تاند- یوې ښځې وروسته له دې د ځان وژلو هڅه وکړه چې ورور یې د چهارشنبې په ورځ د کابل په پلچرخي محبس کې له څلورو نورو سره اعدام شو.

د کابل د پغمان ولسوالۍ پولیس وايي چې د پغمان د جنسي تېري او وسله والې غلا په قضیه کې د محکوم شوې ډلې د غړی سمیع الله خور د خپل ورور له اعدامېدو وروسته ځان په تمانچه وویشت.

د پغمان د امنیې قومندانۍ چارواکو وویل چې د سمیع الله خور په ټپي حالت کې روغتون ته یووړل شوه او اوس د کابل په ابن سینا روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

سمیع الله له څلورو نورو لکه نظر محمد، عزیز الله او حبیب الله سره د تښتونې، وسله والې غلا او پر ښځو د جنسي تېري په تور په دار وځړول شو.

د دوی مړي کورنیو ته یې وسپارل شول.

د دوی تر څنګ د چهارشنبې په ورځ یو بل مشهور جنایتکار حبیب استالفي هم په پلچرخي محبس کې اعدام شو.

سره له دې چې دا شپږ تنه د افغانستان درې ګونو محکمو په اعدام محکوم کړي ول خو د بشري حقونو موسسې وايي چې له اعدامیانو څخه په زور اعتراف اخیستل شوی و او باید نه وای اعدام شوي.

خو اکثره خلک، چې له جرمونو او جنایتونو په تنګ شوي دي، د اعدام د سزا ملاتړ کوي.

0 thoughts on “په پلچرخي کې د یوه اعدام شوي خور ځان په تمانچه وویشت”
  1. دا جنايت كاران پنحًه تنه نه دى نمونه دحًلور كسانودى او خبر دپنحًه كسانو كيژى
    ١- سميع الله
    ٢-نظر محمد
    ٣-عزيزالله
    ٤- حبيب الله
    ٥-؟
    ٦- حبيب الله استالف

  2. زما په ګمان د اعدام شوی مجرم خور ښه کار ندی کړی چی ځان یی په توپنګچه ویشتلی دی.که کوم بل چا د هغی سره زبرزنا کړی وای بیا به هغی ځان او خپل ژوند څنګه احساس کولای.. نو نوموړی باید د هغه پاک لمنو تورسریو په هکله فکر کړی وای چی ورور یی پر هغوی جنسی تیری کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