تاند – د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پښتنو ښځو د دغه هېواد د پوځ افسرانو ته د ښځو بنګړي ورکړل.

دا کار چې ښځې نارینه ته بنګړي ورکړي یا ټیکری/لوپټه ور په سرکړي د پښتو په کاڼي دا معنی لري چې مخاطب سړی نهایت بې غیرته او پست فطرته دی.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ په تېرو خواوشا ۱۵ کالونو کې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ګڼ شمېر پښتانه ځوانان د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په نامه تښتولي، کړولي او وژلي دي.‌

له څو میاشتو راهیسې د قبایلي سیمو او پښتونخوا په لکونو خلک د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې د پاکستان د پوځ د عملونو پر ضد لاریونونه کوي چې ورځ‌ تر بلې یې نفوذ زیاتیږي.

په ورته وخت کې، ویل کیږي چې د پاکستان پوځ له یوې خوا د ترهګرو په نامه د دغو پښتنو د وژلو لپاره له غربي هېوادونو او په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړي، وروسته یې بیا همدا مړي بېرته د ترهګرۍ ضد جګړې د قربانیانو په نامه بیا خرڅ کړي او نورې پیسې یې پرې ترلاسه کړي دي.‌

که څه هم چې ویل کیږي،‌ د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په سیمه کې او په کور دننه دا لوبې د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام په څېر د دیني تنظیمونو له لارې کوي، خو د جنوبي پښتونخوا وتلی دیني عالم مولانا محمدخان شېرانی وایي چې د پاکستان پوځ د کرایې پوځ دی، چې خپل حیثیت نه لري او د هر لوی هېواد چې په کار شي د پیسو په مقابل کې یې اجیروي او خپل مقصد پرې پوره کوي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *