تاند- د وروستیو راپورونو له مخې د کابل په افشار سیمه کې د نن ورځې په چاودنه کې لږترلږه ۵ تنه ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې ټپیان د حملې ځای ته نژدې لارویان دي.

د دې  انتحاري برید، چې قمبر څلورلارې ته نژدې وشوه، هدف د ناټو ځواکونو کاروان و خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې ځواکونو ته یې زیان نه دی اوښتی.

د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې برید طالبانو کړی دی.

لومړنی خبر

په پلازمېنه کابل کې چاودنه وشوه

په کابل کې څو شېبې وړاندې د چاودنې ږغ واورېدل شو.

ویل شوي چې چاودنه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه یا افشار کې شوې. تراوسه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو یوې سرچینې تاند ته وویل چې حمله انتحاري وه.

تراوسه پورې د چاودنې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا برید د کرکټ بورډ په خوله کې د شپږیزې په لړ کې له انتحاري حملې وروسته لومړنۍ حمله ده چې په پلازمېنه کې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *