيايي چارواکي وايي، په دې هيواد کې د ناروغانو شمېر شاوخوا لس ميليونه دی. په دغه ډله کې يونيم ميليون ماشومانو هم شامل دي، چې په ياده ناروغۍ اخته دي. او احتمال شته چې په راتلونکې لسيزه کې دغه شمېر له شل بيا تر پنځه ويشت سلنه پوري نور هم زيات شي.
د پاکستان د روغتيا د مرکزي وزات چارواکي وايي، په دې هيواد کې په ساه لنډۍ ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر هرکال د ژمي له راتګ سره سم نور هم زياتېږي.
د وزارت يو چارواکی ډاکټرجمال رضا وايي، چې په سالنډۍ اخته زيات شمېر ماشومان د سند او بلوچستان ايالت د لري پرتو کليوالو سيمو د اوسېدونکي دي، چې روغتيايي مرکزونو او طبي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري. د نوموړي په خبره وټامن ډي کولای شي د ساه لنډۍ د جدي ګواښ کچه کمه او په روغتون کې د بستر کېدو اړتيا راټيټه کړي.
ساه لنډي يا ساه بندي يوه سخته ناروغي ده، چې د هوا له يخېدو سره زياتېږي او په غرنيو يخو سيمو کې د ښاري سيمو په پرتله زياته وي. د خاورو بادېدل، نمجنه هوا، تېز عطرونه، د اور او سګريټ دودونه د سا لنډۍ لاملونه خو په سختۍ ساه راايستل يا د ساه لنډېدل د ناروغۍ علايم بلل کېږي.
د ناروغۍ متخصص ډاکټران وايي، ناروغان بايد په خوړو کې له احتياط څخه کار واخلي او له کوره بېرون د وتلو پر مهال ماسک واچوي، د دې ترڅنګ له ډېرو يخو اوبو څښلو، تېزي سپرې يا عطرونو کارولو هم بايد ډډه وکړي.