زما د تیرې لیکنې په ادامه (پښتانه په ویښه خوبونه ویني)
مونږ له کوچنیوالي دا اورو او لولو چي په اتفاق کي برکت دی، مونږ همیشه د کورنی، اجتماع او هیواد په سطحه د اتفاق او اتحاد دعاوی کوؤ او شعارونه ورکوؤ. رښتیا هم په اتفاق کي ډیر برکت وی. په ګډه کولای شو د ژوند ډیری ستونزي حل کړو او د ژوند ډیری اسانتیاوی برابري کړو. په اتفاق او یواوالی ولسونه خپل تقدیر بدلوی ، کچیری مونږ په یو اواز سره را پورته شو کولای شو د خپل هیواد او د راتلونکي نسلونو لپاره د تعلیم ، صحت، د پرمختګ او د سوکاله ژوند زمینه برابره کړو. خو دا هرڅه به هغه وخت ممکن وي چي مونږ په اتفاق او اتحاد واوسو، ولی له بده مرغه مونږ د بی اتفاقی په داسی رنځ اخته یو چي هیڅ هم نشو کولای او تش په شعار ژوندي یو. مونږ پښتانه یوازی په زیو او په خیلو نه دی ویشل شوی، پښتانه په طالب، حزبی، خلق، پرچم او داسی نورو ډلو او کتګوریو ویشل شوی. زمونږ په سیمو کي ښونځي یا تباه شوی یا بند دي ( د طالبانو او حزب اسلامي له برکته) کلي مو ویجاړ دی، نه د صحت اسانتیاوی شته او نه هم سړکونه او پلونه جوړ شوی، نه فابریکی لرو او نه هم د روزګار نور اسباب شته او د زراعت په برخه کي هم له ټولو وروسته پاتی یو، لنډه دا چي مونږ حتی د ژوند ړومبنی اسانتیاوي هم نلرو، تکنالوژي او پرمختګ خو لا پر ځای پریږده. پښتانه یا د طالب په انتحاری کي وژل کیږی، یا د ناټو په ړنده بمباري کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
مونږ پښتانه ډیری وخت د موجوده بدبختیو او بی اتفاقیو لامل نور ګڼو، کله وایو چي دا د دنیا سیاست دي چي پښتانه نه غواړي، ځینی وایي چي پنجابيان د پښتنو ازلی دښمنان دي او دغه اوسنی وضعیت د دوی جوړ دی، ځینی وایي چي دا د پښتنو سیاسي مخالفین دي چي د پښتنو مخه نیسي. البته دا تر یوی اندازی پوری صحیح ده ولی که رښتیا ووایم تر ډیره مونږ په خپله قصوروار یو، مونږ خپل ځانونه په زیو او خیلو ویشلي، مونږ ځان ته مشران نه دی ټاکلي ولی په مونږ تحمیل شوي (البته زما اشاره اوسنیو مشرانو ته ده) مونږ خپله په خپلو مشرانو ملنډي وهو او بیا د عدم رهبریت چیغي وهو.
اتفاق او یووالی په پښني ټولنه کي یواځي تر یوه شعار پوري محدود ده، مونږ په خپله ټولنه کي سره ویشل شوي یو او هرکله چي څوک وغواړی پښتانه ډیر په اسانه سره ویشي او د دوی ترمنځ ګډوډی او بي اتفاقی راپیدا کوی. مونږ په تیرو دری نیمو لسیزو کي خپل مشران له منځه یوړل چي د هغي له کبله د رهبريت ستره خلا رامنځ ته شوه او له دغی خلا نه د پښتنو سیاسی مخالفینو پوره ګټه پورته کړه، هغوی ځانونه منسجم کړل ، د نړیوالو توجه یي خپل ځان ته جلب کړه، او خپل مافیایي سیستم یي په سیاسي حرکتونو او اقتصادي قوتونو بدل کړ.
د پښتنو سیاسي مخالفینو د دوی �� ځپلو لپاره ډول ډول پلانونه جوړ او پلي کړل او په دي اواخرو کي یي د پښتنو د ویشلو لپاره زوړ ویروس چي د غلجی او درانی شعار دی بیا بازار ته راو ایست او ډاکټر عبدالله او د هغه ډله له دغه ویروسه په ډیره هوښیاری کار اخلي. هغه په دي پوهیږي چي پښتانه څومره ژر په دغه ډول شعارونو غولیږي. د مثال په ډول: که ځیر شو لا تراوسه د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د لمړی پړاو پایلی نه دي اعلان شوي او نه هم د دوهم پړاو ټاکنو رسمی اعلان شوی خو لکه څرنګه چي د عبدالله ټیم د هرکار لپاره له مخکي تیاری نیسي او په خورا زیرکتیا او هوښیاری سره خپل کارونه پر مخ بیایي نو د پښتنو د ویشلو دغه ویروس (درانی – غلجی) یي مخکي له مخکي استعمال کړ او تر ډیره په کښی بریالی دی. البته د یادولو وړ ده چي د سرکس دوه لوبغاړی (شیرزی او زلمی رسول) چي په هیڅ وجه د جنوب د پښتنو نمایندګي نه کوي خو دغه ډول تش په نامه مشران د پښتنو په خلاف د استعمال وسیله ګرځي.
که تیرو ۱۳ کلونو ته ځیر شو د شمال ټلوالی خپله ډله ډیره منظمه کړي، دوی په دغو کلونو کي د ژوند په هره برخه کي پراخه پانګونه کړي، ډیر پرمختګ یي کړی او ښي لاسته راوړني لري. د شمال ټلواله له بل هروخته اوس ډیره منسجمه او منظمه ده. دوی د هیواد په هرګوټ کي د ژوند په هره برخه کي خپل ځانونه غښتلی کړی، حال داچي دغه ټلواله د یوی ولسوالی پوری تړلی یوی ډلی له لوری رهبري کیږی او ټول امتیازات د دغی ولسوالی په برخه دي. زما په اند ددوی د دغی کامیابي راز د دوی په اتفاق او یو والی کي دی. دوی په تیرو ۱۳ کلونو کي وکولای شول چي د ډیرو منظمو پلانونو په پلی کولو سره له خپلو لنډغرو څخه غښتلي مشران جوړ کړی، تاسی وګوری د دفاع په وزارت کي نیمایی جنرالان د شمال ټلوالی غله دي، د بهرینو چارو په وزارت کي له نیمایی څخه زیات دیپلوماتان دیادی ډلی لنډغران دي، د کورنیو چارو په وزارت کي له نیمایی څخه زیات ریاستونه د دوي له بیسواده او بی کفایته مشرانو سره دي، د اکثره ولایاتو امنیی قوماندانان، ولسوالان، د ولسوالیو دامنیي قوماندانان او داسی نور کلیدی پوستونه له دوی سره دي چي یادي لاسته راوړني د دوی د اتفاق ثمره ده.
اوس پوښتنه داده چي مونږ پښتانه ولی بی اتفاقه یو؟ مونږ ولی سره نشو یو کیدای؟ حال دا چي که ځیر شو په هیواد کي له ټولو زیات باسواده پښتانه دی، د هیواد په کچه تکړه حقوق پوهان، سیاستدانان، ډاکټران، انجینران، مدیران، تخنیک کاران، تجاران، استادان، لیکوالان، شاعران، ادیبان ، هنرمندان او داسی نور پښتانه دي.
زما په اند د پښتنو د بدبختیو یو ستر لامل د دوی بی اتفاقي ده. دوی اوس هم په ویښه خوبونه ویني، په خیالي دنیا کي ژوند کوی. هره ورځ په خپل ساخته تحلیلونو سره ځانته تسلي ورکوی. ترڅو پوري چي پښتانه په اتفاق نشي، ددوی حالت نه بدلیږي. پښتانه باید د خپل ولس د رفا او د هغوی د ژوندانه د وضعیت د بدلولو په برخه کي جدي شي. داسي هم نه ده چي پښتانه هیڅ نه کوی او له یو مخه د خیر په ګدی ناست دی، پښتانه ډیر څه کوي خو په انفرادي او تیت شکل، پښتانه اتفاق او یو والی ته تر بل هروخت ډیره اړتیا لري، دوی باید خپلي هڅي او تلاشونه سره مشترک کړي، یوبل ته د ورورولی لاسونه ورکړي، د نفاق ټغر ټول کړي، د خپلو نسلونو راتلونکي وژغوري، په یاد ولری سږنی ټاکنې یو ازمایښت دي، دا یو فرصت دی او که خدای مکړه دغه فرصت مو له لاسه ورکړ او دغفلت له خوبه راویښ نشوی، نو ممکن له داسی عواقبو سره مخ شي چي د اوسنی وضعیت په ارمان شي. دا یوازی اوس نه دي لا پخوا خوشحال خان خټک د پښتنو له نفاقه سر ټکاوه لکه چي وایي:
اتفاق په پښتانه کي مونده نشی ګنې ما به د مغل ګریوان پاره کړ
هره چاره د پښتانه تر مغل ښه ده اتفاق ورسره نشته ډیر ارمان
که توفیق د اتحاد پښتانه مومی زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
د پښتنو د اتفاق، سوکالی او پرمختګ په هیله، کمال خان – لندن
کمال خان صاحب سلامونه او نیکی هیلی، دیر شه لیکنه ده، مونژ باید دا ولیکو چی سنگه د تولو ولسونو او قومونو ترمینخ وروولی او اتفاق راوستای شو. زه فکر کوم که مونژ یوازی د پشتنو په باره لیکنه وکرو او دوی وهسو چی د نورو سره په تکر کی شی. دا به دیر خطرناک وی
داوده !كه سه بلا يي!؟
كه خپل خلك اتفاق ته رابلل د نورو قومونو سره د
تكر علامه وي نو لدي مالوميگي چي ستا بادارانو شمالي تولوالي
بيا دا خطرناكه لوبه ديره پخوا پيل كريده
What’s your real name Mr.Jamal khan.. Lol…pukhtana ham tooraa obaseee awo Kala Che pe rasheee no bia ham koona obasee…lol…good article but source is not attentive..