د لوړو زده کړو وزارت
د کابل پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځی لومړی سمستر
استاد: محمد اسماعیل یون
محصل: وحيدالله تکل
د وېرنې کلمه ډېره ساده اوعامه مانا لري، چې لغوي مانا يې ژړا کولو ته وايي.
هغه ژړا چې دمړي په ماتم کيږي او دمړي د ګرانښت له وجې په هغه پسې ژړا کوي.
کله به مو اوريدلي وي چې د يو چا څوک له خپلوانو مړه شي نو هغه ورپسې ژړا کوي، نو خلک وايي چې پلانکئ خو په مړي پسې ډير وير کوي.
همدغه وير ده چې دوېرنې کلمه ترې سرچينه اخلي.
په همدې اساس دوېرنې تعريف په دې ډول کولای شو.
وېرنه، مرثيه يا رثايه هغه څه ته ويل کيږي چې شاعر يې په بېلابېلو شعري فورمونو کې د مړي په مرګ باندې وايي.
وېرنه په هر شعري فورم کې راتلای شي چې دا واک له شاعر سره ده چې په کوم شعري کالب کې يې وايي کولای شي.
په پښتو ادبیاتو کې وېرنه ډیره لرغونې ده، مخکې له دې چې په پښتو وېرنه باندې خبرې وکړم، غواړم د ځينو نورو ژبو پر وېرنه يا مرثیه باندې رڼا واچوم، چې له بېلا بېلو سرچینو مې ګټه اخيستې او معلومات مې راټول کړي.
چې دلته له ځينو پوښتنو سره مخ کیدو لکه: په نړۍ کې لومړئ کومه، په کومه ژبه، چېرې ویلې شوې.
دغو او دې ته ورته پوښتنو ته به په لنډو ټکو کې ځوابونه وويلی شي.
په شعري فورمونو کې مرثيه يا وېرنه هم په نړۍ کې داوږد تاريخ درلودونکې ده.
لومړی مرثیه د عراق په جنوب کې چې د سومري په ژبه ویلې شوې شهرت لري. د څلور زره کلن تاريخ ترڅنګ يې لومړي مرثیه بللی شو.
دا مرثیه دپلار او ښځې په وير کې ويلې شوې.
د دغو مرثیو نسخې دروسي پشکن پوهنتون کې موندلی شئ.
لکه مخکې مو چې يادونه وکړه وېرنه په هر شعري فورم کې راتلای شي،نو هندو اروپایي ژبو کې یو ډول کېسې ويلئ کېدې چې مرثیو ته ورته وې.
په هندو اروپايي کې دسانسکريت دژبې ځيې قصې لکه(دساوتري قصې هم مرثيې دي).
په یوناني ژبه کې دارفيوس په نامه حکایاتو ته هم مرثیه ويلی شو.
ورپسې روم په ځينو وختونو کې مرثیې ویلې چې ادبي روایاتو يې د ځينو څرګندونه کړې. لکه: د هومرايلياد او ديسه، چې د یوناني ژبې څخه راپاتې ابتدايي مرثیې ورته ویلی شو.
د نورو ژبو ترڅنګ انګريزي ژبه هم د مرثیې په برخه کې غني بللی شو، چې د انګريزي ژبې پيژندوی ليکوال سپنسر لومړی مرثیه ویلې.
د ده د مشهورتوب سره جوخت دسپنسر په نامه ادبي دوره ونومول شوه .
دی خپله مرثیه په يوه ليکنه کې داسې راوړي چې دځوان په مرګ يې ویلې چې ده ورسره ډيره مينه وه.
د دې ترڅنګ يې بله ډيره مشهوره مرثیه ویلې چې دمالدارې کورنۍ دپيغلې په مرګ يې ویلې.
موږ اوتاسو وایو هغه شعر چې دزړه درد،عاطفې اوسوز څخه وليکل شي بهتر دې له هغه چې صداقت او حقيقت په کې نه وي بلکې په مقابل کې يې پيسې او مقام لاسته راوړي، چې دې ته شعوري شعر وايي.
په دې اړه مې د الفت صاحب خبره راخيستې چې ښه وايي.(دعواطفو او احساساتو په نظر کې نيولو سره شعر په دوه ډوله دی،چې په یو ډول کې ريښتیاني عواطف وي او په بل کې نه وي،داسې مثال لري لکه چې يو شاعردخپلې محبوبې يا دخپل اولاد په مړينه کې ورثیه جوړه کړي او يوبل شاعر دکوم لوی او معتبر سړي په مرګ کې دپيسو او مکافاتو لپاره مرثیه وليکي او کوښښ وکړي،چې ډير اوصاف ورپورې وتړي او ډير شعوري صفتونه په کې ځای کړي مګر هغه دزړه درد او ريښتياني عاطفه چې په لومړی مرثیه کې وي،په دویمه کې نه وي او په پردي مړي ژړا وي،خو داشعر هيڅکله نه شي کیدای اوهغه ته نه شي رسيدای ،ځکه هغه اولي رابطه ،چې لومړي شعر کې د مړي او شاعر ترمنځ موجوده ده،دلته نشته او همدغه شی حقيقي او غير حقيقي ادب يو له بله بیلوي او بېل بېل قيمت ورته ټاکي).
دالفت دوینا څخه په لنډو ټکو کې دا مطلب راخيستی شو هر څه چې په حقيقي مينه،درد او احساس وشي ښه دې له هغو کوم چې په فرمايش سره دپيسو په مقابل وشي،یعنې دغه اشعار چې په حقيقي او غير حقيقي ادب کې يې توپير راوستی دی.
له سپنسر وروسته ملټن هم یادولای شو چې د(شاه ايدورډ) په مرګ يې مرثیه ويلې ده.
بل روماني شاعر شيلي دی چې د جان کيټس په مرګ يې مرثیه ویلې ده.
بله ژبه عربي ده چې مرثیه په کې ډير لرغونی تاريخ لري،ددې ژبې د ادبیاتو شروع هم په مرثیه شوی.
دمرثیو نمونې يې په (کتاب الاناجي او باب المراتي)چې دعربي ژبې دابیاتو ډير پخواني کتابونه دي شته.
دپارسي ژبې شاعري په شعوري ډول شروع کيږي،هغه شاعری ته وایي چې لیکوال یې هر وخت په فکري ډول جوړوي یعنې ديوې موضوع لپاره چوکاټ لټوي،یعنې دزړه درد او احساس په کې نه وي،په زور سره دیوې موضوع په اړه شعر ليکي،چې دا ډول شاعري یوډول پکه توب له ځانه سره لري،ليکوال ته يې شاعر نه بلکې ناظم ويلی شو.
شعر هغه څه دی چې دزړه له درد،سوز او څخه سرچينه اخلي.
په پارسي کې شعر په قصيدې پيل شوی.
دسهراب مور چې د خپل زوی په مرګ ژاړي او همدا شان نور ډير دي چې وروسته دشاعری حقيقي لاره خپلوي .
دفرخي مرثیه چې دسلطان محمودغزنوي په مرګ يې ویلې ده.
همدا شان په نورو ژبو کې ډيرې مرثیې شتون لري،چې موږ دموضوع دنه اوږدیدو په خاطر ترې صرفنظر کوو.
راځم خپلې موضوع ته :
په پښتو ادب کې دوېرنې بهير.
دابهير په دریو دورو وېشم او وروسته به دمرثیې بهير په هره دوره کې تر بحث لاندې ونيسو.
مخکې له دې چې په دریو دورو کې دمرثیو په اړه
وغږيږم،د(چاربیتي،ټپې او نيمکو)په کالب کې پر مرثیو خبرې کوم.
په پښتو ادبیاتو کې وېرنې ښځو هم ویلی دي،څومره چې ټپه پخوانی ده هغومره مرثیه هم،ځکه چې مرثیه دټپې په فورم کې هم ویلې شوې ده.
دیوې پښتنې پېغلې مرثیه چې ديار دمرګ خوبونه ګوري ویلې ده.
مرګی کوڅه په کوڅه ګرځي
دټوکيدونکو بریتو جرړې لټوينه
««««
پرون دنیا وه نن قیامت دې
چې زه ولاړه جانان اخلي رخصتونه
د ټپو تر څنګ چاربیتو او نیمکو کې هم مرثیې لرو چې ډير پخوانی تاریخ لري.لکه:
هغه لمر خو درڼا لپاره هسک وو
دا څه ورځ شوه ژوند خو لاړو دتیارو شو
په ولسي ادبیاتو کې وېرنې ډېرې پخوانی او تراوسه هم شته چې دا وېرنې یو ډول ژړاګانې ډي، چې په کلیو بانډو پر مړي باندې دښځو له خولې اوریدل کيږي.
که دغو ژړاګانو ته ځير شو نو له یوډول ترنم سره له خولې راوځي چې په کې هنري ارزښت هم توسترګو کيږي.
دلته يې یو مثال راوړم چې ما دځينو له خولې اوريدلی،دلته مور دزوی ستاینه په ژړا سره کوي.
زویه ستا هغه ځواني مې ژړوي
په ما ګرانه ستا مستي مې ژړوي
زویه ستا نوي کالي مې ژړوي
لوی اخترته ستا خوښي مې ژړوي
زویه څنګه ارمانجن ارمانجن لاړې
دا ژړاګانې تراوسه هم ویلی کيږي،کله چې د چا په کور کې مړی وشي نو هغه بیا دډېرې غمجنی له وجې همدا ژړاګانې کوي خو آکثر يې دمیندو له خوا ویلی کيږي.
زموږ دپښتو ادبیاتو لرغونی تاریخ په ختيځ کې دی.
د پښتو لومړنۍ مرثیه،وېرنه یا رثایه شعر شیخ اسعد سوري ویلې ده.
دا مرثیه په کال(۴۲۵ق)کې د ختيځې شاعری په قالب کې دقصېدې په ډول ویلې شوې ده.
دا مرثیه ډیره پخوانی اومشهوره ده چې دامير محمد سوري په مرګ ویلې شوې ده.
دا له سوزه ډکه مرثیه دقصیدې په ډول هغه وخت وویلی شوه کله چې اميرمحمد سوري د سلطان محمود غرنوي په بند کې مړ شو.
دغه مرثیه د(۴۴) بیتونو درلودونکې ده چې د یوې قصیدې یا مرثیې پوره ځانکړتیاوې لري.
دلته یې د ځينو بیتونو په راوړلو بسنه کوو.
دفلک له چارو څه وکړم کوکــــــار
زمو لوی هر ګل چې خاندي په بهار
هر غټول چې په بیدیا غوړیده وکـــا
ریژوي يې پاڼې کاندي په تـــــــــار
ډير مخونه دفلک څپيړه شنه کــــــا
ډير سرونه کـا تر خاورو لاندې زار
په لرغونې دوره کې بله مرثیه د بي بي زینب ده، چې د ورور په مرګ ډ یره غمجنه شوې وه دغه مرثیه وویله.
ږغ سو چې ورور تېر له دنیا سونا
زړه مې په وير کې مبتلا سونــــــا
دا روڼ جهان راته تور تم دې نــــا
هوتک غمجن په ماتم دې نـــــــــــا
چې شاه محمود تېر له دنیا سونــــــا
ځوان وميړه توري جنګ ونـــــــــــا
په لرغونې دوره کې مو دوه مرثیې درلودې چې یوه اسعد سوري او بله زینب ویلې ده.
دویمه دوره: څلور ادبي مکتبونه درلودل.
چې دهغو څخه یو د روښانیانو ادبي مکتب وو. په دې مکتب کې هیڅ یوه مرثیه په لاس نه ده راغلې که وي خو تر موږ نه ده رارسیدلې.
د لرغونې دورې وروسته تقریباً (۵۰۰)کاله مرثیه نه لرو.
شاید په دې دوره کې مرثیه لیکل شوي وي کیدای شي دځینو مشکلاتو له وجې تر موږ نه وي پاتې.
بل د خوشحال بابا ادبي مکتب دې..
خوشحال دوه ډيرې مشهورې مرثیې ویلي چې یوه يې دزوی نظام خان او بله يې دلمسي معظم خان په مرګ ویلې ده.
دا مرثیې دسوز اودرد څخه ډکې دي، خوشحال بابا له دوی سره د ډیرې مينې په وجه د خپل درد اواز باسلی دې.
دنظام خان په مرګ:
کاشکې ځوان دپښتانه په غم کې مړ وی
نه چې ګور لره روان شو له تلتــــــــکه
چې دقام په ننګ کې ومړ هغه زویــــــه
په عالم کې دخپل پلار غاړه که لـــــــکه
دده په مکتب کې دده زوی اشرف خان هجري هم د خپل پلار په مرګ مرثیه لیکلې.
دی په (۱۱۰۰ه ق) کال بندي و چې دپلار له مرګه خبر شو نو دزړه په سوز سره يې يوه پياوړې مرثیه ولیکله چې ۴۹بیتونو درلودونکې ده.
لاندې څو بیتونه يې دنمومې په ډول راوړو.
همه غم لره موجوده دادنیـــــــا ده
په حصه يې تل ژړا کمه خندا ده
نه نه ځای دخندا نه غلط مې ووې
بلکې دا همه ژړا لره پیـــــــــدا ده
دلته يې دپلار ستاینه په دې ډول کړې ده.
یعنې نن هغه امام د ننګیالـــــــــیو
په ډبره غريب لاړ ډکه يې خوا ده
د ده نورو زامنو هم دپلار په اړه مرثیې ويلي خو دلته د موضوع د اوږدیدو لپاره نه راوړو.
د خوشحال وروسته رحمان بابا د عرفاني ادبي مکتب دی.
رحمان بابا هم مرثیې ویلي خو هغه یوازې یاران په کې لټوي.
لکه:
خدایه څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سين سپيڅلي خلـک
هيڅ خندامې له دې خلکو سره نه شي
ژړوي مې هغه تــللي تــللي خلــــک
درحمان بابا په مکتب کې نور مرثیه لیکونکي هم شته وو.
ددریمې دورې مرثیه لیکونکي ډير دي.
یوازې دځینو نومونه به ذکر کړم ،ځکه چې له دوی سره خو ټول اشنایي لري.
که دې ته ځير شو چې کومه دوره ده چې مرثبې ته په کې کار شوی،نو ښکاره ده چې دویمه او دریمه دوره ده چې په کې ډير کار شوی.
رحمان بابا په یوه اوږده نظم کې د عیسې خان او جمالخان غمجنه کیسه بیانوي. دا په حقیقت کې یوه مرثیه ده. دا پیښه (۱۰۲۲ ه.ق) کې رامنځ ته شوه. عیسی خان د خپل سیال جمال خان کور ته ( چې د زوی واده یې و) اور اچوي او شاوخوا ۸۰ کسان پکې لولپه کیږي، د همدې پیښې یاد رحمان بابا کوي. رحما بابا د دې نظم په یوه برخه کې وايي:
((چې له آله، له اولاده سره وسول خدای دې نه کا څوک دا هسې مظلومان))
نو د دې مرثیې هیرول نه و په کار.
بل د علیخان خان بابا مشهوره مرثیه ده چې باید یادونه یې شوې وای. هغه غالبا د خپل خوري په مرګ له سوزه ډکه مرثیه لیکلې چې پیل یې دې: آه سپرلی مې د خزان په ناتار تیر شه – ما لا ګل بوی کړی نه و بهار تیر شه
د پای بیت بیتونه یې دي: اوس به څه ورباندې شعر یا مرثیه کښم — خو لمسی و د نیکونه په لار تیر شه
یوه ورځ به دې غږ وشي علیخانه ! چې هغه هم لکه ګردو غبار تیر شه
ښکلې څیړنه دې کړې خو کله چې څیړنه کوئ، دغه شان مهم شیان له پامه غورځول نه وي په کار.
مننه
مننه کوم دوست صېب
باید چې ترې یادونه شوې وای ولې متاسفانه چې موږ پښتو ژبه پر مهمو اثارو پوخ کار نه دی کړی نو ځکه نوي محصیلین او یا څیړونکي له ستونزو سره مخ کیدای شي خو په هر صورت ما ی=باید چې ترې یادونه کړې وای. شاید په موندلو به یې نه وم بریالی شوی او یا به مې پوره هڅه نه وې کړې چې دلیل یې ییو دا ګیدای شي چې دا یو کوچنۍ سمینار وو . زه به ّ هڅه کوم چې په راتونکي کې پرې پ،ره کار وکړم.
په درنښت