تاند- د پاکستان د پنجاب ایالت په مظفر ګړ ښار کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ، چې ورسره زیاتی شوی و، د پولیسو له لوري د مجرم ته د خوشي کولو په اعتراض کې د عامو خلکو او پولیسو په مخکې ځان ته اور واچاوه.

اتلس کلنې امنه بي بي د پولیسو د ماموریت (تاڼې) مخته وروسته له دې ځان ته اور ورته کړ چې پولیسو عدالت په ځای نه کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پر اتلس کلنې امنه بي بي یوه میاشت وړاندې پنځو تنو ډله ییز جنسي تېري کړی و، د پېښې دوسیه د مظفرګړ ښار د میرهزار په تاڼه کې ثبت شوې وه او پولیسو په دې تور یو تن، چې نادر خان نومېده، نیولی و.

له یوې میاشتې څېړنې وروسته پولیسو، چې په فساد کې تر ستوني ډک دي، تورن کس بې ګناه وباله او هغه یې په ضمانت خوشي کړ.

 دې پرېکړې د کالج د لومړي کال زده کوونکې امنه سخته مایوسه کړه او د تاڼې د دروازې په خوله کې یې پر ځان تېل واچول او ځان ته یې اور ورته کړ. په داسي حال کې چې امنه د اور په لمبو کې سوځېده، شاوخوا یې پولیس او عام خلک نندارې ته ولاړ ول.

One thought on “په پنجاب کې یوه نجلۍ چې ډله ییز تېری پرې شوی و”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *