تاند- یو شمېر ښځینه بندیانو په پلچرخي محبس کې د اعتراض په دود د خپلې هستوګنې ځای ته اور ورته کړ.
راپورونه وايي چې دغو ښځو غوښتنه لرله چې له پلچرخي څخه دې د بادام باغ محبس ته ولېږدول شي. ویل کېږي چې دوی پخوا په بادام باغ محبس کې وې.
دوی په پلچرخي کې د بند پر شرایطو د اعتراض په توګه مظاهره وکړه او وروسته یې هستوګنځایونو ته اور واچاوه.
ځیني راپورونه وايي چې ښځو یو تن له ځان سره برمته کړی او له پولیسو سره یې اخوډب هم پېښ شوی دی. تراوسه پوري د اخوډب په نتیجه کې د چا د ژوبلېدو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
د محابسو د چارو ریاست د معترضو ښځو بندیانو له لوري د اور اچولو په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې یو شمېر ښځو د دې لپاره اعتراض کړی وو چې له پلچرخي څخه بادام باغ ته ولېږدول شي.
پلچرخي د کابل په ختیځ کې دی خو بادام باغ د ښار په شمال لوېدیځ کې موقعیت لري او ویل شوي چې د پلچرخي په نسبت یې شرایط ښه دي.