تاند- په پولنډ کې دوو تنو ادعا کړې چې د نازي حکومت له سرو زرو او مرغلرو بار اورګاډی یې، چې د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کې بې درکه شوی و، موندلی دی.
د بریتانیا د انډیپنډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې، یعني په ۱۹۴۵ م کال، کله چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه د جرمني لور ته نژدې شول، ویل شوي و چې د هیتلر د نازي حکومت یو زغره وال ترین، چې سره زر او قیمتي مرغلرې پکې بار وې، د ختیځ جرمني بریسلاو ښار ته نژدې ورک شو.
بریسلاو ښار اوس د پولنډ په کنټرول کې دی او نوم یې په وروکلاو (Wroclaw) وربدل کړی دی.
د پولنډ په جنوب لوېدیځ کې د مدافع وکیلانو او قانوني چارو یو شرکت وايي چې دوو تنو ورسره تماس نیولی او ویلي یې دي چې دا اورګاډی یې موندلی دی، دوی په دغه اورګاډي کې د موجودو سرزورو او نورو قیمتي وسایلو د ارزښت په سلو کې ۱۰ غواړي.
د پولنډ د وروکلاو راډیو وویل چې د دغو دوو تنو ادعا د سیمې د خلکو هغو څرګندونو ته ورته والی لري چې ویل یې کسیاز کاسل (Ksiaz Castle) ته نژدې په یوه تونل کې د جګړې په پای کې یو اورګاډی تری تم شو.
دغه تونل وروسته ونړېد او بېخي هېر شو.
ادعا کوونکو هغه قانوني دفتر ته مراجعه کړې چې له کسیاز کاسټل څخه دوه مایله لېري دی.
یو ادعا کوونکی جرمنی او بل پولنډی دی.
ویل کېږي چې اورګاډی ۱۵۰ متره اوږد و او ممکن شاوخوا ۳۰۰ ټنه سره زر به پکې بار ول.
دا هم ویل شوي چې دا سرزر، چې نازیانو په بېلابېلو هیوادونو کې لوټ کړي وو، د دې لپاره برلین ته وړل کېدل چې شوروي پوځیانو د لوېدیځ په لور پرمختګ کاوه.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس ته د (Walbrzych) د ولسوالي جرګې یوه غړي (Marika Tokarska) وویل: «حقوقپوهان، مدافع وکیلان، پوځ، پولیس او د اطفایې اداره پر دې مسلې کار کوي. دا سیمه هیڅکله پلټل شوې نه ده او موږ هیڅ نه پوهېږو چې هلته به څه وي او څه نه وي، ممکن دا اورګاډی موندل شوی وي.»