د پښتو د اوسني او پخواني ادب تر ټولو لويه برخه تغزلي شاعري Lyrical Poetry ده. د تغزل اتل معشوق وي. په تېرو څو پېړيو کې زموږ په شعر کې د معشوق په باب په زرګونو خبرې شوې دي مګر يوه معشوقه له بلې نه شو بېلولاى. دوى ټولې د چادري پوښو مېرمنو غوندې يو شان ښکاري.

د دوى رنګونه او خويونه سره ورته دي. لکه ټول شاعران چې تقريباً يوه معشوقه يادوي دغه معشوقه حيرانوونکې ښکلا لري. ديدن يې ډېر مشکل دى. جفا کاره او ډبرزړې ده. [البته خوشحال خټک استثنا دى]

مګر د اوسني تغزلي ادب په ګڼو کاميابو بېلګو کې معشوقه له عمومي حالته راوتلې، خپل شخصيت او فرديت يې پيدا کړى دى.

عبدالرحيم مجذوب په خپل يو نظم کې چې مس پروين نوميږي، په همدې نوم يوې نرسې باندې د ميئنېدو ذکر کوي. نظم په دې بېت پېليږي.

هغه ښکلې ښاپيرۍ پېغله پروينه

تور ليمه، کاږه باڼه، زلفې مشکينه

ورپسې وايي چې هغه عيسايې مذهبه ده. بيا يې حسن ستايي:

هغه سترګې چې د ميو دوه پيالې وې

اننګي چې به روانې ترې شغلې وې

او د هغې د تورو ويښتو رِبُن ( فته) د هغه حاجي غوندې بولي چې د احرام سپينې جامې يې اغوستي او د کعبې د منځ تورې ډبرې ته ولاړ وي:

تورو زلفو کې يې ربن براقي دى

که ولاړ حجرالاسود سره حاجي دى

پروين يوازې په صورت نه په سيرت هم ښکلې ده. د مريضانو خدمت کوي. د روغتون په دهلېزونو کې چټکه روانه وي، ضروري خبرې ژر ژر وکړي بيا پناه شي.

اوس به چپ، اوس په خبرو به لګيا شوه

سترګو رپ کې به د سترګو نه پناه شوه

عجوبه بې نيازي د دې عادت و

چې په ما يې نازل کړى قيامت و

شاعر چې په روغتون کې رنځور پروت دى، په پروين زړه بايلي. د نظم وروستي بيتونه دا دي:

د هغو ورځو دي ورځې تېرې شوي

خو مې نه دي هغه ورځې هېرې شوي

اوس د شپې چې کله سترګې کړمه پټې

هغه سترګې راته راشي پټې پټې

راته وايي چې خوب مه کوه تيار شه

هسپتال ته راځه ژر کوه بيمار شه

په پخوانو شاعرانو کې يوازې خوشحال داسې شعرونه لري چې د مشخصو کړو وړو معشوقه پکې انځوريږي.

مولانا شبلي نعماني په شعرالعجم کې ليکلي دي چې په فارسي ادب کې د معشوقو د ستم کيسه شاوخوا زرکاله پخوا هغه وخت پېل شوه چې شتمنو به زلمکي ترکان د غلامانو په توګه ساتل. دغه غلامان به پوځيان هم وو. [ لکه اياز] ويل شوي دي چې د معشوق د مخ له اجزاوو سره د وسلو تشبيه کول ( توره، ليندۍ ،غشى، خنجر…) د دغو پوځي معشوق غلامانو يادګار دى.

البته وروسته چې عرفاني ادب وغوړېد د معشوقې ستم الهي قهر و غضب وبلل شو. شېخ محمد شبستري ( د اوومې هجري پيړۍ ايرانى عالم) په ګلشن راز کې چې د عرفاني اصطلاحاتو د شرحې خورا منلې منظومه ده، وايي:

تجلی گه جمال و گه جلال است

رخ و زلف آن معانى را مثال است

د شبستري منظور دا دى چې په مادي او محسوس عالم کې د الله تعالى جلوه کله جمالي اړخ لري چې د خداى لطف او لورېينه يې بايد وبولو او کله جلالي اړخ لري چې د خداى د قهر او غضب جلوه ده. په عرفاني ادب کې (مخ) د الهي جمال او (زلفې) د الهي قهر سیمبولونه هم دي.

خو د دغو دواړو ( تاريخي او عرفاني) تعبيرونو په ځاى زما زړه دا خبره په آسانه مني چې په پخواني خشن او جګړه مار کلچر کې ظلم په يو ډول لا شعوري ارزښت بدليږي. د څو زره کاله پخوا خلکو يوازې له وېرې نه بلکه د زړه له تله هم د ښامار عبادت کاوه. د بنیادم ضمیر دا نه مني چې د ظالم او قاتل احترام وکړي خو د سر وېره یې د ظالم اطاعت ته وربولي اوپه دې منځ کې عقل لاس په کار شي، د ضمیر د کرارولو او د حقارت د ځوروونکي احساس د ختمولو لپاره دلایل راوباسي، مثلا ځان په داسې خبرو قانع کړي: دی خو ظلم نه کوي عدل کوي، دا زموږ حماقت دی چې خپل خیر نه پېژنو…

ظلم او سفا کې په اوسنۍ زمانه کې هم دغسې نتايج لرلي دي. ستالين د روسيې تر بل هر واکمن ډېر شورويان ووژل مګر د روسيې تر بل هر واکمن ډېر شورويان د ده په غوښته د جګړو محاذونو ته لاړل او د ده د خونکار نظام د بقا لپاره له سرونو تېر شول.

د مجيد الله قرار په قول:

دغه سړي دومره وژلي دي همدغه خلک

دا څومره خلک چې د دې سړي تر شا ښکاریږي

په هر حال، معشوقه چې په پخواني شعر کې غالباً د شاعر د مبهمو آرزوګانو او لا شعوري ايډيالونو سیمبول ده، که بې رحمه او ډبرزړې انځوریږي، بې دليله نه ده او دليل که هر څه وي خو زموږ په پخواني ادب کې د معشوقې په اړه داسې خبرې هم شوې دي:

زه په دا سبب له وېرې سره رېږدم

چې ستا وېره د وبال د ثواب نشته

( رحمان بابا)

د پخوا برخلاف اوس معشوقه کله کله مظلومه بلل کیږي:

ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې

د دې وطن د غريبۍ نخښې دي

(سائل)

په اوسني ادب کې د معشوق د عادي ګرځولو لپاره يو پراخ تمايل موجود دى.

د اکبر بري د يوه نظم (د زړه کار) يوه برخه :

دا د زړه کار دى لاليه د زړه کار دى

کنه زما دلبره خداى که ښاپيرۍ وه

نه يې سترګې چېرته سترګې د هوسۍ وې

نه يې غاړه چېرته غاړه دهوسۍ وه

نه په ونه هسکه دنګه تر چنار وه

نه په مخ کې تکه سپينه تر سپوږمۍ وه

نه يې پښې لاسونه جوړ وو له مرمرو

نه يې ملا د کوم ميږي تر ملا نرۍ وه

خوله او شونډې يې بس شونډې وې او خوله وه

نه ياقوت وو نه کوم جام د سرو شرابو

دوه غومبرې هم د دې بدرنګې نه وې

خو قسم که وو دوه پاڼې د ګلابو…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *