د ارشیف عکس

د کابل په ختیځه برخه کې د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو. لومړني راپورونه وايي چې لږ ترلږه دوه موټرونه ویجاړ شوي خو د مرګ ژوبلو په اړه تر دې دمه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

پولیس او امبولانسونه د پېښې ځای ته، چې پلچرخي ته نژدې ښودل شوی، په حرکت لیدل شوي دي.

شاهدان وايي چې د چاودنې د ځای په شاوخوا کې د خلکو د دوکانونو شیشې ماتې شوې.

یوه دوکاندار، چې ځان یې جمیل معرفي کړ، وویل چې د ناټو دوه نقلیه وسیلې او یو ملکي موټر ویجاړ شول.

د ده په وینا د ناټو نقلیه وسیلې له پلچرخي څخه تازه وتلې وې.

یوه بل شاهد، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې ملکي موټر په دوهمه چاودنه کې ویجاړ شو.

افغان چارواکو او د ناټو ویندویانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د دې حملې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو د حکمتیار اسلامي حزب ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

د وروستي راپور له مخې په دې بمي برید کې د نړیوالو ځواکونو دوه امریکايي قراردادیان وژل شوي دي.

One thought on “په پلچرخي کې چاودنې د ناټو دوې نقلیه وسیلې په نښه کړې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *