تاند- د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه نا پېژندویو وسله والو په پنجاب ایالت کې پر شیعه لمونځ کوونکو ډزې وکړې او لږترلږه لس تنه یې ژوبل کړل.
د يپنجاب ایالتي پولیسو خبریالانو ته وویل، حمله کوونکو، په چکوال ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د ماخوستن د لمانځه په مهال ډزې وکړې.
مرستندویې ډلې، چې له پېښې وروسته د ټپیانو د درملنې لپاره جومات ته تللي، وايي چې لس تنه ټپیان یې د چکوال روغتون ته رسولي دي.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او پولیسو هم څوک په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نه دي نیولي.
پولیس وايي، داسي ښکاري چې دا برید په اسلام اباد کې د اهل سنت والجماعت د ډلې د دوو مشرانو د وژل کېدو په وړاندې د سخت دریځو سني ډلو غچ اخیستونکی اقدام وي.
په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو وویل چې ناپېژندویو وسله والو د اسلام اباد په اووم سکټر کې فرقان چوک ته نژدې د اهل سنت والجماعت ډلې د عمومي منشي مفتي منیر احمد معاویه پر موټر ډزې وکړې او نوموړی یې وواژه.
په دې برید کې د دې ډلې یو بل مشر اسد محمود هم وژل شوی دی.
تراوسه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی خو باور کېږي چې دا برید به سخت دریځو شیعه ګانو کړی وي.
پاکستان له ډېرو کلونو راهیسي د مذهبي فرقه پالنې ښکار دی. تر یوه حده د پاکستان ایډیالوژي، چې دوی یې د پاکستان د بقا راز بولي، فرقه پالنې ته لار اواره کړې او تر یوه بریده د سعودي او ایران سیالیو فرقه پالنې ته لمن وهلې ده.