عبدالرحمن شګیوال

د سیاست علماء نن پر دې اتفاق کوي چې سیاست یو ساینس دی او سر و کار یې د حکومت جوړولو او حکومت کولو سره دی – د سیاست اصلي ټکی دا دی چې د کوم پر اساس ولس ته معیاري حکومت جوړ شي تر څو هغوی په امن، سکون او عدالت سره ژوند وکړي.

اسلامي او اخلاقي تاریخ کې هم سیاست ته د عبادت او خدمت نوم ورکول کېدی شي – د نظریاتي سیاست معنا دا ده چې سیاسي حلقې او ګوندونه د ټولنیزو او ملي ګټو لپاره تګلاره ټاکي او د هغې ترلاسه کېدا لپاره هلې ځلې کوي – لنډ تاریخ ته په لیدو ویلی شو چې پښتونخوا کې پښتون ژغورنې غورځنګ یو نظریاتي غورځنګ دی، د کوم چې لمړنی مقصد قبایلي سیمه کې د یوې ځانګړې قبیلې لپاره د ژوند غوښتل او پر هغوی د کېدونکي ظلم غندل و، د غږ پورته کولو او پر پښتون ټبر د ګرځېدا او مشورې وروسته، نن نه يواځې دا چې د ټولې پښتونخوا څخه بې شمېره ملاتړي او نظریاتي ملګري لري بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې ویښتابه کړې. 

دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم نظریاتي سیاست کوي او تل یې دې سخت کار ته پر ذاتي او ګروپي ګټو لومړیتوب ورکړی دی، لا د خلکو ترمنځ ځلیږي – فرضاً که هغه د کورنۍ یا ذاتي سیاست په لومه کې بند پاتې وی، نو هېڅکله به يې نن په دومره شمېر ملاتړي نه درلودی. که دا نن هم، منظور پشتون د نظریاتي سیاست تیر شي، له شک پرته پاکستان ورته د ډېر څه منلو تابیا لري او د لوړ منصب او فردي عزت څښتن به يې کړي – ولې د ولس دا بې کچې مینه او لوړې موخې به د لاسه ورکړي. 

دا لازمه ده چې د نظریاتي سیاستمدار نږدي ملګري هم باید نظریاتي اشخاص وي، هغوی چې سیاست عبادت او خدمت کول وګڼي – نېږدې تیر تاریخ کې د خان عبدالغفار خان، ګاندي جي، چي ګویرا، مارتر لوتر کېنګ جونیر، مادر ترېسا او نیلسن منډلا نوم یادیږي، کومو ته چې د وخت حکومتونو د ښه منصب او شخصي ګټو ورکولو لپاره تیاري ښودلې وه، ولې هغوی د نظریاتو پاللو او ترلاسه کولو لپاره، د خپلو شته جایدادونو، منصبونو او شخصي ګټو تیر شوي او نیم عمرونه یې په زندانونو کې تیر کړي، او تر ننه په نړۍ کې بې شمېره فکري ملګري او د هغوی فکر پالل کېږي.  

نظریاتي سیاست کې د فساد سوال پېدا کېدل هم، په خپل ذات کې یو سوال دی، د بېلګې په ډول په لنډ تاریخ کې ډاکټر نجیب الله د دې هېواد مشر تیر شوی، پر هغه تر دا ننه د هېڅ ډول فساد الزام شتون نلري – هغه پر افغانستان حاکم و، ولې تر دا ننه د هغه د کورنۍ په جایدادونو نه یواځې دا چې زیاتوالی نه دی راغلی بلکې په کډوالۍ کې په خوارۍ خپله روزي ګټي او ژوند تیروي – د همدې مشدۍ بل اړخ ته بیا د افغان جهاد او جهادي رهبرانو لپاره د نړیوال هني مون دور وه، د امریکايي ډالرو او سعودي عرب ریالونو کې د هېڅ څخه د بې ګناه انسانانو په وینو د ډېر څه خاوندان شول. 

د مشدۍ همدې اړخ بیا د حکومت په ترلاسه کولو، د ملي اردو د پرمختلليو تجهیزاتو څخه آن تر تاریخي اثارو ټول معنویات یې په بهرنیو هېوادونو وپلورل – د تیر تاریخ په تکرار، افسوس دا دی چې نن هم د طالب په نوم په دا وطن همدا سیاست پرمخ وړل کېږي او ساده ولس ورته د نظریاتي سیاست نوم ورکوي. دا نن د سولې پروسه کې، نظریاتي ملګري پر دې پوهېږي چې د طالب نقاب پر دې لرې شوی چې امریکا او د هغوی نورو نړیوالو ملګرو سره، چې د دوی په اصطلاح د جهاد د مشروعیت اساس جوړوي، د هر ډول ناستې او مذاکرې تیاری ښيودل کېږي ولې د افغان دولت سره، چې د اسلامي نړۍ لوی علماء، مفتیان او مفسرین یې د اسلامي نظام تائیدي ورکوي، سره د بهرینو هېوادونو او شخصي ګټو پر اساس آن تر خبرو اترو ته هم تیاری نه ښيي.

د داسې شخصي ګټو پر اساس سیاستونو په تاریخي لحاظ هېوادونو لپاره غیر له بې ثباتۍ؛ چور او چپاول، نا امنۍ، بنسټونو نړېدل او اوسیدونکو لپاره د هر ډول اسانتیاو لکه زده کړو، روغتیا، ترانسپورت، سوداګري، روزګار، ټولنیز عدالت او آبادۍ د له منځه وړلو پرته، هېڅ کومه ګټه نه ده رسولې، بلکې نړۍ ته يې د سوال او خیر په ډېرۍ لا ډېر پورته کېنولي. 

بدبختي ده، چې افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په موخه د تیرو 19 کلونو د کار وروسته هم نن د شخصي ګټو پر اساس سیاست اساسه جوړوي – ولس مجبور دی چې د خپل هر ډول حق او عدالت ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي او د شخصي ګټو پر اساس د هېواد ملي ګټې او پر وړاندې يې ستونزې له پامه وغورځول شي. 

بریالیو ریاستونو کې نظریاتي سیاست بنسټ وي – شخصي او ګروپي ګټې د ملي ګټو تابع وي. افغانستان کې د شخصي ګټو پر اساس یوه نوې ډرامه بیا خلکو ولیده – حزب اسلامي افغانستان او جمعیت اسلامي افغانستان په دې وروستیو کې د ټولټاکنو پر پایلو د نه بریالي کېدا له امله، پر پالیسیو د یووالي غیر مستقیم اعلان کړی – دا د شخصي ګټو پر پخواني بوتل د نوي لیبل پر لګېدا د شخصي ګټو ترلاسه کېدو لپاره کوششونه دي. دا کوششونه د نظریاتي سیاست پر اساس نه دي، لرې نه ده چې پر شخصي ګټو د نه جوړېدا له امله دې ډېر زر دا اخور هم ونړېږي.

په نظریاتي سیاست کې سیاستمداران فیصلې په ډېر سوچ سره کوي او د هغې ترلاسه کولو لپاره بیا ډېرو ستونزو ګاللو لپاره تیاری هم ښيي. که په تیر تاریخ، جهادي رهبرانو د نظامي برخې تر څنګ د نظریاتي سیاست لرونکي وی، نو نه به نن افغانستان په دا حال وی او نه به د شخصي ګټو ښکار، بلکې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې روان یو هېواد. 

وروستیو پنځو کلونو کې، په ځانګړي ډول په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر محمد اشرف غني د بدلون، فساد سره د مبارزې او عدالت تأمینولو پر نوم د نظریاتي ملګرو خاموش اکثریت د مبارزې لپاره تیار کړ، مبارزه وشوه خو کله چې ولسمشر غني په ځلېدو شو، د ځینو مجبوریتونو پر اساس د جوړجاړي ښکار شو او د نظریاتي ملګرو او ټاکنیزو آسونو ترمنځ په توازن ساتلو کې بریالی نشو، چې د دې عمل په پایله کې ډېری نظریاتي ملګري د خپلې مبارزې په شا او پر کور کېناستل.

