څو میاشتې وړاندې د خیبر پښتونخوا ایالت د هریپور ښار په هریپور پوهنتون کې د یوې شخړې په ترڅ کې شپږ تنه افغان محصلین بندي کړل شوي ول چې وروسته د قنسلګرۍ د چارواکو په هلوځلو بیرته آزاد کړل شول او له قنسلګرۍ څخه راغلو استازو ژمنه وکړه چې د نوموړو محصلینو د تحصیل ادامې لپاره به له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي او دغه محصلین به په پاکستان کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي، خو تر اوسه د یادو چارواکو له لوري د دغه محصلینو د تحصیل د ادامې لپاره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مرسته او همکاري ترسره شوې نده.

موږ له دغه چارواکو څخه په ورکړل شوو ژمنو عمل غواړو.

که نن دغه ښاغلي د دې محصلینو په ستونځو سترګې پټوي نو موږ محصلین به رسماً په بهرنیو چارو وزارت کې له دغه چارواکو څخه خپل شکایتونه درج کړو.

اخراج شوي محصلین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *