پوهندوی آصف بهاند ||
په مهاجرت او پردي وطن کې د نوي چاپیریال او نویو ستونزو په دایره کې بیا هم د خپل وطن، وطنوالو او د فرهنگ او ژبې د غنا فکر، دا له ډیرو کمو کسانو سره وي او بیا داسې اوږدې پروژې لکه د قاموس برابرول او د څو کتابونو ژباړه او ور سره د څو تخلیقی آثارو رامنځ ته کول دا هم څه آسانه کار نه دی او دا ټول یاد کارونه ښاغلي محمد صفر خواریکښ په یوازې ځان تر سره کړي دي.
زه په خپله دې لیکنه کې د محمد صفر خواریکښ فرهنگي خواریو، فرهنگي لاسته راوړنو باندې رڼا اچوم او ما ته د مالومو چاپ او نا چاپ آثارو په باب یې د یوې مقالې د حوصلې په اندازه لنډ مالومات وړاندې کوم.
که د ښاعلي خواریکښ لنډه پیژندنه درنو لوستونکو ته وړاندې کړو، په دې تورو کې به را خلاصه شي:
محمد صفر خواریکښ د کونړ ولایت مرکز اسد اباد کې زیږیدلی، د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځی کې یې د ژورنالیزم له څانگې نه، لاسوند تر لاسه کړی دی.
د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپرونو په ریاست کې یې دنده پیل کړه او د «کهول»، «پکتیا» مجلو او «د ثور انقلاب»، «حقیقت انقلاب ثور» او «انیس» ورځپاڼو کې او د ژورنالستانو په اتحادیه کې یې مسلکي دندې تر سره کړې دي.
خواریکښ د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې گڼې سر مقالې، مقالې او آثار لیکلي، ژباړلې او تخلیقاتیې کړي دي او اوس هم په خپلو فرهنگي هڅو کې، لکه د پخوا په څیر فعاله او هوډمن دی، لیکنې او ژباړې کوي او په شعر او داستاني ادبیاتو کې تخلیق هم کوي.
محمد صفر خواریکښ د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې له مقالو او سر مقالو نه سربیره، دغه اثار خپلو لوستونکو ته ډالۍ کړي دي:
الف: چاپ شوي اثار:
۱ ــ د روڼ اند نقش،
(په ټولنه کې د روڼ اند او روڼ اندۍ نقش)
لیکوال: ادوارد سعید
ژباړن: محمد صفر خواریکښ
چاپ کال: ۱۳۸۷ ل / ۲۰۰۸ م
دانش
ادوارد سعید فلسطینی امریکایی لیکوال دی، دا مهال په نیویارک کې اوسي، پي اچ ډی په کچه یې د کار پیژندنې رشته کې زدکړې کړې دي.
ادوارد سعید د ادبیاتو او مدرنو نظریو د پیاوړو استادانو په ډله کېنړیوال شهرت او نوم لري. د روڼ اند نقش کتاب يې په بیلابیلو ځایونو کې په ټولنیز ژوند کې د روڼ انډ د نقش په باب د ویناوو او بیانیو ټولگه ده. خواریکښ په ځیرکتیا سره د دې کتاب مهم والي ته پام شوی او پښتو ته یې ژباړلی دی.
خوارکښ د «روڼ اند نقش» کتاب د ژباړې له پاره ځکه انتخاب کړ چې د لیکوال یې ژبه او زړه یو و، د ریښتیا په ویلو کې یې له هیڅ شي ډار نه درلود، په ټولنه کې د روڼ اند پر نقش پوره باور درلود او بل دلیل دا چې خواریکښ نه غوښتل چې حتی خپل یو ساعت وخت هم بیځایه له لاسه ورکړې چې څنگه به د عادي ژوند له چارو لږ وزگاره شو، نو به یې ژباړې ته مخه کړه او یا به یې د قاموس د لغتونو په برابرولو او ژباړلو ځان مصرف کړ.
۲ ــ ډنمارکي ــ پښتو سمندرگی
(Dansk – Pashto ordbog)
ډنمارکي پښتو قاموس د ښاغلي خواریکښ د ډیرو کلونو د خواریو او هڅو پایله ده چې په ډنمارک کې د میشتو افغانانو یوه عیني اړتیا وه. ښاغلي خواریکښ وکولای شول چې دا قاموس په ۲۰۱۰ کال کې چاپ ته وړاندې چمتو او د مینه والو د استفادې له پاره وړاندې کړي.
ښاغلي خواریکښد «ډنمارکي ــ پښتو سمندرگی» پهلنډه سریزه کې داسې لیکلي دي:
«ډنمارکي ـ پښتو سمندرگی د هغو گرانو پښتنو د اړتیا له مخې چې په ډنمارک کې اوسیږي، او د هغو له پاره چې د پښتو د خوږې ژبې له زدکړې سره مینه لري چاپیږي…
د دې سمندرگي د لغتونو په برابرولو کې د ډنمارکي ــ فارسي فرهنگ او د ځینو لغتونو د سمې مانا د پیدا کولو له پاره په انترنیت کې د گوگل له انځوریزې برخې نه کار اخستل شوی دی.
دا سمندرگی ټول له ۱۱۵۰۰ نه زیات لغتونه لري او د ځینو لغتونو د مانا د لازیاتې تشریح په موخه تر لاندې په ټولیزه توگه څه ناڅه ۴۰۰۰ غونډلې (جملې) را اخستل شوې دي…»
(خواریکښ محمد صفر، ډنمارکي ــ پښتو سمندرگی، استونیا، ۲۰۱۰ م کال، ۵ ام مخ)
زه (آصف بهاند) چې د ۲۰۰۱ کال په پیل کې په بې برخلیکډول، د ډنمارک په شمال کې د مهاجرو په یوه پنډغولي کې دیره وم او د ډنمارکي ژبې لومړني لوستونه مې پیل کړې وو، د دغسې یوې نیمگړتیا(ډنمارکي ــ پښتو قاموس نشتوالی) احساس مې وکړ. ښاغلی هیواد دوست چې لا مخکې ډنمارک ته راغلی او منل شوی هم و، د پخوانۍ دوستۍ په پار به یې کله، کله تیلیفوني زما خبر اخیست، یوه ورځ مې د جوړ تازه په ترڅ کې د همدې قاموس د لیکلو ور یاده کړه، ده را ته وویل چې دا کار پیل شوی دی او ډیر ژر به دا نیمگړتیا تر سره شي.
او په پای کې دا نیمگړتیا رفع شوه او اوس موږ د «ډنمارکي ــ پښتو سمندرگی» په نامه یو قاموس په لاس کې لرو چې تر یوه حده مو ستونزې حلولای شي. د دې خبرې یادول هم اړین گڼم چې ځینې ښاغلي وايي چې دا قاموس ډیرې نیمگړتیاوې لري او…
پرته له شکه چې لري به یې، حتی د نړۍ ډیر غني او د ډیرو امکاناتو لرونکي قاموسونه هم خپلې نیمگړتیاوې لري. زه دې منتقدینو ته وړاندیز کوم چې تاسو د ښاغلي خواریکښ په پته، لیدلې او پیدا کړې نیمگړتیاوې او تیروتنې ور ولیږئ، تر څو د بل چاپ له پاره هغه په نظر کې ونیول شي.
زه قاموس د مطالعې کلي گڼم او اوس د ډنمارک میشتو افغانانو له پاره ښاغلي خواریکښ دغسې یوه کلي برابره کړې ده چې دوی سره په ډنمارکي لوست او مطالعه کې مرسته کولای شي. څنگه چې قاموس لیکنه یو کلکتیفي کار دی، نو ښاغلي منتقدین دې په دې جمعي کار کې د گډون او د کار د بشپړتیا له پاره ټولې نیمگړتیاوې ښاغلي لیکوال ته ور په گوته کړي.
۳ ــ د ټولې نړۍ متلونه:
(له دوه سوو ژبو څخه، پنځه زره کلونو راهیسې، ۹۰۰۰ متلونه او گړنې)
د نړۍ له بیلابیلو ژبو او کلتورنو دا قیمتي خزانه، ښاغلي خواریکښ له ډنمارکي ژبې څخه پښتو ته ژباړلې ده او په دې ډول یې پښتو ژبه د دې خزانې په وسیله نوره هم شتمنه کړې ده.
د کتاب په پیل کې «د ژباړن پیلیزې خبرې» تر سرلیک لاندې، ښاعلی خواریکښ، د متلونو د دې ټولگې په باب داسې لیکي دي:«یو مهال د خپل خوار جیب له حاله سره برابر، په زړو او دویم لاس ډنمارکي کتابونو د خپل مسلک او ذوق برابر د په زړه پورې کتابونو په لټه کې وم چې پر یوه کتاب مې سترگې ولگیدې چې سرلیک یې راله زړه یووړ، پر دغه ارزښتناکه خزانه دا سرلیک کښل شوی و:
متلونه
متلونه
د ټولې نړۍ متلونه
له دوه سوه ژبو څخه له پنځه زره کلونو راهیسې
۹۰۰۰ متلونه
او
مقولې
د دې دوه ټوکیزه کتاب دواړه ټوکه مې وار د واره را واخستل…
په دې کتاب کې ۹۰۰۰ نوي او زاړه په زړه پورې متلونه او مقولې د نړۍ له دوه سوو نه زیاتو هیوادونو او ژبو څخه له آیسلند نه تر نوي زیلاند او له چین نه تر امریکا پورې را ټول او ډنمارکي ته ژباړل شوي دي. ډیر پخواني یې څلور ــ پنځه زره کاله زاړه او ډیر نوي یې د شلمې پیړۍ دي…»
(د ټولې نړۍ متلونه…، ټولونکی: اُول کراگ، ژباړونکی: محمد صفر خواریکښ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ ل ــ ۲۰۱۷ م کال، ۴۵ ـ ۴۶ مخونه)
د دې غنیمتې خزانې ځینې برخې پخوا له چاپ نه ښاغلي خواریکښ په میډیا کې خپرې کړې وې، خو په کتابي بڼه یې اوس (۲۰۱۷ م) کې چاپ او خپور کړ.
۴ ــ پردیسې څړیکې
(د شعرونو لومړۍ ټولگه)
«پردیسې څړیکې» د ښاغلي خواریکښ د شعرونو لومړۍ ټوگه ده. دا ټولگه په (۲۰۱۶ م ــ ۱۳۹۵ ل) کال چاپ او په کابل کې خپره شوې ده. په دې ټولگه کې له شعرونو نه مخکې د ښاغلي نجمالرحمن مواج په قلم یوه لنډه سرسیزه هم راوړل شوې ده.
ښاغلی مواج د خپلې سریزې په یوه برخه کې د خواریکښ د شعر په باب داسې لیکلي دي:
«د ښاغلي محمد صفر خواریکښ شعر د کونړ سیند له څپو او د گورگورو او مرخاڼيو له رنگ و خوند او د دنگو غرونو له غرور او متانت او پایښته گټه اخیستې، په شعر کې یې ټولې ښکلاوې لوستونکو ته څرگندیږي. که څه هم د دوی په وینا شعري نړۍ ته نوی ور دننه شوی، خو داسې نه بریښي. مانا دا چې شعر یې د ټولو ښکلاوو له لرلو سره د یو داسې پیغام لرونکی دی چې هر لوستونکی ترې پوره خوند اخستلای شي…»
(خواریکښ محمد صفر، پردیسې څړیکې، خپرندوی: په خپله لیکوال، اسد دانش مطبعه، ۲۰۱۶ کال، ۴ ام مخ)
په دې ټولگه کې د ښاغلي خواریکښ گڼ شمیر شعرونه راوړل شوي دي، چې د ده د فکر او له ټولنې او پیښو نه د ده د اخیستنې ښه بیلگه یې گڼلای شو.
۵ ــ د هیلو کر
(د شعرونو دویمه ټولگه)
د «د هیلو کر» د ښاغلي خواریکښ د شعرونو دویمه ټولگه ده چې دا هم لکه لومړۍ دا په ۲۰۱۶ کال ــ ۱۳۹۵ ل کال، کابل کې په اسد دانش مطبه کې چاپ او خپره شوې ده.
د ښاغلي خواریکښ د شعرونو دا ټولگه (د هیلو کر) پرته له کومې یادونې یا مقدمې نه چاپ شوې ده او لکه د لومړۍ ټولگې په څیر د ده مقفی او آزاد شعرونه په کې راوړل شوي دي.
څنگه چې ښکاره ده، خواریکښ د شعر دنیا ته نوې قدم ایښی دی او د دې دوو ټولگو تر چاپ پورې یې دا لومړنۍ شعري تجربې گڼل کیږي.
ما (د دې کرښو لیکوال) د خواریکښ صاحب دا دواړه پاسنۍ ټولگې(پردیسې څړیکې، د هیلو کر) له چاپ او خپریدو نه مخکې له نظره تیرې کړیدي، په دې ټولگو کې د ښاغلي خواریکښ اصلي مخاطبین هغه خاموش اکثریت دی، چې ښايي د خواریکښ دا غږ به یا هیڅ کله وانوري او که یې واوري هم ځان به ډیر ځلې غلی ور باندې ونیسي.
د خواریکښ صاحب شعرونه په ټول کې ډیره برخه د کلاسیکې شاعرۍ د غزل په قالب کې وړاندې شوې ده، خو خواریکښ په آزاده شاعرۍ کې هم خپله طبعه ازمیلې ده چې بیلگې یې په دواړو ټولگو کې راوړل شوې دي.
که د ښاغلي خواریکښ شعرونه د نقد میچنې ته واچول شي، ځانگړې ستونزې به په کې را پیدا شي، دغه راز کیدای شي چې د وزنپوهنې په تله کې هم ځینې ستونزې پیدا کړي، خو څنگه چې اوس د نقد محفل نه، بلکې د ښاغلي خواریکښ د آثارو د مخکتنې او معرفي محفل دی، ځکه یې تلل او نقد کولبل وخت ته پریږدم.
ب: چاپ ته چمتو آثار:
۱ ــ افغانستان له هورا تر تکبیره:
دا د ښاغلي محمد صفر خواریکښ سیاسي لیکنو او یادداشتونوټولگه ده چې د داود خان د دورې له پای نه رانیولې، بیا د کرزي تر راتگ پورې زمانې واټن کې یې د سیاسي چپي او راستي گوندونو د رامنځ ته کیدو، فعالیتونو، عملي کارونو او د هغوی د پایلو په باب خپل نظر سیاسي تحلیلونه او ډیر ځلې یې د خپلو سترگو لیدلی حال لیکلی دی چې ډیر ژر به د چاپ په گاڼه سمبال کړای شي.
۲ ــ د بالښتونو لاریون:
(د کیسو ټولگه)
د«د بالښتونو لاریون»د ښاغلي خواریکښ د لنډو کیسو ټولگه ده. ما یې تر اوسه نه په چاپي بڼه او نه هم په شخصي بڼه کومه لنډه کیسه لیدلې ده، هیله ده چې دا ټولگه به ژر چاپ شي چې په داستاني ادب کې هم د ده د قلم برکت او بیلگې وگورو.
۳ ــ وختونه او ویرونه:
(شعري ټولگه)
د ښاغلي خواریکښ دا شعري ټولگه که د چاپ ډگر ته راووزي، نو دا به يې دریمه شعري ټولگه وي. له چاپ نه وروسته به ولیدل شي چې د شعر په ډگر کې د ده شعري تجربې څومره د غنا او ښکلا په لور قدم اوچت کړی دی.
۴ ــ سور څڅوبی:
(د ازادو شعرونو ټولگه)
له دې نه ښکاري چې خواریکښ صاحب د تخلیق په برخه کې ښه هڅاند پرمخ روان دی. له چاپ نه وروسته به یې دا څلورمه شعري ټولگه شي.
د پاسنیو یادو فرهنگي کارونو تر څنگ، خواریکښ د مهاجرت په چاپیریال کې یوه بله مهمه او خورا د قدر وړ فرهنگي هڅه هم کړې ده چې دا په نیغه توگه د ټولو ډنمارک میشتو افغانانو د مطالعې له پاره د کتابونو برابرول دي.
د خواریکښ د فرهنگي هڅو په لړ کې د دې یادول هم اړین گڼم چې خواریکښ هغه یوازینی افغان دی چې په ډنمارک کې یې د افغانانو له پاره د مطالعېپه غرض، د سلگونو عنوانه کتابونو د برابرولو هڅه کړې ده.
ده په ډنمارک کې د بهرنیانو په کتابتون کې د خپل کار په موده کې د کتابتون مقامات دې ته اړ کړي وو چې د افغانانو له پاره د مطالعې په غرض په دري او پښتو ژبو باندې کتابونه برابر کړي.
خواریکښ کابل ته په خپل وروستني سفر کې ۱۵۰ عنوانه کتابونه اخیستي او ډنمارک ته یې را رسولي دي چې ډنمارک میشتو هیواد والو د خبرتیا په غرض یې سرلیکونه په خپله فیسبوکپاڼه کې خپاره کړل.
زه د خپل ځان له خوا د خواریکښ ټولو مثبتو فرهنگي هڅو ته د قدر په سترگه گورم او درناوی یې کوم.
د ده د نورو بریاوو په هیله