څه موده وړاندې په کابل پوهنتون کې د چارواکو، استادانو او محصلینو ترمنځ ډېرې ناندرۍ وشوې، چې په ترڅ کې یې د کابل پوهنتون د محصلینو درسي بهیر تر دریو اونیو هم ډېر وځنډيده خو لا یې هم  پایله نده معلومه. بده یې لا دا چې په کابل پوهنتون کې زموږ استادان د نویو اعتصابونو خبرې هم کوي. په بدبختۍ چې د هېواد په پوهنتونونو کې دا لومړۍ او ورستۍ پېښه نده. دې ته ورته ډېرې پېښې زموږ په پوهنتونونو کې تېرې شوې دي او که څوک لاس په کار نشي نو تکرار به هم شي. خو پوښتنې دا را پیدا کېږي چې ددې او دې د ته ورته پېښو اصلی لامل څه دی؟ آیا رښتیا هم هسې چې ویل کېږي یوازې بهرني لاسونه ددې پېښو تر شا دي؟ ولې زموږ د هېواد له لوستو ځوانانو څخه یو څوک دومره په اسانۍ ګټه اخیستلای او خپل پروګرامونه د هغو څخه په ګټنې عملي کولای شي؟ څوک او څرنګه باید ددې پېښو مخه ډب او یا لږ تر لږه د هغو ځواک را کمزوری کړي؟

که د یوه پلوه په قانون کې پوهنتونونه د زده کړې مرکزونه بلل شوي دي چې هلته هر رنګ سیاسي فعالیتونه منع دي، له بله پلوه بیا همدې پوهنتونونو ته د ځوانانو د جذب پروسه دومره له درغلیو ډکه ده چې ډېری کسان او ډلې په ډېره اسانۍ په هغې کې لاسوهنه کولی شي. تر څو هغه کسان چې دوی یې غواړي پوهنتونونو ته لار پیدا کړي او په راتلونکې کې د همدغو کسانو څخه په ګټه اخیستنې سره خپلو موخو ته ورسېږي.

د تېر کال په کانکور کې هم له هغو ولایاتونو څخه ډېرکسان کامیاب شوي و، چې ډېری یې د زده کړو تر ټولو لږ امکانات لري، خو له کابل څخه چې له هره پلوه د هېواد د ولایتونو په پرتله د زده کړې ښه امکانات لري ډېر کم کسان بریالي شول. دلته په کابل کې د دولتي او شخصي ښوونځيو تر څنګ د کانکور لپاره د تیارۍ ګڼ مرکزونه فعالیت کوي چې دا ټول په هر لحاظ د ټولو ولایتونو د زده کړو د مرکزونو په پرتله غوره امکانات لري. دا پرتله د کانکور په ازموینو کې د درغلیو ښکاره ثبوت دی.

هېڅوک هم دا دعوا نشي کولای چې د ولایتونو څخه د کانکور ټول ګډون وال په پوهنتونونو کې د منلو وړ ندي خو هر سالم عقل دا مني چې له ولایتونو څخه کامیاب شوي ډېری کسان د درغلیو په پایله کې پوهنتونو ته راغلي دي. په ۱۳۸۷ ل کال کې چې زه د کابل ښار د حبیبیې په عالي لېسه کې د دولسم ټولګي زده کوونکی وم زموږ یو ټولګيوال ـ چې تېر کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځی څخه فارغ شوـ  د څلور نیم میاشتنیو ازموینو څخه ورسته د خپل ولایت دایکندي هغه ښونځي ته ځان بدل کړ له کوم څخه چې هغه پخوا د کابل لېسې ته راغلی و، دلیل یې هم د ده په وینا دا و چې هلته په کانکور کې کامیابېدل د پټو سترګو خبرې دي؛ ځکه هلته د کانکور د ازموینو څارونکي د هماغه ولایت د لېسو هغه ښوونکي دي کوم چې د کانکور د همدې ګډونوالو په کلونو کلونو ښوونکي پاتې شوي وو او اوس یې ښه له نژدې پیژني. خو تر دې هېښوونکې یې بیا دا وه چې زموږ دغه ټولکیوال لا هم په کابل کې اوسېده او د دایکندي په لېسه کې یې د غیر حاضرۍ هېڅ پروا نه لرله؛ اصلا دی هلته غیرحاضر  نه ګڼل کېده! ورسته بیا زه د پوهنتون په دوره کې پوه شوم چې دا یوازې زموږ ټولګيوال نه و چې له کابل څخه یې په کانکور کې د بې پایلې کېدو له وېرې دایکندي ته پښې سپکې کړې وې او هلته بې له دې چې څلور میاشتې په ټولګي کې کښېني له دولسم ټولګي فارغ او په کانکور کې بیا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ته بریالی شو،  بلکې دا یوه پراخه او منظمه لړۍ وه چې ورسته تر دایکندي په نورو ولایاتونو کې هم رواج شوي وه.

د درغلیو په مرسته دا کامیاب شوي ځوانان چې کله په مختلفو پوهنځیو کې د تحصیل په چوکۍ کیني نو په زور یا رضا د خپلو پخوانیو مرستندویانو او مشرانو سره همکارۍ او مرستې کولو ته غاړه ږدي؛ کومو چې دوی تر پوهنتونو را رسولي دي. نو ځکه خو یې هره ورځ غونډو او دفترونو ته ورځي او که ضرورت شي نو په نه خبره په اعتصابونو او مظاهرو د لاس پورې کولو له لارې په پوهنتونونو کې د زده کړو بهیر ګډودوي څو له یوې خوا ځانونه مطرح کړي او له بلې خوا د خپلو مشرانو سیاسي او ټولنیز واک ځواکمن وښایي چې دولت بیا هغوی ته ددې مصنعوي ځواک په بدل وړیا امتیازونه ورکړي، تر دې چې که چېرې دوی په کوم مضمون کې ناکام هم شي نو د خپل ښوونکي په وړاندې هم همدا پالیسي کاروي؛ چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځی ورستۍ پېښه یې ښه بېلګه کېدای شي.

د پورته مستندو پېښو څخه دا په ډاګه کېږي چې د کانکور درغلۍ او د هغو څخه د ممکنه را پورته کېدونکو ستونزو ریښې یوازې د لوړو زده کړو په وزارت کې ندي محدودې، بلکې دا یوه پراخه او منظمه پروژه ده چې د ډېرو شومو اهدافو لپاره په پراخ ډول، د منظمو ډلګیو او افرادو له لورې پرې کار کېږي. له سیاسي مشرانو نېولې بیا د لوړو زده کړو تر وزارت پورې  ټول پدې لړۍ کې سره همغږي او د یوه بل په مرسته یې په کانکور کې د درغلیو له لارې په پوهنتونونو کې داسې ډلې جوړې کړې دي چې هر وخت ترې هر ډول ګټه اخیستلای شي.

اوس اوس چې په ښوونځیو کې څلورنیم میاشتنۍ ازموینې تېرې شوې دي او ښایي د مرکز له لېسو څخه ولایاتونو ته بیا د زده کوونکو د سه پارچه کېدو لړۍ ګرمه شي نو د پوهنې وزارت باید دا لړۍ کلکه تر څارنې لاندې ونیسي. د لوړو زده کړو وزارت هم چې شپې پوهنتونونو ته د بریالي کېدو لپاره له ځوانانو څخه په لنډو ورځو کې د کانکور ازموینه اخلي نو په کار ده چې په دې او د کانکور په نورو ازموینو کې د دغو ډلو د لاس وهنې څخه د مخنېوي په موخه لازم ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *