تاند- (سې شنبه، د سنبلې ۲۶) وسله والو طالبانو د کابل او پروان د وژونکو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.
د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې نن تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د ولسمشرۍ د کاندید او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین د غونډې د دروازې په خوله کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې لږترلږه ۲۴ تنه۸ ووژل شول او ۳۲ نور ژوبل شول.
روغتیايي مسوولان وايي چې د ۱۱ ټپیانو حال نازک دی او د پېښې د قربانیانو اکثریت د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي دي.
له دې جلا په کابل کې د دفاع وزارت د پېژندون مخته په انتحاري برید کې ۳ تنه وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دواړو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.
د ولسمشر غني په انتخاباتي غونډه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د پروان په مرکز چاریکار کې نن (سې شنبه) په داسې حال کې په یوې انتخاباتي غونډه کې چاودنه وشوه چې ولسمشر محمد اشرف غني وینا کوله. له دې سره په یو وخت د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې چاودنه شوې ده.
د پروان د والي ویندویه وحیده شاکر وايي، په دې پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.
چاودنه په ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د چاریکار ښار په جنګل باغ سیمه کې وشوه. د کورنیو چارو وزارت وايي، د چاودذنې له کبله چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد تاند ته وویل چې په دې پېښه کې ۴ تنه ساتونکي وژل شوي دي.
مخکې د اغلې شاکر له قوله هم ویل شوي وو چې په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ولسمشر غني د کمپاین یوه ویندوی حامد عزیزي وايي، د چاودنې په مهال ولسمشر غني حاضر و خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.
اغلې شاکر وايي چې چاودنه د غونډې د ځای په دروازه کې شوې ده.
رویټرز خبري اژانس د پروان د روغتیايي چارواکو په قول وايي چې په دې پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.
د پروان د حوزوي روغتون سرطبیب عبدالقاسم سنګین رویټرز ته وویل«په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي او په مجموع کې د پېښې د قربانیانو اکثریت عام وګړي دي.»
تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د کابل د وزیراکبرخان مېنې پېښه د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي تایید کړه خو جزییات یې څرګند نه کړل.
په پروان کې د یوه انتخاباتي ټیم غونډې ته نژدې چاودنه شوې
تاند- په پروان ولایت کې د اشرف غني د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم د غونډې ترڅنګ چاودنه شوې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې، دا چاودنه، چې نن (سې شنبه) وشوه، په یوه موټر پورې د نښلول شوي بم وه.
د پروان د والي ویندویې وحیدې شاکر رسنیو ته وویل«دا چاودنه د مقناطیسي بم وه چې په یوه موټر پورې نښلول شوی و.»
دې همداراز وویل چې د چاودنې په نتیجه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په غزني کې چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
له دې جلا په غزني کې د پوهنتون د محصلانو د سپرلۍ د موټر په لاره کې د ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري تاند ته وویل، دا پېښه پرون (دوشنبه) د غزني ولایت د مرکز د درېمې امنیتي حوزې اړوند علي لالا دښتې ته نژدې وشوه.
نوري وايي، د طالبانو له لوري پر لویه لار د اېښودل شوي ماین په دې چاودنه کې موټرچلوونکی وژل شوی او ۵ محصلان ژوبل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.