۱- شرط:- هلته ګناه وکړه چې الله دي نه وینې!!!، غلا وکړه، زنا وکړه، قتل وکړه، د بل حق وخوره، د بل توهین وکړه، د بل چا ناموس ته په سپکه وګوره، حرام وخوره، دروغ و وایه، خراب مال د ښه مال په نامه خرڅ کړه، د بل په تباهې او بدي کې خپله ګټه ولټوه، چغلبازي، شیطاني دغلبازي د ځان په ګټه او دبل په تاوان وکړه- او داسې نوري په صلونو ګناهونه هغه وخت وکړه او هلته يي وکړه چې الله دي نه وینې او له الله څخه پټ پاتې شې!!!. څه عجیبه منطق دی چې د هري لو او وړې ګناه په کړو د ځان په مثل له هر خطاکار او ګناهګارانسان څخه شرمیږي!. خو له لوي الله څخه نه شرمیږي!!
لوي الله چې ځمکه او اسمان او ور پکې مخلقات په دي ګواهې ورکوي چې، الله لیدونکی، پوهه، حکم او قادر دي: نه څوک څه پټ ورنه کړاي یا ساتلي شې نه هیڅ یو شئ د د له علمه او حکمه څخه د باندي دی! څنګه فکر درځې چې الله ستا له کارونو څخه ناخبر دی! یا ته چې څه کړې الله تا نه وینې؟!!
۲- شرط: – دا ټول ګناهونه وکړه! او بیشکه يي وکړه! خو د الله په ځمکه کې مکړه!! یو داسي ځاي ته لاړشه چې هغه د الله پاک ځمکه نه وي یا داسي یو ځاي ته لاړ شه چې هغه د الله ملکیت نه وي. ملکیت يي پرته له الله څخه د بل چا وي، یا خپل ځان ته خپل ملکیت پیدا کړه، او هره ګناه چې په مخ درشې وي کړه خو الله چې په کومه ځمکه تاته ژوند درکړې هلته ګناه مکړه!!!.
۳- شرط: – هغه وخت ټولې ګناه وي وکړه چې د الله له رزق څخه يي و نه خوري!!. بل شی د ځان رزق کړه چې د الله نه وي یعني هغه وخت ګناه وکړه چې خپل ځان ته پخپله رزق پیدا کړي د الله خلق شوی رزق ونه خوري!!!. او د الله په درکړي رزق دي ځان مه مستوه!!. د الله په رزق دي د ځان وینه او اینرژې مه ډیروه بیا بیشکه ګناه وکړه!!
۴- شرط: – ټول ګناهونه او څه چې دي زړه غواړي ویکړه!!!، په دي شرط چې د سوال او ځواب په ورځ د محشر په میدان چې دي د عذاب فرشتې ونېسي او د دوزخ لور ته دي کش کړي خپل ځان ورڅخه خلاص کړایشې!!!
۵- شرط:- ګناه وکړه خو چې د محشر په میدان له خپلو ګناهونو څخه انکار وکړایشې!!په هغه ورځ کله چې ژبه دیته تیاره شې چې له ګناه څخه انکار وکړي! خو په خوله به د چوپتیا مهر ووهل شي!! بیا به خوله او ژبه د یوه سپڼ کولو اختیار او توان هم نه لري!! او ستا خپل اندامونه به په تا او ستا په ګناهونو شاهدي واي!! ستا لاسون ستا پوښې به ستا د ټول عمر تیرو شوو ګناهونو شاهدي ورکوي چې تا په ټول عمر کوم کوم ګناهونه کړي!!. نن خبرکول د ژبې کار ندي بلکه نن اندامونه خبري کوي!! نن به ستا د ټولو معصیتونو حساب کیږي ستا وجود اندامونه به ستا د ګناهونو حساب ورکي !!! ای انسانه کولاي شې چې له دي پورته پنځو شرطونو څخه یو يي هم پوره کړي!!! نه هیڅکله هم نه!!! نو بیا ولي او څنګه ګناه کويې؟!!!
که د ځان لپاره دا جواز جوړه وي چې عاجز یم نفس او شیطان راسره دي ګناه مې کړي او راڅخه کیږې!! سمه ده!! خوراځه چې لا د توبې دروازه نه وي بنده، توبه وباسو خپل مهربان، بخښونکې، لوي او د هرڅه خالق او مالک الله ته ځان تسلیم کړو او له تیرو ګناه هونو څخه په اخلاص توبه وباسو، او هیره نه کړو چې موږ الله وینې!!! موږ الله نشوغلطولاي!!! موږ د الله له عذابه څخه ځان نشو ژغورلاي.!! را ځه چې دا پورتنې پنځه سوالونه تل په یاد ولرو. تل ځانته دا په یاد کړو، چې الله هر وخت په هر ځاي کې موږ وینې!! موږ چې هرڅه په ځمکه کوو هغه د الله ځمکه ده!!. هغه نعمتونه چې موږيي د ځان د ښه ساتولو او ژوندکولو لپاره خورو یا استعمالو هغه د الله دي!! دا په یاد وساتو چې د الله د عذاب له فریشتو څخه د محشر په ورځ په هیڅ ډول ځان نه شو خلاصه ولاي!!
دا باید هیره نه کړو چې د محشر په میدان دا امکان نه لري چې تیزي، چالاکې وکړو، دروغ و وایو، رشوت ورکړو، واسطه وکړو… په هغه ورځ به زموږ په خوله مهر لګیدلې وي او زموږ خپل اندامونه به په موږ او زموږ په ټولو ګناهونو او ناوړه کارونو شاهدي وايي . که دا په یاد ولورو بیا به موږ په هیڅ پټ او ښکاره ځاي کې ګناه نکړو! موږ به هیڅ وخت و ګناه کولو ته فکر هم نه کړو، ځکه چې زموږ به دا یقین جوړ شې چې موږ خداي تعالی په هر ځاي په هره لحظه وینې!! او موږ به د ګناه په وخت خداي وینو او د انسانانو په ځاي به له لوي الله څخه ویره او حیا کوو او خپل ټول بد کارونه به له الله څخه پټه وو، او له هغه څخه به شرمیږو!!! او له الله څخه د بدو کارونو پټولو او له هغه تعالی څخه د شرم او حیا یوځینې چاره داده چې د بدو کارنو کول خو لا بریږده خو فکربې هم و نکړایشو!! موږ به په ټوله معني له ګناهونو څخه پاک او سپڅلې انسانان ووسو او موږ به په اصلي معني کي د خداي هغه انسانان یو چې لوي الله د دي ځمکې لپاره خپل خلیفه ټاکلي دي
سباؤن ورور پینځو داسې ټکو ته اشاره کړې چې ددنیا او آخرت په تړاو یې هرڅه په کې را نغاړلي دي . ځکه چې له الله تعالی (ج) څخه هېڅ شی پټ نه دي . هغه ذات پر هر څه علم قدیم لري او بصیر ( لیدونکی ) ذات دﺉ . مخلوق یې که ویښ وي یا بیده ، پر سد وي یا نشه ، روان وي یا ساکن ، پروت وي یا ولاړ ، یوازې وي یا بل څوک ور سره وي ، شپه وي یا رڼه ورځ ، واکمن وي یا بې واکه او کاواکه ، عسکروي یا افسر ، بندي وي یا آزاد ، روغ وي یا ناروغ ، په ټولو حالاتو کې خدای پاک خپل بندګان څاري او ذره ذره محاسبه یې د کرام الکاتبینو په لاس لیکي ، تر څو علم الیقین یې عین الیقین ته ور واوړي . چې هلته بیا فاعل او مفعول او د هغوی خپل ځانونه ، محل د وقوع او نور مخلوقات ټول پرې شاهدي وایي .او د فاعل او مفعول ټول کړه وړه ددوی په (کتاب موقوتا) کې درج وي . بل داچې رزق د الله تعالی له خوا خپل مخلوق ته ورکول کېږي ، او په ورځ د آخرت به هېڅوک یو قدم نه وړاندې او نه وروسته شي تر څو د الله تعالی له لوري یې دده د ورکړ شوي رزق ځواب نه وي ور کړی چې دا رزق دې له کومې لارې په لاس راوړی ؟ او پر څه باندې دې مصرف کړی دي ؟ بل داچې ګناهکار انسان هم د خدای تعالی پر ځمکه ګرځي ، هم یې له ټولو نعمتونو خوندونه او ګټه اخلي او هم طاغي او سرکشه انسان بیا ګناهونه ور باندې کوي او د الله (ج) له ښکاره اوامرو څخه سر غړونه کوي . خو کله چې د ځمکې پر مخ دداسې انسانانو رزق او روزي قطع او قدمونه یې پوره شي ، د مرګ په ګوزار یې خوله ماته شي ، نو بیا د غضب د ملایْکو په وړاندې څه ځواب ویلی شي او چېرې به ترې تښتي ؟
ګرانه سباؤنه وروره ! ستالیکنې او ایماني مسؤلیت ادأ کولو ته درناوی . خو دافغانستان په دغه معتاد او مافیایي سیستم کې دا خبره پر چا منې ؟ ځکه هغوی پر دې باندې یقین لرې چې ګناه خپله شاهکاري او باتوري بولي او پر ګناهونو باندې افتخارکوي .
الله دې موږ او دوی ټولو ته پر نېکیو باندې هدایت وکړي . او نور دې الله پاک پر دې مظلوم ملت او خاموش اکثریت باندې ورحمېږي ځکه خپل او پردي ټول په ګډه ددې خاورې او ددې خلکو دښمن جوړ شوي . چایې نظامونه ور ړنګ کړل ، چایې شتمنۍ چور او لوټ کړې ، چا ژوندي تر ګلېډرو لاندې ښخ کړل ، چا د زندانونو په تورو سلولونو کې د تورو تمبو تر شا وغورځول ، چا یې عفت او آبرو تویې کړه او ناموس ته یې په سپکه سترګه وکتل ، چا یې ځمکې او جایدادونه غصب کړل ، چایې پر ( آی کیو ) او چایې پر کوپړیو باندې مېخونه ور ټکوهل ، او چایې د څوکۍ ـ رتبې او نورو مادي او معنوي امتیازاتو حق ترې واخیست ، د اصلي مأمورینو حقوق یې پر مصنوعي ټایپسېتانو او ترجمانانو باندې تقسیم کړل . هو! د اصلاحات اداري او د نوي راتلونکي حکومت اصلي څېره او تشکُل همدغه دﺉ . دوی لا له وړاندې د الله تعالی له فرمانونو تمرّد کړی او نه یې دي منلي .نو په راتلونکې کې به یې څه ومني ؟ حکومتي څوکۍ ټولې میراثي شوې . ددوی پنج بنأ د سباؤن ورور له یادو پینځو اساسي ټکو سره په ټکر کې ده . او غربیان او ګاونډیان هم د خپلو ګټو له پاره دهمدغه ډول خلکو ملاتړ کوي .پس تاسو ته دې خدای تعالی اجرونه درکړي ، د افغانستان مظلوم ملت ته دې خدای پاک د زړه صبر ور کړي او موږ او دوی ټولو ته دې خدای پاک هدایت وکړي ، . ةننه .