13 – 11 – 2014
پنجوايي ولسوالي د کندهار ښار په جنوب لویدیځ کي پرته لویه ولسوالي ده چي اکثره خلګ يې په کرنه بوخت دي خو د زده کړي سره ډېره مینه لري .
په یاده ولسوالي کي اوس بشپړ امنیت تامین دۍ او خلګ يې په عادي ډول خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي ، چي ورسره سم سيمه ییزي ادارې هم په دغي ولسوالۍ کي د پوهني او روغتیا تر څنګ بیارغنیزي چاري پیل کړي دي چي یو مثال يې په دغي ولسوالي کي د ځوانانو او زده کونکو لپاره د یوه لوئ تفریحي پارک جوړول دي .
د پنجوايي د ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي په وینا چي دغه پارک په اته زره ميتره مربع مځکه کي جوړ سوۍ چي د لوبو د اړینو وسایلو تر څنګ پکښي د وال بال جالونه هم موجود دي ، دده په وینا چي مالي لګښت يې ( ۴۵۱۳۰۰۰ ) د CCI مرستندويه موسيسې لخوا ورکول سوی دئ (( دغه پارک چي څلورو ښوونځیو او یوې مدرسې ته نيژدې جوړ سوئ دئ زموږ د ولسوالۍ زیات ځوانان په خاص ډول زده کونکي به ورڅخه د لوبو او تفریح لپاره کار اخلي چي زده کړي ته د نورو ځوانانو په جلبولو کي مهم رول لري ))
یاده دي وي چي اوس د کندهار په ډيرو ولسواليو کي امنیتي وضیعت تر پخوا ښه سوئ دئ او پکښي د بیارغوني کارونه پیل سوي دي ، په ولسوالیو کي د بیارغوني ، روغتيا ، زده کړي ، کرني او نورو چارو پیاوړي کول د نوي حکومت په لمړيتوبو کي راځي خو کتونکي ددغو چارو په لاښه ترسره کولو کي د سيمي د خلګو همکاري اړينه بولي .
سرچينه : – د سولي کیسې پروګرام