تاند- د دولت وسله والو مخالفانو نن /شنبه/ ماښام مهال په پغمان کې د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر کور څو راکټونه وویشتل.
لومړني راپورونه وايي چې په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي.
د سیاف نژدې کسان د نوموړي پر کور راکټي بریدونه تاییدوي خو په دې اړه بې خبري ښيي چې څو راکټونه لګېدلي او د سیاف کور ته څومره تاوان پېښ شوی دی.
دوی په عین حال کې وايي چې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دوی دا بریدونه د دولت د وسله والو مخالفانو کار وباله خو تراوسه پوري کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
سیاف یو له هغو کسانو څخه دی چې پر وسله والو طالبانو سختې نیوکې کوي او طالبانو څو ځلي د ده د وژلو هڅې کړي دي. په پغمان کې د تېر کال په اګست میاشت کې هم د سیاف پر کور راکټي برید شوی خو خو د حملې په مهال سیاف په خپل کور کې نه و.
سیاف په ځلونو د طالبانو جګړه ناروا، غیراسلامي او غیر انساني بللې او طالبان یې له دینه بې خبره جاهلان بللي دي.