خبریال: میرویس جلالزی- د پاکستان په پنجاب ایالت کې نږدي ۱۷ اسلامي او غیر اسلامي هیوادونه د دغه ایالت د شاوخوا زرو مدرسو او دیني مرکزونو سره دوامداري مالي مرستې کوي.

دغه مسله هغه وخت بربنډه شوه چې د پنجاب پولیسو او نورو اړوندو ادارو له یوه اوږد تحقیق وروسته دا ومونده چې دغلته شاوخوا زر مدرسې او دارالحفاظونه د ۱۷ هیوادونو څخه مالي امکانات تر لاسه کوي .

د پاکستان د مشرانو جرګې او د همدې تحقیقاتي ډلې یوه غړي طاهر مشهدي ویلي، د دوی د تحقیق پایلې تر اوسه په بشپړه توګه نه دي خپرې شوي او حتی د سنا یا مشرانو جرګې له غړو سره هم نه دي شریکې کړای شوي.

د پاکستان د دولت یوه عالي رتبه چارواکي چي دا راپور یې لوستی او د تحقیق پر پایلو خبر دی، ویلي نږدي ۱۰۰۰ مدرسو له بهرنیو مالي سرچینو څخه په تیرو څو کلونو کې په دوامداره توګه په سلګونو ملیونه پاکستانۍ روپۍ تر لاسه کړي دي.

دغه چاروکي ویلي چې د پنجاب حکومت د دغو مدرسو پر وړاندي د شواهدو او لاسوندونو د تر لاسه کولو لپاره د استخباراتي ادارې او د پاکستان د فدرال تحققاتي ادارې مرستې ته اړتیا لري.

اوسمهال په پنجاب کې د موجودو دیني روزنځایونو شمیره ۱۲۰۰ ښودل شوي ده چې نیمايي هغه يې له حکومت سره راجستر شوي نه دي.

د یاد چارواکي په خبره ناجستر شوي دیني مرکزونه د شیطان تبرګي ته ورته دي چې هر کله وغواړي په هر چا خونړی ګوزار کولای شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغه هیوادونه چې له یادو مدرسو سره مرستې کوي په لاندي ډول یاد کړي دي.

د قطر له یادو مدرسو سره په تیر کال کې ۱۹۸ ملیونه پاکستانۍ روپۍ، کویت ۵۶ میلونه، سعودي عربستان ۴۲ ملیونه، متحده عربي امارات ۱۱ ملیونه، هالند دوه نیم ملیونه، د امریکا متحده ایالتونو نږدې یو ملیون، هانک کانګ یو ملیون، بحرین یو اعشاره دوه ملیونه پاکستانۍ روپۍ مرسته کړې ده.

د پاکستان حکومت تیره میاشت وروسته تر هغه د طالبانو او د دیني مدارسو د مالي سرچینو او فعالیتونو په باب پټ تحقیقات پیل کړل چې په پیښور کې وسله والو کسانو پر یوه پوځي ښوونځي د برید پر مهال په لسګونو ماشومان مړه او ژوبل کړل.

د پاکستان دولت ویره لري چي تندلاري د دوی په دیني مرکزونو کي تر زدکړو وروسته حتی په پاکستان کې هم ځیني اهداف په نښه کوي.

افغان دولت څو ځله له پاکستانه غوښتي ول چې د یادو مدرسو او هغو مرکزونو په تړلو لاس په کار شي چې د افغانستان کورني امنیت ته هم ګواښونه جوړوي.

لیکن د پاکستان حکومت تر اوسه پوري دا غوښتنه نه منلي او نه یي هم ورته پام کړی دی.

په همدي حال کې د پنجاب ایالت د مدرسو په اړه د راپورته شویو اندیښنو او له هغوی سره د بهرنیو ملکونو د مالي پټو مرستو د ډنډورې تر را پورته کیدو وروسته د پاکستان وفاق مسجد، تحفظ مدرسه او د پاکستان د عالمانو شورا پر حکومت غږ کړی چې د تورونو له لګولو دمخه باید خپل اسناد پوره او پاخه کړي که نه نو د مدرسو او دیني مراکزو د تړلو او د هغوی د بدنامولو ګنګوسي دې نه خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *