نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٠٢

کندهار افغانستان- تېره ورځ دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي دوه تنه وسلوال طالبان په خپل ماين ختلي او دواړه وژل سوي دي.

دغو وسلوالو د پنجوايي ولسوالۍ د بدوان په ساحه کي پر عامه لاره باندي ماينونه ښخ کړي ول څو امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو دوى خپله د همدې لاري څخه د تېرېدو پر مهال په خپل ماين ختلي او وژل سوي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ په ياده سيمه کي د ملکي خلګو کورونه او استوګن ځايونه دي خو وسلوالو طالبانو د يادي سيمي ټو ل اوسېدونکي يې ايستلي او په دغه سيمه کي يې ماينونه ښخ کړي دي.

بل خوا بيا تېره ورځ په همدې ساحه کي درې تنه پوليس د لاري د يو ماين چاودني له امله ټپيان سوي چي دا مهال تر درملني لاندي دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دغه راز دياد ولسوالۍ د زنګ آباد په ساحه کي د طالبانو له خوا په يو ښخ سوى ماين کي يوتن ملکي وګړى هم شهيد سوى دي.

طالبان تل په عامه لارو کي د ماينونو په ښخولو سره غواړي چي امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو د دوى د ماينونو زيات قربانيان ملکي وګړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *