رخصتي چې د دولت او یا لوړپوړو چارواکو له لوري اکاډمیکو ځایونو ته ورکول کېږي، که له یوې خوا د محصلینو او زدهکوونکو د خوښې وړ دي خو له بلې خوا ځینې محصلین او زدهکوونکي شته چې پر دغو رخصتیو نه دي راضي. که موږ د هغوی نظر واورو نو تر ډېر حده په حقه دي، که موږ خپله هم ځیر شو دغه رخصتۍ د محصلینو د زدهکړو تر ټولو لوی خنډ ګرځي؛ درسي پلان ځنډېږي، محصلین او استادان له درسونو وروسته پاتې کېږي او د ټولګي د نظم د ګډوډۍ لامل دي. کله چې درسي پلان وروسته پاتې او ګډوډ شو، د محصل زدهکړې هم وروسته پاتې کېږي.
دغه رخصتۍ تر ډېره د هغو لاملونو له امله دي چې په اکاډمیکو ساحو پورې اړه نه لري. مثلا ً د جهاد د کامیابۍ ورځ، د شهیدانو ورځ او نورې ناټاکل شوې ورځې لکه لویه جرګه. دا هغه څه دي چې د دولت او سیاست اړوند دي او اکاډمیک ځایونه باید له سیاست سره کوم تړاو ونه لري. بل هغه رخصتۍ دي چې د استادانو او اکاډمیکو مرکزونو له لوري محصلینو ته ورکول کېږي، لکه سږ کال پنځلس ورځې د استادانو درسي اعتصاب او یا د کانکور ازموینې چې دغه رخصتۍ هم د محصلینو د درسونو د ځنډ لامل کېږي. پنځلس ورځې کم وخت نه دی چې یو محصل له درسونو وروسته پاتې شي، دا پنځلس ورځې د یوه محصل د ټول سمستر ستونزه کېږي. د کانکور لپاره که درې ورځې رخصتي هم ده، خو دغه درې ورځې درس پوره پوره وروسته پرېږدي. زموږ د پوهنتونونو مسوولین کولای شي دغه ازموینې د جمعې پر ورځو واخلي چې هم به محصل له زدهکړو وروسته نه پاتې کېږي او هم به ازموینه اخیستل شوې وي.
که موږ دغه ورځې وشمېرو او بیا د خپل علم ته تږي هېواد حالت وګورو، خپلو ځانونو او د وطنپرستۍ کاذبو دعوو ته به مو خندا ایساره نهشي. درې ورځې د روژې رخصتۍ شي، لس ورځې د اختر رخصتۍ شي، یوه میاشت د لویې جرګې غوندې پېښه شي، یوه ورځ د یوه شهید په نامه شي، بله ورځ د بل شهید په نامه، بله ورځ ټاکنې شي، بله ورځ عاشورا شي، پنجشنبه او جمعه خو هسې هم رخصت دي. د زدهکړو،کار او پراختیا لپاره د کار وخت کوم شو؟ رخصتۍ د هېواد پر اقتصادي وده او زدهکړو د تبر ګوزار دی. په پوهنتونو کې چې تر څو محصلین کتابونه لس لس پاڼې لولي، سمستر نیمايي شي او څو چې درسونه نیمايي کېږي د سمستر وخت خلاص وي. همدا به مو د هېواد روښانه راتلونکی وي او همدغو خلکو ته به هېواد سترګې نیولې وي؟
پنجشنبه ورځ که څه هم د دولت له لوري رسمي ورځ اعلان شوې، خو په پوهنتونونو کې لا تر اوسه هم کوم درسي ساعت نشته او هغه ورځ یې هم داسې کړې لکه رسمي رخصتي چې وي.
زدهکوونکي هغه خلک دي چې باید استادان او تعلیمي نظام هغوی د زدهکړو لپاره مجبور کړي، ځکه د هغوی سن په داسې حالت کې نه دی چې د خپلو ښو په اړه فکر وکړي او زدهکوونکي او محصلین د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري چې د هېواد راتلونکی یې په لاس کې دی؛ خو د هغوی راتلونکی د مسوولینو له لوري د خرابېدو په لور روان دی.
حکومت باید علمي ځایونه مجبور کړي چې له بېځایه رخصتیو ډډه وکړي. د هېواد امنیتي ارګانونه دې د مصنوعي شهیدانو پر ورځو لنډهغرو ته اجازه نه ورکوي چې د ښار امنیت او ټیکاو وګواښي او خلک له عادي ژونده شاته کړي. د پنجشنبې ورځې رخصتي دې په جبري ډول ختمه شي او څوک چې سرغړونه کوي باید حساب ورسره وشي. د کنفرانسونو او نورو سیاسي معاملو پر ورځو دې د امنیت په برخه کې فکر وشي او د علمي ځایونو مسئله دې له پامه نه پکې غورځول کېږي. که دغو کارونو ته پام ونهشي او همداسې روان وو، د هېواد راتلونکی نسل به مو یوازې د باباګانو په تورو او مېړانو ویاړي او خپله به د نورو تر جبر لاندې د مجبورۍ او ذلالت ژوند کوي.