تاند — د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې د تازه فارغ شويو افغان پیلوټانو هڅې وستایلې او د هغوی د زیار او زده کړو د درناوي په پار یې ستاینلیکونه ورکړل.
په هغې غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ /د میزان ۳۰مه/ د افغانستان سفارت کې په دې مناسبت جوړه شوې وه، د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي او په پراګ کې د متحده ایالاتو د سفارت د دفاعي چارو جیګپوړي آتشي سین کنتریل ځوانو افغان پیلوټانو ته هرکلی ووایه.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت د فیسبوک پاڼې د معلوماتو په اساس، د افغان هوایي ځواک ۲۲ تنو ځوانو افسرانو تازه په چک جمهوریت کې خپلې د پیلوټۍ زده کړې بشپړې کړې.
د سفارت په فییسبوک پاڼه راغلي معلومات ښیي چې سفارت یادو پیلوټانو ته د غرمنۍ تابیا کړې وه، او په پای کې یې د افغانستان سفیر ښاغلي آریوبي او ښاغلي کنتریل افغان پیلوټانو ته د هغوی د زیار او هڅو د تقدیر لپاره ستاینلیکونه ورکړل.
چکي روزونکي له ۲۰۱۵ کال راهیسې په دغه هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي مرسته افغان پیلوټان روزي چې په وروستۍ جوپه کې یې ۲۲ تنو خپلې زده کړې بشپړې کړې.