تاند- د پاکستان حکومت د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په مرسته څه باندې یو نیم ملیون افغان کډوالو ته د نویو کارتونو د ورکولو لړۍ نن پیل کړه.

په پاکستان کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي نیل رایټ نن خبریالانو ته وویل، د دې هدف لپاره چې د افغان کډوالو لپاره یوه دوامداره حل لاره وموندل شي، د افغانستان، پاکستان او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ترمنځ د پر له پسې سلامشورو په نتیجه کې پرېکړه وشوه چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته کارتونه ورکړای شي او هغوی ته چې د کارت موده یې پوره شوې، نوي کارتونه صادر شي.

د ده په وینا د نویو کارتونو پراساس افغان کډوال د ۲۰۱۵ کال ترپایه په پاکستان کې اوسېدای شي.

نیل رایټ وايي، نوي کارتونه به مرسته وکړي چې افغان کډوال په پاکستان کې بې جنجاله تګ راتګ وکړي، کاروبار وکړي او څوک یې مخه ونه نیسي.

ده په اوس وخت کې، چې په افغانستان کې انتخابات رانژدې دي او له بلې خوا نړیوال پوځیان په وتلو دي، افغان کډوالو ته د کارتونو ورکول ډېر مهم وبلل.

د پاکستان د حکومت د کډوالو کمیشنر ډاکتر عمران زېب وویل، پاکستان موظف شوی چې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر تر ۳۱ مې پوري د افغان کډوالو کوربه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *