د فراه ولایت د پشترود ولسوالی د تپه ی شیران کلی چی تل یی اوسیدونکي د مرمیو او ګولیو د باران شاهدان وه، نن یی ډیره متفاوته ورځ پیل کړه. ددغه کلی خلګ کله چی سهار د خوبه راپاڅیدل د پشترود ولسوال غوث الدین او نور چارواکي یی ولیدل چی د دوی په کلی کي د یوی رغنیزي پروژي د پرانیستلو لپاره راغلی دي. دغه پروژه د لسو پنګونو پروژه وه چی د فراه ولایت د کلیو د بیارغونی ریاست د ثبات برنامي له خوا په تیر یوه کال کې پلی شوی وه او نن د یوې غونډي په ترځ کی پرانیستل شوه .
د پشترود ولسوال غوث الدین وویل چې نن د خوښۍ ځای دی چی ستاسو په کلی کې رغنیزه پروژه پرانیزو او زه ژمنه کوم چی داسی نوري پروژي هم د خلګو د ژوند د سمون لپاره ترسره شې. ولسوال وویل چي دغه پروژه د خلکو له خوا پیشنهاد شوې وه او ټولیز لګښت یی کابو یو میلیون افغانی وو.
د تپه ی شیران د کلی د پراختیایی شورا مشر امیرمحمد وویل چی دغه پروژه کولای شی د خلکو پر ژوند ژوره اغیزه وشیندی. ځکه له دې مخکې به ډیري اوبه ضایعه کیدلي خو ددغه پنګونو په جوړولو سره به د اوبو مخه ونیول شې او بزګران اوس په اسانی سره کولای شی خپلی ځمکی خړوبی کړې.
د فراه ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست د ثبات برنامه همدا ګړی د ۲۰ په شا او خواکی رغنیزي پروژی د فراه ولایت په پشترود ولسوالې کې تر کار لاندی لرې چی سربیره د پنګونو په جوړني سره د ښوونځیو او څړکونو جوړول هم پکې شامل دېۍ.
