تمهيد سيلانی
ليکوال : تمهيد سيلانی
لومړۍ برخه
لکه څرنګه چې د نړۍ مېشت ملتونه يو له بل سره : فرهنګي، مذهبي، اقتصادي، سياسي او پۀ نورو برخو کې ګډ مشتر کات او اړيکې لري، همدارنګه ژبنۍ اړيکې یې تر نورو اړيکو لا پخوانۍ او مظبوطې وي.
 د نړۍ هېڅ ژبه په یوازې توګه د خپلې وېپانګې په کارولو سره خپلې ورځنۍ محاورې نشي ترسره کولی، حتا  د نړۍ تر ټولو غښتلې ژبه (عربي) هم په خپلو وېپانګو کې د نورو ژبو وييونه (کلمې) لري.
 پښتو ژبه هم د نړۍ له هغو ۵۰ ژبو څخه يوه ژبه ده، چې پر خپلو ادبياتو ليکنې او ورځنۍ مهاروې کوي، خو دا په دې معنا نه ده، چې پښتو ژبه دې د نورو ژبو کلمې په خپلو ليکنو او محاورو کې نه کاروي. بلکې پښتو ژپه د نورو ژپو ترڅنګ تر ډېره له عربي ژبې څخه متآثره شوې ده. لامل يې د عربو د يرغل او فرهنګي اړيکو ترڅنګ زموږ عقيدوي مشترکات ګڼلی شو…
ما هم په دې ليکنه کې  هغه وييونه تاسو ته در پېژندلي دي، چې لۀ آره عربي او فرانسوي دي، خو په پښتو، دري او ترکي ژبو کې هم کارول کيږي.
دري/ پښتو       ترکي
 : فرانسوي کلمه ده. د بدن د داخلي ترشحاتو يوه برخه ده. چې په طبابت کې کارول کيږي. Hormon – هورمون
: عربي ويی دی. چې شخصيت، ذات او د يو څه حقيقت ته وايي. دا ويی په درېيو واړو ژبو کې کارول کيږيhüviyet: هويّت
 : فرانسوي ویی دی، چې معايعاتو ته ويل کيږي. دا کلمه په ډېرو ژبو کې کارول کيږي.Gaz    – گاز
(ډېری د هنري اثر له پاره کارول کيږي): عربي ويی دی. ليکل شوي کتاب ته وايي.eser    – اثر
:  عربي ویی دی. نيول شوي شخص ته وايي.Esir  – اسير
: عربي کلمه ده، چې د کلمو ټولګې ته وايي.cümle    – جمله
: عربی ویی دی. حس کوونکی، پيداکوونکی.hassas   – حساس
: عربي ویی دی. رښتوني، رښتيا ته وايي.hakikat  – حقيقت
: عربی ویی دی. اعتبار او آبرو ته وايي.haysiyet  حيثيت
 : عربي ویی دی. د بدن يو مهمه عضوه ده.kalp  – قلب
: عربي ويی دی. د ليکل شويو ليکنو چاپي بڼې ته وايي.kitap  – كتاب
: عربي ویی دی. هېواد ته وايي.memleket      – مملکت
: عربی ویی دی. څښوونکي څيزونهmeşrubat   مشروبات
: عربی ویی دی. شمېرنې ته وايي.muhasebe    – محاسبه
دقيقه – dakike  : عربی ویی دی. د یو ساعت یوه وړه برخه.
حق   –hak : عربی ویی دی. رښتيا، د الله نوم….
سیاحت-   seyahat : عربی ويی دی. ګرځېدنې ته وايي.
آژانس –ajans  : فرانسوي ویی دی. د خبرونو د خپرول ځای …
ساعت – saat  : عربی ويی دی. د مهال يو واحد دی.
شهر –  şehir : عربی ويی دی. ښار ته وايي
مرکز –merkez  : عربی ويی دی. پلازمېنې ته وايي.
کنفرانس-konferans   : فرانسوي ويی دی. رسمي جلسې ته واي…
سالون – salon : فرانسوي ویی دی. د ناستې ځای…
جمعه- Cuma : عربي ويی دی. د اونۍ اوومې ورځې ته وايي.
جاده- cadde : عربی ويی دی. څلور لارې ته وايي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *