تاند- په پروان ولایت کې نن په یوه موټرسایکلي بمي چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.
د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، موټرسایکل یوه کلینیک او ښوونځي ته نژدې وچاودول شو.
ده همداراز وویل:«موږ استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو چې ترهګر راروان دی او غواړي چې د پولیسو بس په نښه کړي، خو کله چې ترهګر پوی شو چې د پولیسو له لوري تعقیب کېږي، ځان یې یوه ښوونځي او کلینیک ته څېرمه والوزاوه.»
د مموزي په وینا په دې پېښه کې ۶ ملکیان ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول. په ټپیانو کې یوازې یو تن پولیس دی.
د پروان امنیه قوماندان وايي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.
د پروان د والي ویندوی وحید صدیقي هم وویل چې ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.
د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.