تاند- د پاکستان د پنجاب ایالت په بهکر سیمه کې دوه وروڼه د انسان د غوښې د خوړولو په جرم نیول شوي دي.
دا دوه وروڼه، چې یو عرفان او بل عارف نومېږي، د ۲۰۱۱ میلادي کال په اپریل میاشت کې هم د بهکر ولسوالۍ په (کهاوړ) کلي کې د انسان د غوشې د خوړولو په تور نیول شوي و خو د بند د لس میاشتنۍ دورې له بشپړولو او خوشي کېدو وروسته بیا د انسان د غوښې په خوړلو ونیول شول.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د کهاوړ د کلي اوسېدونکو پولیسو ته شکایت وکړ د عرفان او عارف د مشکوک او مرموز حالت په اړه شکایت وکړ، پولیسو د دوی پر کور چاپه واچوله او د هغوی په کور کې یې د یوه دوه کلن ماشوم سر ومونده.
پولیس وايي چې عرفان او عارف د دوه کلن ماشوم نور بدن خوړلی او یوازې سر ترې باتې شوی دی.
ویل شوي چې د پېښې له څرګندېدو وروسته په کلي کې سخته وېره خپره شوې ده.