تاند- نن ماسپښین د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د زلزلې ټکانونه احساس شول.

د دې زلزلې، چې مرکز یې د هندوکُش په غرونو کې و، ټکانونه په پلازمېنه کابل کې هم احساس شول.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د زلزلې د شدت او احتمالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د امریکا د زلزله پېژندنې اداره وايي، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د اشکاشیم ولسوالي د جنوب ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ کې تر مځکې ۸۴ کلیومتره او ۶ سوه متره لاندې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *