په پښتني ټولنه کې د سندرغاړي مقام  – د خان زمان کاکړ او بارکوال مياخېل مکالمه

د پښتو پر ولسي سندرغاړې زرڅانګې او د هغې پر کورنۍ تر بريد وروسته پر ټولنيزو رسنيو پښتنو يو تود غبرګون وښود، په دې غبرګون کې يوه مشترکه او مقبوله نکته دا وه چې د پښتنو په ټولنه کې د سندرغاړو هيڅ قدر نشته، پښتانه سندرغاړو ته په سپک نظر ګوري او ډمان يې بولي. ددې غبرګون ژبه تر دې حده تونده وه چې په ډېرو پوسټونو کې پښتنو ته يو سپک او بې ننګه قام وئيل شوی وو.

شاعر او ليکوال خان زمان کاکړ د غبرګون دې دليل، رويې او لهجې ته پر فېسبوک د يوه پوسټ په بڼه ځواب ووايه. د کاکړ پر هغه ليکنه د ډېری خلکو تبصرې راغلې خو هم هلته چې ليکوال او شاعر بارکوال مياخېل يو اختلافي کمنټ وکړ نو د هغه او د خان زمان کاکړ تر منځ يوه اوږده مکالمه پېل شوه، چې موضوع يې په پښتنو کې د سندرو او سندرغاړو محبوبيت، عزت او حيثيت دى. دلته يې له پيله تر پايه په دې هيله خپروو، چې تاسې هم په دې بحث کې راشريک شئ او په دې اړه خپلې څرګندونې او نظرونه راسره شريک کړئ.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پښتانه پر سندرغاړو مئين قام// خان زمان کاکړ

هيڅوک نه وايي چې پښتانه د شاعرانو قدر نه کړي، خو دا يو عمومي تاثر دی چې پښتانه د سندرغاړو قدر نه کړي، ډمان يې بولي. 

د پښتو موسيقۍ د ستورو، ناشناس، خيال محمد، سردار علي ټکر، ګلزار عالم او هارون باچا غوندې سندر غاړو خبره به نه کوو چې عزت و احترام يې د پښتنو په ټولنه کې ځای په ځای د پښتنو د لويو قامي ګوندونو تر مشرانو هم زيات معلومېږي.

زه په پوره باور سره وايم چې د پښتو يو تهرډ کلاس سندرغاړې ته هم چې پښتانه د کال څومره سوغاتونه لېږي او څومره مېلمستياوي يې کوي، ددې سوچ رحمت شاه سايل، دروېش درانی او پيرمحمد کاروان په لسو کلونو کې هم نه شي کولای. 

د عشق معامله به واخلو، مخ قبلې ته کړئ او ووايئ چې پر يو شاعر څومره نجونې مئينې وي او د هغه شاعر پر کلام ويونکي سندرغاړې څومره نجونې مئينې؟ يو ټولنپوهنيز جاج اخلو، زما د فېسبوک په ملګرو کې به داسې ملګري ډېر وي چې هم له شاعرانو سره او هم له سندرغاړو سره شخصي يارانه او دوستي لري، دوی دې ووايي چې يو شاعر زيات وخت پر موبايل له بلبلو سره په خبرو تېروي او که يو سندرغاړی؟ دا يوازې يو سرسري جاج اخلو، ددې معاملې ژورتيا ته که لاړ شو نو ډېر څه رابرسېره کېدای شي.

داسې ملګري به هم وي چې هم مشاعرو ته ځي او هم ميوزيک کنسرټونو ته. پښتانه له شاعرانو سره زيات عکسونه اخلي او که له سندرغاړو سره؟

او تر دې ټولو ټکو بنيادی ټکی مې دا عرض کاوه چې که کوم شاعر د پېسو دپاره شعر وليکي يا په کومه مشاعره کې پېسې واخلي يا کومې سرکاري (افغانې يا پاکستانۍ) مشاعرې ته لاړ شي، په خپله کمېونيټي کې سخت ورټل شي، خو داسې به څومره سندرغاړي وي چې د شاعرانو غوندې خدايي خدمتګاري کوي او بغېر له پېسو سندرې وايي؟ داسې سندرغاړي د ګوتو په شمېر هم نشته چې يا يې بې پېسو سندري وئيلي وي يا سرکاري پروګرامونو ته نه وي تللي او يا يې د مارکېټ تقاضې نه وي پر ځای کړي.

دا سندرغاړي ټول غريبان هم نه وي، د شخصي ژوند معيار يې د پښتنو د ټولنې په کچه تر نورو طبقو ډېر اوچت هم وي، پر يو يو پروګرام تر يو لک زياتې روپۍ اخلي، هر په نوم سندرغاړی د پښتنو په وطن کې د هر ښار څه چې د دنيا د لويو ملکونو چکرونه هم د پښتنو په پېسو لګوي، سرکار هم مرستې ورسره کوي، ټيلي ويژنونو والا هم او د نورو شعبو خلک هم.

پاتې شوه دا خبره چې زموږ په ټولنه کې د سندرغاړو ژوند او حثيت هغسې نه دی کوم چې په اروپا کې دی يا په پنجاب کې دی، نو هغه يوازې د سندرغاړي مسئله نه ده، زموږ په وطن کې د يو وزير هم هغسې ژوند نه دی کوم چې په اروپا او پنجاب کې دی. موږ محکوم وطن يو. د پښتنو لوستی کهول چې د پښتنو د سندرغاړو د ژوند او حثيت په هکله خبره کوي نو خپل محکوميت ورڅخه هېر شي او پر پښتنو لعنت وئيل پېل کړي. دوی وايي چې پښتنو ولې سندرغاړو ته بنګلې ورجوړې نه کړې؟ دوی دا ګيله داسې کوي لکه د پښتنو په لاس کې چې چېري يو ملي رياست وي او هغه دا مسووليت نه وي تر سره کړی.

زه دا هيڅکله نه منم چې پښتون قام سندرغاړې ته ډم وايي، دا ټکی د پښتنو د کلتور په مجموعي او عمومي ژبه کې نشته. دا ټکی پر ډېره محدوده طبقه د سازندوو يوې مسلکي او مارکېټي ډلې ته استعمال شوی دی، چې زيات تعلق يې د پښتنو پر کلتور د استعماريت او ملايت د اميزې له اغيزې سره دی چې مسلکې ډلې يې په داسې نومونو يادې کړې دي. په جنوبي اسياء کې دا مسئله نيزدې ټولو قامونو ته په يو خاص تاريخي پړاؤ کې پېښه شوې ده، د پنجاب “ميراثيان” يې يو لوی مثال دی. خو بايد ووايم چې د پښتنو په ټولنه کې راغلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو د مسلکي او اکوپېشنل ډلو په حواله هم د پښتنو مجموعي ذهنيت نه يوازې بدل کړی دی بلکې د هغوی ترقي پسند رول يې هم منلی دی. د هغوی د حقونو سوال ته هم متوجه شوي دي.

پښتانه کله هم سندرغاړي ته ډم نه وايي، که کله څوک ووايي چې ګلزارعالم مې وليد نو ورسره ناست خلک دا نه وايي چې هغه ډم ګلزارعالم بلکې وايي به چې کوم ګلزارعالم هغه ګلوکار، هغه هنرمند، هغه د بدلو والا، هغه د سندرو والا، هغه د پيتو (کېسټو) والا. دا د عامو پښتنو برخورد دی. ما په سلګونه ځايه ددې برخورد مشاهده کړې ده. ډم يوازې په هغه وخت کې کله نا کله واورېدل شي چې پښتانه له يو سندرغاړې سره د څه شخصي معاملې پر بنسټ د غصې اظهار کوي.

په اوسمهاله پښتني ټولنه کې سندرغاړي يوه تر ټولو قدردانه طبقه ده.

د فېسبوک اوسېدونکي که نوره څېړنه نه شي کولای نو د سردار علي ټکر، ګلزارعالم، هارون باچا او ګلپاڼې شخصي فېسبوک پاڼو ته دې لاړ شي او و دې ګوري چې پښتانه ورسره څومره لېونۍ مينه لري. بيا دې د کوم لوی پښتون سياستمدار پاڼې ته لاړ شي چې هلته څه صورتحال دی. زه حېران يم تر اوسه کوم سياسي ورکر، کوم شاعر، کوم ليکوال او کوم استاد دې ګيلې ته کار نه دی وئيلی چې پښتانه د دوی درناوی نه کوي خو ډېر کم سندرغاړي داسې دي چې پر خوله يې دا ګيله نه وي راوړې او د پښتنو له درناوي څخه مطمئين دي.

نورې خبرې هم لرم.

___________________________

د بارکوال مياخېل کمنټ:

 لومړى خو زه له “ډم” توري هغه اخذ نه کوم، کوم چې يې نن سبا خلک ځنې کوي او په سپکه مانا يې انګېري، د پښتنو په وطن کې له پخوا راهيسې هغه چاته- چې ډول به يې واهه- ډم ويل کېده او دا هيڅکله هغه ته په سپکاوي نه ويل کېده، دا د ډول وهونکي لپاره جوړه شوې ولسي کلمه ده، بل دا شخصاً ما هيڅکله نه دي ويلي او ليکلي، چې سندرغاړي ته څوک ډم وايي که نه، زه په ټولنه کې له موسيقۍ او هنرمند سره د پيدا شوي چلند په اړه خبره کوم، چې هغه ته د خپل خدمت په بدل کې هغسې په لوړ حيثيت نه کتل کېږي، څنګه چې د ټولنې د نورو مسلکونو خدمتګارانو ته کتل کېږي.

دا خبره چې ځينې د موسيقۍ لوى نومونه- چې تاسې يې نومونه اخيستي- د پښتنو تر لويو سياسي رهبرانو هم په ولس کې زيات عزت لري او تر ځينو لويو شاعرانو- چې تاسې يې نومونه اخيستي- زياتې مېلمستياوې ورته کېږي او سوغاتونه ورکول کېږي، دا خبره پر ټول ولس نه اطلاقېږي، يوه ډېره محدوده طبقه ده، چې سندرغاړو ته په دې خاطر درناوى لري، چې د موسيقۍ خدمت يې کوي، نور اکثريت ولس د دې برعکس فکر کوي.

دا خبره چې په پښتنو کې زياتې نجونې پر سندرغاړو ميَنې وي او تر شاعرانو سندرغاړي له نجونو “بلبلو” سره په موبايلونو زياتې خبرې کوي، دا هسې يو سطحي خبره ده او له سندرغاړو سره د نجونو د مينې پس منظر او سبب بېل دى او د بحث وړ دى، خو پوښتنه دا ده، چې آيا پر دغو سندرغاړو ميَنې څومره نجونې دغو سندرغاړو ته ور واده شوې دي؟ زه نه وايم چې خامخا دي مينه په واده بدله شي، خو دلته بيا هغه خبره ده، چې دې ټولنې لا سندرغاړى د خپل ټولنيز حيثيت برابر نه دى ګڼلى، چې د عامو خلکو غوندې دوستي (خېښي) ورسره وکړي.

دا خبره چې پښتانه “د سردار علي ټکر، ګلزارعالم، هارون باچا او ګلپاڼې پر شخصي فېسبوک پاڼو له دوى سره لېونۍ مينه لري”، دا هم زموږ د ولس پر اکثريت نه تطبيقېږي، په همدغو فېسبوک پاڼو کې دي خلک د ځينو نورو ښځينه سندرغاړو پاڼې هم وګوري، چې خلک هلته د موسيقۍ او د دوى د شخصي ژوند په اړه څه ناوړه کمنټونه ورته ليکي.

ما په دې اړه پخوا هم څو پوسټونه کړي وو او اوس هم وايم چې د پښتو موسيقۍ، موسيقيارانو او سندرغاړو په ضد دسيسه له هغه وخته را پيل شوې، له څه وخته چې مو لر و بر ملت په جګړو اخته کړل شوى دى، له خان قره باغي او بخت زمينې يې را نيولې تر غزاله جاويد او ياسمين ګلې پورې ټول سندرغاړي مو که په هر ډول وژل شوي دي، خو تر شا يې د مذهب پر نامه هغه ذهنيت موجود دى، چې غواړي ولس مو د موسيقۍ له نفسياتي ثمراتو لرې، وچ ذهني او بې زغمه وساتي، چې نتيجه يې موږ نن سبا وينو. د دې استعماري دسيسې د کاميابه کولو تر شا ذهنيت پردى دى، خو اهلِ کار يې پخپله د پښتنو په منځ کې دي، پخپله پښتون ورور ايمن اداس خور وژني، پښتون خپله طلاقه شوې مېرمن غزاله جاويد وژني، پښتون زوى او ورور خپل پلار او ورور ګلزارعالم ته ژوند تريخوي، خپل پښتون مېړه هنرمنده ياسمين ګله وژني، نو د پښتنو پر وطن د تپل شوې جګړې تر شا سياسي عوامل ردول به غيرمعقول فکر وي، خو په دې کې کورني او زموږ ټولنيز عوامل ردول هم هسې له ځانه پړه اړول دي.

___________________________

خان زمان کاکړ

پورته درې پېراګونو ته دې ځواب زما په پوسټ کې پروت دی او هم د آخري پېراګراف خو ددې آخري خبرې په هکله دا راته ووايه چې د کومو سندرغاړو ژوند چې په پښتني ټولنه کې تريخ شوی دی نو آيا دا له دې کبله تريخ شوی چې دوی سندرې وايي که نه څه شخصي او کاروباري مسئلې وې؟ ته په دې کې يو مثال راوښيه چې پښتنو دې له دې کبله ورسره زياتی کړی وي چې هغه سندرغاړی يا سندرغاړې ده او په قول ستاسو په ټولنه کې په ټيټ نظر ورته کتل کېږي؟ که دا زما ټولې دعوې د ټولنې پر اکثريت نه اطلاقېږي نو بيا د ګلزار عالم د کاروبار د خرابېدلو مسئله هم پر ټول اولس نه اطلاقېږي. دا مسئلې له ډېرو بااثرو خلکو واخلې تر ما او تا هر چا ته پېښې شوي او پېښېږي خو موږ کله هم دا نه دي وئيلي چې دا له دې کبله کېږي چې ټولنه مو سياستوال، شاعر، ليکوال او ژورناليسټ ته په درنه سترګه نه ګوري خو چې کله له کوم سندرغاړي سره وشي نو ټول نعرې کړي چې دا له دې کبله وشول چې ټولنه مو سندرغاړي ته په سپک نظر ګوري. زه په دې وئيلو کې هم کوم باک نه کوم چې زه دې د ګلزار عالم يا بل چاته د پېښو ستونزو د يو اړخيزو معلوماتو لرلو پر بنسټ له ګلزار عالم يا نورو سره ودرېږم بلکې هغه بل اړخ هم اورېدل پکار دی او په دې کې زموږ د سندروغاړو د “ملامتېدلو” امکان هم شته. بله ستونزه د ترهګرۍ د ګواښونو ده چې ټول اولس او هم مو هنرمندان ورسره مخامخ دي، په هغه کې زما يقين دی چې ته به د پښتنو د ګرمولو پر ځای پاکستاني رياست ته ګوته نيسې. د ملائيت ذکر تا هم کړی او ما هم په خپل پوسټ کې کړی دی.

که ته د څو شهيدانو سندرغاړو په ذکر خپلې دعوې ته دليل پېدا کوې نو ته دا هم راته ووايه چې په پښتنو کې کومه مسلکي ډله، کوم فيلډ دی چې د خپلو شهيدانو جنازې يې نه دي پورته کړي؟

___________________________

بارکوال مياخېل

په پښتنو کې د شوي کار له کبله نور مسلکونه نه دي کږل شوې، خو سندرې ويل پکې کږل شوې او سندره پکې د يو مخصوص ذهنيت په خاطر توره شوې ده، ځکه سندرغاړو ته دا ستونځې پېښېږي. محمدجان لالا يو وخت راته ويل “کوم څوک چې د قام لپاره په هره بڼه خدمت کوي، هغه ته کورنۍ ستونځې د ورور او تربره بدۍ هم د يوه پلان له مخې پيدا کېږي”، زه دا خبره تاييدوم او د ګلزار عالم په شمول هر سندرغاړي ته کورنۍ ستونځې، هغوى ته ګواښونه، هغوى تبليغيان کول دا ټول په همدې خاطر کېږي، چې هغوى سندرې وايي او که سندرې ته خطرونه پېښ نه واى، امجدشهزاد او نورو معاصرو شاعرانو به مو نه ويلاى، چې سندره مه وژنئ.

زه نه وايم چې سندرغاړي چې شهيدان شوي، د قام له نورو شهيدانو د يوه بېل مقصد لپاره وژل شوي دي، زموږ خبره پر دې نه ده، خبره پر دې ده چې د سندرې او سندرغاړي په وژنه او ګواښنه کې زموږ څومره لاس دى، موږ څومره خپله سندره او سندرغاړي تر غاړه نيولي دي، دا يو باجرئته اعتراف غواړي، چې که پرديو مو سندره او سندرغاړي وژلي، خو موږ يې هم ورسره په را پرځولو کې مرسته کړې ده.

د سندرغاړو ټولنيز او طبقاتي حيثيت له پامه غورځول هم هسې يوه ړنده خوشفهمي ده، پر سندرغاړو ميَنې نجونې که له هر څومره غريبې کورنۍ هم وي، خو خپل طبقاتي حيثيت تر سندرغاړو لوړ ګڼي (استثنى پکې شته) او خپله خور لور هيڅکله هم سندرغاړي ته نه ورکوي او ګلپاڼه که هر څومره ښايسته ده، زما او ستا هر غيرتي پښتون به ورسره ژوند شريکولو ته تيار نه شي او که تيار هم شي، نو په دې شرط چې ورته ووايي “نور له سندرو لاس واخله”، اصل خبره دغه ده. پر زرڅانګه به هم ګاونډيانو بريد نه واى کړى، که هغې سندرې نه ويلاى او ټولنيز حيثيت يې له عامو خلکو سره برابر واى.

___________________________

خان زمان کاکړ

” سندره مه وژنئ” د پښتنو پر وطن د راغلي طالبانايزېشن د دور پېداوار دی. د پښتنو رجعتي او ايجنټو کړيو يوازې د سندرغاړو په راپرځولو کې مرسته نه ده ورسره کړې بلکې د لوی تاريخي افغان رياست په راپرځولو کې يې هم مرسته ورسره کړې وه، د باميانو د بتانو په راپرځولو کې يې هم مرسته ورسره کړې وه. دا خو ستا قياص دی چې که زرڅانګې سندرې نه وئيلی نو داسې به نه ورسره کېدل، د پېښې په اړه دې ولې موږ معلوماتو ته د رسايي هڅه ونه کړو او سمدستي دې اخلاقي نعره بازي شروع کړو؟

___________________________

بارکوال مياخېل

“د پښتنو رجعتي او ايجنټې کړۍ” څومره دي؟ څه اندازه يې شته، شمېر يې مالوم دى که نه، آيا دا ايجنټې کړۍ په عامو خلکو کې دي که په سياست کې هم؟ آيا دا کړۍ يواځې په مذهبي ګوندونو کې دي که په ملتپالو ګوندونو کې هم؟ دا هم يوه څېړنه او سروې غواړي، چې د پښتو موسيقۍ او سندرغاړو په شمول د پښتنو په هره بدمرغۍ کې لاس لرونکي کورنۍ ايجنټې کړۍ هم په ګوته شي. پر زرڅانګه د شوي بريد د پېښې پر جزياتو خبره نه کوم، پر علت يې ږغېږم، چې که د هغې ټولنيز حيثيت تر عامو خلکو ټيټ نه واى، نو چا يې د کورنۍ پر پينځو شپږو غړو د بريد جرئت هم نه شواى کولاى.

___________________________

خان زمان کاکړ

زه هم پر دې خبره نه کوم، ما صرف دومره درته وئيل چې چا لوی تاريخي افغان رياست پرځاوه يا څوک يې پرځول غواړي هم هغوی د پښتو سندرغاړي هم پرځول غواړي. که ته دا دوه “پرځول” سره بېل ګڼې نو وضاحت يې وکړه. زما دپاره دا يو تاړاک دی چې پر ټول ملت راغلی دی. هو، زه منم چې که زرڅانګه ګورنره وای نو بيا به ورباندې داسې حمله نه کېده. ګنې ما زموږ په ښار کې د ملکانو، د سیاسي ګوندونو د مخکښانو د کورنيو څلور څلور، شپږ شپږ غړي په کليوالو شخړو کې په يوه يوه ورځ ټپي ليدلي دي.

___________________________

بارکوال مياخېل

غزاله جاويد چې په څومره بې پروايۍ او بې ډاره و وژل شوه، آيا دا هم د شخصي او کليوالي شخړې په نتيجه کې وه، ياسمين ګله چې په څه ډول و وژل شوه او بيا يې چا پوښتنه هم ونه کړه، آيا دا د هغې د ټولنيز حيثيت کمزوري نه وه؟، د نورو وژل شويو او ځورول شويو نارينه او ښځينه سندرغاړو مثال هم همداسې در واخله، زه د هغوى ټولنيز حيثيت در ښيم، چې د چا سترګه نه ځنې سوځي او همدا زموږ د بحث اصلي محور دى، چې سندرغاړي له يوې محدودې طبقې پرته په پښتني ټولنه کې د برابر انسان حيثيت نه دى ګټلى او له دې انکار کول هسې يو جذباتي غبرګون کېداى شي، خو واقعيت نه. علت يې مذهبي-سياسي او طبقاتي دواړه دى، سياسي بهرنى دى، خو طبقاتي زموږ په ټولنه کې دننه د پېړيو په اوږدو کې پيدا شوى دى.

له دې واقعيته هم د فرار هڅه نه ده پکار، چې “پر سندرغاړو ميَنې نجونې که له هر څومره غريبې کورنۍ هم وي، خو خپل طبقاتي حيثيت تر سندرغاړو لوړ ګڼي (استثنى پکې شته) او خپله خور لور هيڅکله هم سندرغاړي ته نه ورکوي او ګلپاڼه که هر څومره ښايسته ده، زما او ستا هر غيرتي پښتون به ورسره ژوند شريکولو ته تيار نه شي او که تيار هم شي، نو په دې شرط چې ورته ووايي “نور له سندرو لاس واخله”.

___________________________

خان زمان کاکړ

کېدای شي زه خپله خبره په سمه توګه نه شم کولای. يوازې ولې غزاله او ياسمين؟ زموږ د هر فيلډ خلک په هم داسې بې دردۍ وژل شوي او بيا يې چا پوښتنه نه ده کړې. بله دا چې زموږ اکثرو سندرغاړو هغه وخت ودونه کړي دي چې د هنرمندۍ په ډګر کې يې شهرت موندلی وو او له واده پس يې هم سندرې نه دي پرېيښي. په دې کې داسې سندرغاړې هم ډېر دي چې “د مينې ودونه” يې کړي دي. داسې هم شته چې دوه دوه ودونه يې کړي دي او دا يې په ډېرو “معززو کورنيو” کې کړي دي، په “سندرغاړو” يا بله “ټيټه طبقه” کې يې نه دي کړي.

___________________________

بارکوال مياخېل

څنګه چې ما په پيل کې درته وويل، يوه خاصه طبقه د سندرغاړو له يوې خاصې طبقې (ستا په خبره تهرډ کلاس نه) سره مينه لري او هغوى د سندرو هنر ته د خپلې مينې اساس راغلي او په کورنيو کې يې هنر سابقه نه لري، د هغوى ټولنيز حيثيت ته ډېر زيان نه دى رسېدلى، خو بيا همټول ولس ورته خپل برابر حيثيت نه ورکوي. نغمې له سندرغاړي منګل سره واده وکړ، ځکه يې سندرې نه دي پرېيښې، خو اوسنى مېړه يې هڅه کوي چې سندرې په پرېږدي (زه يې په کورني حالت خبر يم)، ګلزار د مينې دويم واده کړى دى او که له نورو سندرغاړو سره ته د “معززو کورنيو” (چې دا پخپله له سندرغاړو سره طبقاتي ذهنيت څرګندوي) څو مثالونه راکړي، بيا د هغه په رڼا کې نوره خبره هم کېداى شي، چې آيا د دوى ودونو ته د خلکو ټولنيز ذهنيت بدل شوى دى او که يې بل سبب دى.

يوه بله خبره چې د سندرغاړو له ټولنيز حيثيت سره اړه لري دا ده، چې آيا د پښتو اکثر سندرغاړي د ژوند په پاى کې ولې دومره غريبان وي، چې خپل هنر يې د بچيانو وږې ګېډې هم نه شي مړولاى؟ په دې برخه کې که حکومتونه ورسره څه مرسته کوي که نه، زه يې د حکومت د مرستو پلوى هم نه يم، زه وايم په نوره نړۍ کې چې هنرمند پخپل هنر ښه ژوند جوړولاى شي، په پښتنو کې يې ولې نه شي جوړولاى؟ زما اصل خبره همدا ده، چې ژوند يوه ورځ نه دى، چې خلک به سندرغاړو ته تحفې ورکړي او په عکسونو اخيستلو به نمايشي مينه ورسره څرګنده کړي، اصل خبره دا ده چې موږ د دوى له هنر سره په اقتصادي لحاظ څومره مرسته کړې ده، ته راته ووايه ما او تا به زموږ په دې تېرو شلو کلونو کې- چې سندرې اورو- په څومره داسې کنسرټونو او د موسيقۍ په پروګرامونو کې ګډون کړى وي، چې لږ تر لږه پينځه سوه روپۍ ټکټ مو ورکړى وي؟ آيا د پښتنو سندرغاړو د سندرو البمونه به خرڅېږي ډېر او که به په جعلي توګه په انټرنيټ کې کاپي کېږي او خپرېږي ډېر؟ آيا په ټيلويژنونو کې دوى ته پر خپلو سندرو هغومره پيسې ورکول کېږي چې څومره يې دوى حق لري؟ په پوهنتونونو کې خو مو د موسيقۍ ور ښوولو پوهنځي نه شته، آيا څومره داسې اکېډمۍ شته، چې دغه هنرمندان پکې پر درس ورکولو څه پيسې وګټي؟ دا ټولې خبرې په پام کې نيول پکار دي، بيا دا خبره مالومېږي چې پښتانه له سندرو او سندرغاړو سره څومره مينه لري، هسې د خولې تر حده مينه د دوى د بچو وږې ګېډې نه شي مړولاى.

___________________________

خان زمان کاکړ

نو دا خو بيا هغه مفروضه هم دروغ ثابتوي چې پښتانه موسيقي خوښوي خو موسيقار نه. د کنسرټ دپاره پېسې موسيقار ته نه بلکې د موسيقۍ دپاره هم کېدلای سي. د کوټې په غالباً ايوب سټېډيم کې چې څو کاله مخکې نغمې کنسرټ کاوه څومره پښتنو ټکټونه کړي وو؟ او د نغمې او ګلپاڼې د کنسرټ په نامه له څومره خاصو خلکو ۲۰۰۰ او له عامو خلکو ۵۰۰ روپۍ واخيستل شوې او بيا د “امنيتي ستونزو” له کبله کنسرټ ونه شو؟ په اسلام اباد کې يې زه شايد يم چې د زرڅانګې پروګرام ته څومره پښتنو په شپږ شپږ سوه روپۍ ټکټونه کړي وو، په هغه پروګرام کې مشر محمود خان او غفور لېوال او نورو مخورو پښتنو هم ګډون درلود. ماته ياد دي چې زرڅانګه کله سټېج ته راغله نو ټول ګډونوال په درناوي کې ورته ودرېدل، استاد لېوال ماته وئيل دا قام داسې شتمنۍ هم لري او دا قام اوس هم د خپلو شتمنيو داسې قدر کوي. د قايداعظم پوهنتون د پښتون کونسل د موسيقۍ په شپه کې د زرڅانګې په لاس طالبعلمانو ته جايزې ورکول شوې. سږ کال د خيال محمد جشن، د عامو پښتنو، د افغان دولت او د اې اين پي له خوا د هغه چې څومره درناوی وشو، دا ته ددې غريب ملت له خوا کم څه ګڼې؟ دا چې ولې مو سندرغاړې د ژوند په اخر کې بې وزله وي نو هو زه منم چې زموږ هغه حالت نه دی چې يو هنرمند مو په خپل هنر د دومره سرمايې مالک شي چې د هغه راروان نسلونه يې هم خوري.

___________________________

بارکوال مياخېل

د ډيوې رېډيو يو رپوټ:

______________________

پیښور — 

کال ۲۰۱۶م د پښتو هُنر اوموسیقۍ دپاره په مجموعي ډول یو دروند یا غمژن کال ثابت شوی، ځکه چې په دغه کال کې ګڼ شمېر نومیالو سندرغاړو او د هنر د نړۍ سره تړلو وتلو هنرمندانو خپلې سترګې د لاچارۍ او بې وسۍ په حالت کې پټې کړي دي.

د اردو ژبې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې (جنګ) په کال ۲۰۱۶م کې د مړو شوؤ پښتنو هنرمندانو او سندرغاړو د مړينې په حواله یو تفصیلي راپور خپور کړی چې د هغې له مخې استاد مثل خان د کال ۲۰۱۶م د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د ۷۱ کالو په عمر کې وفات شوی ؤ.

استاد مثال خان د پښتو موسیقۍ د الاتو په جوړولو کې دومره مهارت لرلو چې نوم یې په ټوله هنري نړۍ کې خور ؤ.

د پښتو وتلي فوک سندرغاړي استاز ګلاب شېر هم د ۹۱کالو په عمر کې په ۱۸م جنورۍ ۲۰۱۶ خپلې سترګې د مدام دپاره پټې کړي وې. 

استاز ګلاب شېر په کال ۱۹۲۴م کې د پېښور سره نزدې ملازو نومې کلي کې زېږېدلی ؤ او د رحمان بابا د یوې رباعۍ نه یې خپل فني ژوند پېل کړی ؤ.

هغه د ریډیو پاکستان او کمرشل کمپنو دپاره بې شمېره سندرې ریکارډ کړې او یو لوې نوم يې پېدا کړی ؤ. د هغه په اواز د خاطر افریدي دا غزل ډېر مشهور شوی ؤ چې 

ستا منزل مزلونو کې یم

رسېدو امېدونو کې یم

هم دغه راز د مارچ په ۷مه نېټه د پښتو اولسي سندرغاړی خان تحصل د غربت او لاچارۍ په حالت کې د یوې خېمې دننه مړ شوی ؤ، 

خان تحصیل په ۵م ستمبر ۱۹۳۶م کې په لکي مروت سیمه کې پېدا شوی، او د ۸۰ کالو په عمر کې په حق رسېدلی.

په بنیادي توګه د خان تحصیل تعلق د لکي مروت د یوې شتمنې کورنۍ سره ؤ او د خانداني دښمنۍ له امله یې کور کلی پرېښی او د کوچي توب په ژوند کولو مجبوره شوی ؤ.

هغه زیاتې سندرې د زرڅانګې سره یو ځای ویلی وې او د پاکستان حکومت ورته په غوره فني خدماتو صدارتي اېوارډ هم ورکړی ؤ ولې د بېمارۍ په حالت کې يې د علاج وس نه لرلو او په غريبۍ کې يې ساه ورکړې وه.

ارباب سردار هاغه لوی مصور او مجسمه ساز ؤ چې په ټوله نړۍ کې شهرت پېدا کړی او صدارتي اېوارډ يې هم ګټلی ؤ، په ۲۴م اپرېل کې د ۷۱ کالو په عمر کې په حق رسېدلی ؤ.

هغه ارمان لرلو چې د فن کوم شاهکارونه یې تخلیق کړي هغه باید قومې ورثه وګرځول شي او د پېښور په نشتر هال کې په یوه ارټ ګېلرۍ کې خوندي کړی شي خو دغه ارمان یې پوره نه شو.

ارباب سردار د صدارتي اېوارډ ترڅنګ د ۲۰۰ نه زیات نور اېوارډونه د مصورۍ او مجسمه سازۍ په فن کې ګټلي وو.

استاز شاد محمد چې د ستار غږولو په هنر کې يې ثاني نه لرله په ۲۱م اکتوبر د ۹۸ کالو په عمر کې وفات شوی ؤ هغه به په شروع شروع کې شوقیه ستار غږولو خو د ستار په دنیا کې يې وروستو دومره نوم پېدا کړو چې ریډیو، ټي وي اوفلمي نړۍ پورې ورسېدلو.

هغه د مردان په بابینۍ سیمه کې زېږېدلی ؤ. د ستار غږولو ترڅنګ يې د سندرو ویلو او شاعرۍ شوق هم لرلو خو د شهرت وجه یې ستار غږول وو.

فوک سندرغاړی دورېش خان چې د صوابۍ سیمې اوسېدونکی ؤ په ۲۵م نومبر د یو پروګرام نه په واپسۍ نامالومو وسله والو په لاره کې ووژلو.

دروېش خان هم په سیمه ییز کچ په سندرو ویلو کې نامه لرله.

په ۱۶م دسمبر د پښتو فلمونو وتلی ستوری عمر دراز د فالج د ناروغۍ له امله د ۷۱ کالو په عمر کې وفات شوی ؤ، هغه په کال ۱۹۶۸ م کې د پاکستان ټیلي ويژن څخه خپل فني ژوند پېل کړی په ګڼو ډرامو کې يې د خپل هنر ښودلو څخه وروستو په کال ۱۹۷۰ م يې فلمونو کې د کار کولو دپاره د لاهور مخه وکړه او په هم په دغه کال د پښتو جوړېدونکي فلم دره خېبر کې يې کار ترلاسه کړو.

دره خېبر کې د غوره هنر ښودو له امله عمر دراز دومره مشهور شو چې بیا به د پښتو په زیاترو فلمونو کې د ولن په توګه اخستل کېدو.

په سوونو پښتو، اردو او پنجابي فلمونو کې يې لازواله کردارونه ترسره کړي چې نن هم خلکو ته یاد دي.

په ۱۹م دسمبر د پښتو اولسي موسیقۍ لویه نامه معشوق سلطان د ۶۴ کالو په عمر کې د پښتنو نه جدا شوه، معشوق سلطان په بنیادي توګه د سوات د مټې سره نزدې په شاه ډهېرۍ سیمه کې زېږېدلې وه.

هغې د سندرې شروع د ریډیو پاکستان نه کړې وه، بیا وروستو یې په ټي وي سټېج، کېسټونو او فلمونو کې يې په زرګونو سندرې وویلې چې زیاتره پکې مشهورې شوې.

د پاکستان حکومت ورته صدارتي اېوارډ ورکړی او ګڼ شمېر نورې جایزې یې هم ګټلې وې. څو کاله وړاندې هغه د زیړي او شوګر په ناروغو اخته شوه او د سندرو ویلو نه پرېوته، د خپل ژوند وروستي ورځې شپې هغې په کور دننه بیخي په غربت کې تېرولې او د ۱۹ دسمبر ۲۰۱۶م په نیمه شپه یې ساه ورکړه.

___________________________

خان زمان کاکړ

ددې رپورټونو ژبه زما خوښه نه وي، دوی پکې هر ځای ‘غربت’ په ډېر شدت سره ځای کوی. ولې دا به کله ونه وايي چې دا د يو غريب قام سندرغاړي دي، د يو بې رياسته قام سندرغاړي دي، د يو بلواک قام سندرغاړي دي.

___________________________

بارکوال مياخېل

که چېرې پښتانه په کلتوري لحاظ پر سندرغاړو مين واى، نو ولې د پښتو هر لوى او کوشنى سندرغاړى پخپلو مرکو کې وايي:

– “زما کورنۍ يوه ديني کورنۍ ده، خو زما له سندرو سره شوق وو، کورنۍ يې نه را پرېږدي خو زه يې وايم”.

– “زما پلار لوى ديني عالم دى، خو ما له هغه پټې سندرې ويل پيل کړل، هغه له ما پر سندرو ويلو مرور دى، خو زه سندرې وايم”.

– “زموږ کورنۍ يوه قبايلي کورنۍ ده، هغوى سندرې ويل ښه کار نه ګڼي، خو زما شوق وو، زه سندرې وايم”.

– “زموږ په کورنۍ کې څوک سندرغاړى نه شته، زما مور و پلار زما د سندرو ويلو مخالف دي، خو زما شوق دى، زه سندرې وايم”.

دا او دې ته ورته خبرې څرګندوي، چې پښتانه په کلتوري لحاظ له سندرو ويلو او سندرغاړو سره مينه نه لري او که يې لري هم دومره يې لري، چې د بل زوى سندرې وايي او دوى خوند ځنې اخلي، خو زوى ورور يې سندرغاړى خوښ نه دى (د محدودې طبقې نه د اکثريت خبره کوم)، ښځينه سندرغاړې جوړېدل خو يې د کورنۍ ټول “حيثيت” او “عزت” له خاورو سره برابرول دي، نو له دې تاريخي او کلتوري حقيقته بايد سترګې پټې نه شي او له دې وروسته بايد په ټولنه کې د سندرو او سندرغاړو د محبوبيت لپاره کار وشي او هغه هم هله کېداى شي، چې په ټولنه کې د سندرو او سندرغاړو په اړه موجود طبقاتي ذهنيت بدل شي او دا هم هله په بشپړه توګه بدلېداى شي، چې په ټولنه کې مو نورې طبقاتي ادارې د وخت په اوږدو کې له منځه لاړې شي او دا يوه سنجيده اشتراکي سياسي او ادبي غورځنګ ته اړتيا لري.

دا د استاد منګل د يوې مرکې خبرې دي:

_________________________

منګل : بس علاقه مې وه، شوق مې و، شپاړس کلنۍ نه مې ورته مخه کړې، مکتب کې به مې ترانې ويلې، زما غږ زما د ملګرو ډېرخوښېده ؛ په کلي کې به يې هم په ما سندرې ويلې؛ خو چې کور ته به تلم بيا به مې قفايي وهل خوړل، ډېر وهل مې خوړلي.

خبريال : ولې مو قفايي وهل خوړل؟ د کورنۍ مو درسره د سندرو په ويلو خوښه نه وه که سندرې دې خرابې وېلې؟

منګل : ولا ډېر يې وهلم، پلار خو مې ارکان حرب د ترګي و، ډګرمن و، زما مور چې ده، ډېره تنګ نظرې ښځه ده، زما په ورور به يې زما پښې وتړلې او وهلم به يې. يوه ورځ مې ورته وويل چې ولې مې وهئ ؟ ولې په دې کې څه ګنا ده چې زه سندرې وايم؟ 

منګل : هغې ويل له کله چې ته په دا ودونو کې سندرې وايې، زمونږ د کور څا ته چې کومې ښځې راځي وايې چې څومره ملکزاده خلک وئ اخر مو زوى ډم شو، پدې دې وهم.

___________________________

خان زمان کاکړ

هو، دا د “ديني کورنۍ” مسئله شته، دې ته ما په پوسټ کې اشاره کړې.ده. خو د طالبانو بانډارونه نه هېرولای شو او نه يې له موسيقۍ ايستلای شو. دا چې ولې زيات پلاران نه غواړي چې خپل زامن يې سندرغاړي شي ددې بېلابېل وجوهات دي. يوه تر ټولو لويه وجه يې دا ده چې هر کس مو سندرې د تاندې ځوانۍ په وخت کې پېلوي نو پلاران وايي چې دا موسيقۍ ته تګ به يې د تعليم عمل متاثر کړي او دا بيا د تعليمي نظام خامي ده چې پکې فنونِ لطيفه ته هيڅ ځای نه ورکوي او تخليقي صلاحيتونه وژني. ولې يوازې موسيقي؟ زموږ پلاران دا هم نه غواړي چې زامن يې سياسي ورکران شي. دا کيسه تر پښتنو محدوده نه ده. ددې رياست او هم د اوسني نړېوال نظام د تبليغ په نتيجه کې دا ذهنيت په ډېره پراخه پېمانه خور شوی دی. د قبايلي کورنۍ مسئله هم داسې ده، ځکه چې که ددې کورنۍ څوک د موسيقۍ فيلډ ته ځي نو د قبايلي ژوند پېچلي روزګار ته بيا هغسې وخت نه شي ورکولای. بله خبره دا ده چې موسيقي يو ډول ډېر ډيموکرېټک هنر دی، په قبايلي ژوند کې د ډيموکرېسۍ خپل محدوديتونه وي، هغوی ته په پام سره موسيقۍ ته د موثرو قبايلي کورنيو د غړو تګ کم ليدل کېږي خو مثالونه بيا هم شته.د پېښور او شاوخوا د حجرو د رباب منګيو خلک او زموږ په سيمه کې د دروي او چغکې هنرمندان په هيڅ لحاظ هم ټيټ نه ګڼل کېږي، دا د ډېرو “درنو” کورنيو خلک دي. زموږ په سيمه کې زه يو يو کس پېژنم چې په ټولنه کې يې څومره د عزت مقام دی، په نورو ټکو، له موسيقۍ سره د ربط پر بنياد د هغوی په ټولنيز حثيت کې هيڅ ټيټوالی نه دی راغلی بلکې په ډېرو حوالو يې حثيت پراخوالی او موثريت موندلی دی.

د منګل په مرکه کې هم دا خبره څرګنده ده چې کورنۍ يې “ملکزاد” ده. هغه ځکه وهل خوړلي چې د “ملکزادګۍ” له فيلډ څخه بل فيلډ ته تللی دی. دا د فيلډ يا ټولنيز حثيت يا تشخص بدلون هر کله سرخوږي لري، باچاخان چې له خانۍ خدايي خدمتګارۍ ته تللو هم په کور کې په اول سر کې له مخالفت سره مخامخ شو، رجعتي کړيو يې سخت مخالفت وکړ خو په اولس کي په لوی حمايت بدرګه شو. له دې سره تړلې خبره دا هم ده چې کومو ملايانو “ډول او ډولزن” په کورونو کې بنديوان کړي وو، د خدايي خدمتګارۍ په دور کې هغوی بېرته اولسي ساحې ته راووتل او د درناوي وړ طبقه ومنل شوه.

___________________________

بارکوال مياخېل

د طالبانو بانډارانه د ورځنيو مېلو بڼه لري، نه د مستقلې هنرمندۍ او له موسيقۍ سره د تړاو حيثيت، ځکه نو خلک دا د يوه لنډمهالي شغل په مانا اخلي او بانډارايان سندرغاړي نه ګڼي، چې په اړه يې هغسې فکر وکړي، لکه د سندرغاړو په اړه چې يې کوي. دا خبره چې پلرونه له دې کبله نه غواړي زامن يې سندرغاړي شي، چې تعليم يې متاثره کېږي او د قبايلي ژوند پېچلي روزګار ته وخت نه شي ورکولاى، دا ستاسې خپله توجيه کېداى شي، خو اصل يې علت يې له موسيقۍ او سندرو ويلو سره زموږ کلتوري برخورد دى، د پلرونو له يوې محدودې طبقې پرته پښتانه پلاران د زوى مستقبل په تعليم کې بېخي ويني نه، بلکې شخصي کار روزګار ته يې هڅوي، له سندرغاړي جوړېدو سره يې مخالفت دا نه دى، چې ګواکې دا مسلک يې د مستقبل نه لرلو يا بل علت په خاطر نه دى خوښ او داسې مسلک ته يې هڅول غواړي، چې مستقبل او اقتصادي ګټه ولري، بلکې علت يې دا دى چې که يې زوى سندرغاړى شي، د استاد منګل د کورنۍ غوندې به يې خلک مور و پلار ته پېغور ورکوي، چې زوى دي سندرې وايي يانې “ډم” شو او قبايلي يا ټولنيز حيثيت دي را ټيټ شو. د سياسي ورکر نه جوړېدو مخالفت يې بيا اقتصادي علت لري، چې که مې زوى سياست کوي، نو له کاره روزګاره به وتلى وي.

دا خبره چې “د فيلډ يا ټولنيز حثيت يا تشخص بدلون هر کله سرخوږي لري”، زه خو همدا خبره کوم چې سندرې ويلې د پښتنو په کلتوري ډانچه کې له بل مسلک سره برابر کار نه ګڼل کېږي، که نه نو سندرې ويل خو يو لطيف هنر دى او د انسان له ذوق سره کار لري، د ملک، سردار، نواب، ملا، غريب او شتمن هر چا زوى ورته تمايل پيدا کولاى شي او دا مسلک خپلولاى شي، خو چې کورنۍ يې مخالفت کوي او سرخوږى ورته پيدا کوي، نو هغوى دې ته د ټولنې په هينداره کې ګوري، چې دلته بل مسلک خپلول دومره عيب نه دى لکه سندرې ويل، ځکه بل مسلک يې طبقاتي حيثيت دومره نه را ټيټوي او نه څوک ورباندې پېغور ورکوي، لکه پر سندرو ويلو چې يې ورکوي. دا خبره هم مسلمه ده چې په طبقاتي ټولنه کې که د خانانو زامن له خپل حيثيته را ټيټ هر کسب کوي، لکه سندرې ويل، درزيتوب، مستريتوب او حتى عام روزګار کوي هم عيب بلل کېږي، بلکې په پښتنو کې خو ځينې کسبونه لکه ترکاڼي، پښتوب، ناييتوب او زرګري اوس هم د خپل حيثيت د خرابېدو له ډاره کږل شوي دي او يوې مخصوصې طبقې ته ځانګړي شوي دي.

___________________________

خان زمان کاکړ

پښتنودا هم نه غوښتو چې زامن يې فوج يا لېويز ته لاړ سي، دا په يو وخت کې بد کار ګڼل کېده خو اوس پاکستانيت او د پوځ د واک معاملې ذهنيت بدل کړ خو ددې په ردعمل کې هم ذهنيت موجود دی او کار روان دی. ما دا عرض کاوه چې د هر ټولنيز دور او تاريخي پړاؤ خپلې تقاضې وي، د کسبونو خلاف هلته منفي ذهنيت ليدل کېږي چېري چې جاګيرداري او خاني مضبوطه پاتې شوې ده يا ملائيت واکمن پاته شوی دی. ما د باڼدار تر څنګ د دروي يا چغکې مثال هم ورکړی دی چې پښتنو ورته هيڅ په بد نظر نه دي کتلي بلکې په درنه سترګه يې ورته کتلي دي. دا که ته وايې چې په يو کلي د يو سندرغاړي دومره احترام نه وي څومره چې د يو خان وي يا د يو ګورنر وي نو زه يې درسره منم چې سندرغاړی نه خان دی او نه ګورنر بلکې يو اولسي شتمني ده، د اولسي شتمنيو احترام له قبايلي او سرکاري معززينو څخه بدل وي. امير محمد ليکوال پر هم دې پوسټ په يو کمنټ کې ليکلي دي چې د دروېش کاکړ تصويرونه دلته خلکو پر لاريو جوړ کړي دي، زه چې له هغه سره کله ناست يم نو له لېرو لېرو سيمو هر ورځ دومره خلک ملاقات له وراځي چې دومره خلک به اسفنديار خان او محمود خان له هم نه ورځي. دا په اصطلاح د يوې “ورسته پاتې ټولنې” يو مثال دی.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *