تاند- د پروان ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې لږترلږه ۳۰۰ زده کوونکې نن /یکشنبه/ سهار د زهرجنو اوبو د څښلو له کبله په روغتون کې بستر شوې.
د چاریکار د روغتون ريیس عبدالخلیل فرهنګي وویل، تراوسه پورې په دقیق ډول نه ده څرګنده چې دا زده کوونکې ولي ناروغې شوي دي.
ویل شوي چې د اوبو له څښلو وروسته هغوی ته خواګرځي (استفراق) او سرخوږي پیدا شوې ده.
د پروان د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې دا پېښه د جبل السراج ولسوالي د نجونو په ضربیه ښوونځي کې شوې ده.
د چاریکار د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دوی په باور کوم چا د ښوونځي د اوبو په کانال کې زهرجن مواد اچولي دي.
ښوونځي ته د اوبو کانال له سیند څخه ورجلا شوی دی.
د چاریکار د روغتون ډاکتران وايي چې ناروغې شوې زده کوونکې له خطر سره مخامخ نه دي.