خو دا چې نظریات وي داسې، نو د افغانستان لپاره بیا هم همدغو ملي مبارزینو د ولسمشریزو ټاکنو دې راونډ کې د نوماند محمد اشرف غني ترڅنګ ودرېدل، ترڅو نظریات وپالي. اوس، د ټاکنیزو پایلو په اعلانېدو او د ولسمشر غني په بیا ټاکنه هغه ته پکار ده چې د نظریاتي سیاست پر وړاندې د خنډونو د لرې کېدو پر ځای، د سیاسي مصحلتونو ښکار نه شي. د افغانستان په شته حالاتو کې د شخصي ګټو دې قوي سیاست ختمېدا به هرومرو نورې لارې هم وي، ولې یوه حل لار یې دا ده چې چې ولسمشر غني په دا دوره د کابینې او نورو منصبونو په ګمارنه کې د هېڅ ډول فشار او وېرې لاندې را نه شي او په پوره اختیار پر ټولو د قانون تطبیق ته لار هواره کړي – چې همدا د ولس لپاره د ويښتابه زیری کېدی شي، تر څو په راتلونکي پارلماني او ولایتي شورا ټاکنو کې د وړ او ملي ګټو وفادارو نوماندانو څخه خپل ملاتړ وکړي او د نظریاتي سیاست رېښه په دې غمزده هېواد کې د تل لپاره رېښي ښښې کړي. 

که خدای مکړه، د حکومت په نوښت ويښ ولس په ګډه د نظریاتي سیاست لپاره زر تر زره اقدام ونکړي او حل لار یې و نه مومي – وېره لا ډېره شته چې د نړیوال سیاست په بدلون دې وضعیت لا ډېر کړکېچن شي او زموږ د وینو تږي ګاونډي هېوادونه دې افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې لپاره زمینه برابره کړي او دلته شته خَپسې او فرصت طلبې مُهرې بېرته په حرکت راشي.

One thought on “ په پخواني بوتل د نوي لیبل لګېدل | عبدالرحمن شګیوال”
  1. کچیری ولسمشر په نوی دولت جوړونکی ټیم کی داسی اشخاص او کدرونه په وزارتونو وګماری په تیره په امنیتو چارو او قضایی چارو کی وګماری بی لدی چی له کومی ډلی سره سازش وکړی، چی لږ تر لږه ولس ورځنی چاری په امنیت او عدالت کی سرته ورسوی او په تیره بیا هغه ۴۰ کلن لنډغر او کابل چور او تالان کوونکی محکمی او امنیتی چارو ته وسپاری او د دوی د غلا او غټو جرایمو (جرایم سنګین) په اړه ولس خبر شی

    همدارنګه هغه کسان چی کابل یی په کنډواله بدل کړ او د کابل په ښار کی بی له محکمی زرګونه خلک ووژل او دهغوی په سرنو باندی میخونه ټک وهل او د ښځو سینی یی پری کړی او همدارنګه په عام محضر کی ماشوم د زیږون صحنه قضیی تکرار کړی
    او همدارنګه یی ددی ۱۸ کلن دوری هغه ډالر او سرمایه چی نړیوالو له افغان ولس سره د کومک په اړه رالیږلی وو بی لدی چی د ولس په درد وخوری څو وزیرانو، معینانو، رییسانو او د پارلمان مشرانو له لوری غلا او د ځکمو غصب قضیی شوی بی طرفه څیړنه وشی دا به افغانستان په تاریخ کی نه هیریدونکی دوره وی
    یعنی ولس به ووایی چی رښتیا دا دولت د ولس حق له غلو او مفسدو اشخاصو څخه اخیستی شی کچیری بیا هماغه ډول سهامی دولت جوړیږی نو دا به ښه وی چی سره له اوسه چوکی لا په سر شی او مقابل جانب ته یی پریږدی
    او یا په مسقتیم ډول دولت داسی چاته وسپاری چی پدی ولس یی زړه خوږیږی ځکه چی افغانستان کی قحط الرجال هیواد ندی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *