تاند – د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې تېر ماښام مسلمانانو او غیرمسلمانانو چې عیسویان او د نورو ادیانو پلویان په کې ول د یوې غونډې په ترڅ کې ترهګري وغندله.
د غونډې برخه والو په اروپا کې د ترهګرۍ پېښې او په ځانګړې توګه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د یوه ۸۵ کلن عیسوي پادري وژنه، چې ویل کیږي د اسلامي دولت په نامه ترهګرې ډلې د کسانو له خوا په خپله کلیسا کې وژل شوی وو، په کلکو ټکو وغندله.
په چک جمهوریت کې د مسلمانانو د شورا پخواني مشر ولادیمیر سانکا چې په ابوضرار شهرت لري د سلګونو برخه والو غونډې ته وویل، « اسلامي دولت د یو شمېر مایوسو ځوانانو یوه ډله ده چې جرمي ریکارډونه لري، هغوی د اسلام په هکله هېڅ معلومات نه لري. په کوم ځای کې چې د اسلامي دولت ډله حاکمه ده، هلته مسلمانان وژل کیږي.»
ښاغلي سانکا وویل چې، که چېرې یو کس جرم وکړي هغه د هغه جرم دی، د هغه مسؤلیت دی، په نورو یې مسؤلیت وراچول ناسم کار دی.
په غونډه کې یو شمېر مسلمانانو او غیرمسلمانانو داسې بینرونه پورته کړي ول چې په هغو کې له ترهګرۍ څخه د کرکې اظهار شوی وو.
د غونډې په یوه برخه کې د عیسویانو یوه مشر پیتر بینیش وویل چې، مونږ باید په خپلو منځونو کې بېلوونکې پولې جوړې نه کړو که نه بیا به مونږ یو د بل پر ضد کارونه کوو. نوموړي وویل چې مونږ باید یو د بل په وړاندې زغم او حوصله ولرو او یو بل تحمل کړو.
چک جمهوریت نژدې ۷۸ زره کیلومتر مربع لویوالی لري او له لسو میلیونو څخه ډېر وګړي په کې اوسېږي. ویل کیږي چې په دغه کوچني هېواد کې خواوشا ۲۰ زره مسلمانان ژوند کوي چې په بېلابېلو لویو ښارونو کې جوماتونه او مذهبي مرکزونه لري خو په اروپا کې له شویو ترهګریزو حملو څخه وروسته په دغه هېواد کې هم د مسلمانانو په وړاندې د نورو کرکه را پارېدلې ده.