تاند- له بغلان ولایت څخه په رارسېدلیو راپورونو کې ویل کېږي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پُلخمري ښار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده.

د بغلان ولایت چارواکي وايي، نښته هغه مهال ونښته چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته /چهارشنبه/ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي وايي، په دې نښته کې لږترلږه ۱۰ امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.

نعمتي همداراز وايي چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰ پوستې له ډېرو وسلو او وسایلو سره ویجاړې شوي دي.

خو د بغلان والي یوازې د ۲ پوستو ویجاړېدا او د ۱۰ پولیسو وژل کېدا تاییدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *