ښوونځی

خبرپاڼه

نېټه : ١٣٩٣-١-٥

کندهار، افغانستان- نن د پوهني رياست له لوري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي دوه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل سول.

د دغو ښوونځيو د پرانيستني په مراسمو کي د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري، د پنجوايي ولسوال او يو شمېر قومي مشرانو ګډون کړى و.

لومړى د محمد داؤد شاه ابتدائيه ښوونځى د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو کلي کي پرانيستل سو. په دغه ښوونځي کي ١٨٠ زده کوونکو په زده کړه پيل وکړ.

دوهم د تلوکان ابتدائيه ښوونځى په تلوکان سيمه کي پرانيستل سو، چي ٣٨٠ زده کوونکو پکي زده کړه پيل کړه. ياد دوه ښوونځي له کلونو راهيسې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي ول، خو اوس د سيمي د قومي مشرانو او د معارف رياست په هلو ځلو يو ځل بيا پرانيستل سول.

د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري د يادو مراسمو پر مهال وويل، په دې وروستيو کي دوى د قومي مشرانو، سپين ږيرو او ولسوالۍ په همکارۍ توانېدلي، چي تړل سوي ښوونځي پرانيزي.

نوموړي وويل: “د قومي مشرانو او ولسوالۍ له مسوولينو څخه مننه کوو، چي تل له پوهني رياست سره همکار پاته سوي دي. د ښوونځيو پرانيستل د دوى د همکارۍ ثمره ده.”

هغه زياته کړه، په پنجوايي ولسوالي کي به پاته ٢٥ ښوونځي هم د دوى په همکارۍ ډېر ژر پرانيزي.

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي د پوهني رياست له مسوولينو مننه وکړه، چي د دوى ولسوالۍ ته يې پاملرنه زياته کړې ده. هغه وويل: “موږ به تر وسه له معارف رياست همکاري کوو، تر څو د دغه ولسوالۍ پاته تړل سوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيزو.”

دا مهال په پنجوايي ولسوالۍ کي ٤٥ ښوونځي شتون لري چي له جملې څخه يې ٢٠ پرانيستي او ٢٥ د بېلابېلو لاملونو له مخي تړلي دي.

د يادوني وړ ده چي په پنجوايي ولسوالۍ کي ٥٣٠٠ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، چي له جملې څخه يې ٢٢٠ تنې انجوني دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *