تاند- د پاکستان په پنجاب ایالت کې یوې کورنۍ، چې پر ماشومه لور یې جنسي تېری شوی و، د بدل په توګه د مقابل لوري پر یوې پېغلې جنسي تېری وکړ.
پاکستاني رسنیو پرون /چهارشنبه/ د ملتان د پولیسو په قول راپور ورکړ چې ملتان ښار ته نژدې د مظفراباد په کلي کې د هغې کورنۍ غړیو، چې پر ۱۲ کلنه ماشومه لور یې جنسي تجاوز شوی و، په ګډه پرېکړه وکړه چې د تجاوز کوونکي پر لور ډله ییز جنسي تېری وکړي.
محمد امین، چې پر ۱۲ کلنې لور یې د عمر وډا له لوري جنسي تېری شوی و، فیصله وکړه چې د وډا د کورنۍ پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د غچ په توګه تېری وشي.
پولیس وايي چې د محمد امین د کورنۍ له لوري د بدل له اخیستو وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
پولیس وايي چې دوی ته وروسته څرګنده شوه چې پر دوو نجونو جنسي تېری شوی دی.
پولیسو د دې قضیو په تړاو ۲۰ تنه توقیف کړي او د نجونو له طبي معاینو ورته ښکاره شوې چې پر هغوی جنسي تېری شوی دی.
Taand walo salamoona.
Da pa halakano jense terai shwai wo na pa injono….