خبریال:(ابوبکر جبارخېل):- د قبایلو وزارت، ملي تحریک ګوند، ژوندون تلویزیون او یو شمیر نورو فرهنګیانو له لوري د دوشنبې په ورځ کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د پښتونستان څلور لارې په څلورو څنډو کې د پښتونستان واټ په نومونو څلور لوحې ودرول شوې.
د کابل پوهنتون استاد، د ملي تحریک ګوند یو تن مشر او د ژوندون تلویزیون موسس پوهنوال محمد اسمعیل یون د یادو لوحو له درولو وروسته تاند ته وویل، چې د لوحو له درولو څخه یې ډیرې تاریخې موخې وې چې ترسره شوې.
یون وايي د بلوڅو او پښتنو ورونو د پیوستون د ورځې په ویاړ، د پاکستان او ایران د کلتوري یرغل مخه نیولو او راتلونکي نسل ته د پښتونستان په اړه د ذهنیت ورکولو په موخه د پښتنونستان واټ لوحې ودرول شوې.
د هغه په وینا له څلویښتو کلونو راهیسې چې د پښتونستان څلورلارې په دې نوم نومول شوې، خو هیڅ راز لوحه یې نه درلوده او په خبره یې د یو شمیر کلتوري څټو له لوري دغه هڅه ترسره شوه.
یون زیاته کړه، چې د بلوڅو او پښتنو ورونو د پیوستون ورځ به د روان کال وږي میاشتې په نهمه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې و لمانځل شي.
یاده دې وي، چې د لر او بر پښتونستان د فلسفې په اړه په کوز او بر پښتونستان کې زرګونه ککرۍ خاورې شوې دي او له دغې ډلې خان غفارن خان د عدم تشدد فلسفه هم د یادونې وړ ده، چې د وخت انګریزي ښکیلاک پر وړاندې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي.
غواړم وپوهېږم چې آیا له کوزو پښتنو نه کوم چا په دغه پروګرام کې برخه اخیستې وه؟ که نه، نو مونږ څوک یو چې خپل وطن مو کنډواله پروت دی او نورو ته وطنونه جوړوو؟
Mashallah zendabad atal yoon
سلامونه او نیکی هیلی :
ژوندی دی وی لوی افغانستان او ژوندی دی وی د ښاغلی یون په څیر پښتانه ، الله ( ج ) دی وکړی چی زمونږ دا کړنی د لر او بر پښتنو د یو کیدو لامل شی.
امین
درنو افغانانو ته سلام او احترامات وړاندې کوم!
د ملي تحريک دغه هڅه د ستايلو وړ ده او تل دې بريالي اوسي. ښاغلي احمد ته بايد نغوته وکړم، چې ستاسو خبره رېښتيا ده، چې زموږ هېواد بدمرغه او کنډوله شوی دی، خو عاملين يې هم معلوم دي، مګر موږ او تاسو ټول اړ يو خپل ځوان نسل ته هغه ملي ذهنيت په ميراث پرېږدو چې ټول ملت او سيمې ته يو پيغام ولري، په وچو احساساتو څه نه شو تر لاسه کولی، ځکه نو اړ يو هره پېښه او هره هڅه له يو او بله بېل وڅېړو او پايله يې وليکو.
موږ افغانان د هند د بحر اوبو ته د ترانسپورتي لارې په بڼه اړتيا لرو او تل به اړ يو، نو زموږ تربنګني له بلوڅو او لرو پښتنو سره زموږ په نقص ده، نو ځکه موږ اړ يو خپل سياسي ګټور ګامونه پورته کړو او په افغانستان کې داسې پياوړې اداره او اقتصادي سيستم جوړ کړو، چې هم د سيمې خير پکې وي او هم افغانان خپله برلاسي تر لاسه کړي، پرته له هغې به مو دغه حال وي، چې هر يو به په وړو خولو لويې خبرې کوي!
معه سلامواکم الاخوتالفنون العلوم
هغه هم زمونږ پښتون ورور دی که هغه وی او که نه وی کوم ضرورت نشته زما په نظر خو ښه کار همدا دی چی وشوه الله پاک دی نور هم همت ورکړی چی له دی نا زیات کارونه وکړی
د ښاغلي احمد په دغه څرګندونه چې وايي « نو مونږ څوک یو چې خپل وطن مو کنډواله پروت دی او نورو ته وطنونه جوړوو؟ » خدای شته سخت ماڼیجن شوم! زه وایم، هغوی ته چې موږ غواړو وطن يي جوړ شي، بل څوک نه دي زموږ خپل پښتانه دی، نور ( کلمه ) هم بل څوک نه دی زموږ خپله وینه او سټه یاني خپل پښتانه دي، موږ ټول سره د یوه پلار او یوه نیکه زامن، لوڼې او بچوړي یوو. یو پښتون که ریښتیا پښتون وي، ځان ته څنګه حق ورکوي چې د کوزو پښتنو برخلیک له برو پښتنو جلا کړي؟ دا چې د برو پښتنو وطن کنډواله شو لومړی خو د دوی خپله ګنا ده او دوهم په دې کې پنجاب لوی لاس درلود او اوس يي هم لري. نن سبا د کوزو پښتنو خاوره هم درګرده هره ورځ په کنډواله بدلیږي او په دې کې هم د ساده ډوله پښتنو سربیره د پنجاب غټ لاس دی. کوز او بر پښتانه یو برخلیک او یو وطن لري چې هغه لوی افغانستان دی. دا داسي دي لکه نوک او ورۍ، یوله بله جلاوالی نه لري. پښتو کې یو متل دی، وايي: اوبه په ډانګ نه بیلیږی. موږ پښتانه باید د خوشې او پردیو خبرو پرځای، د کوزو او برو پښتنو د یووالي او پیوستون لپاره شپه ورځ هلې ځلې وکړو.
تولو افعانانو ته دپشتونستان په وات كي د پشتونستان د لوحي مباركي وايم ، او د ملي تحريك گوند او په زانگري توگه د شاعلي اسمعيل يون سخه ديره زياته مننه كوم، چه داسي يو ملي كار يي تر سره كر. لر او بر پشتانه يو دي، وينه يي يوه ، خاوره يي يوه ، عقيده دين او مذهب يي يو ، ژبه يي يوه ، پلاراو نيكه يي يو دي . تول پشتنو ورونوته د ملنگ بابا ،پاچاخان، فخر افعان دا نصيحت ور په يادوم چه يا به يو كيژو يا به وركيژو .دلوي خداي فضل دئ پشتانه اوس بيداره دي او د خپل خق د غوشتلو شعور يي پيدا كري دئ . نشي نشاني دا شيي چه پشتانه سره له ديرو مشكيلاتو،او سره له يو غدار او مكار پنجابي دشمن غواري چه خپل تاريخي مسوليت ادا كري ، او د ستر بابا ارمانونه چه د افعان ملت ارمانونه دي پوره كري . لر او بر يو افعان،خپله خاوره خپل اختيار نه منو د بل اختيار . محمدعلي خوستي
ماشاالله! الله ج مو بریالي لره. د ملي تحریک او قدرمن پښتون یون صایب او نورو ملي سټو دا زړه وره کړنه د ستایلو او ملاتړ وړ ده او د هیواد په پیښلیک کې به په زرینو کرښو ولیکل شي. لرې نده چې د لوی افغانستان د هیلو زړې او زړه ورې هڅې د هر دردیدلي افغان ماڼیجن زړه د یووالي او پیوستون په ځواک غښتلی کړي او د یو موټي لوی او پیاوړي افغان هیله به انشالله ترسره شي.
یو شمېر ښاغلي زما په خبرو خپه شوي دي. اوس به یې لږ په تفصیل سره ووایم چې دا خو د ۳۵ کالو پخوانۍ خبرې وې چې د باچاخان کورنۍ او خېلخانه په کابل وه او مونږ هم اردو لرله او هم یو ملي دریځ، اوس چې ګلبدین او طالب د آی اېس آی د ډول هر ډنګ ته څلور ملاقه خوري او نڅېږي او هر څه چې هغوی ترې غواړي دوی یې ترسره کوي په داسې حال کې چې په ټولنه کې قاطع اکثریت یا د ګلبدین د کسانو دی یا د طالب دی او هم یې په کوېټه او شمشتو کې ورته د سلو کالونو په مخه مځکې او کورونه ورکړي دي او له دې ور اخوا د باچاخان په ټوله کورنۍ او ټبر کې دومره نره … نه ده پاتې چې لږ تر لږه د محمودخان اڅکزي په څېر چې په دروغ او ریښتیا یوه خبره کوي دومره هم نشي کولی چې د خپل نیکه زیارت ته جلال اباد ته راشي او نه هم د پښتونستان د داعیې کومه خبره کوي نو بیا دا مونږ ولې خپل زړونه خورو، ولې خپل ځانونه هلاکوو او سل او زر نور داسې ولې ولې ولې ولې ولې ولې ولې؟
ګرانو خویندو وروڼو ته سلامونه
د ملی تحریک اوخاصتن د اسماعیل یون صاحب په وړاندیز او نوښت د پښتونستان واټ د لوحو ځړول یو ډیر ښه عمل بولم.
لکه څنګه چې لرو پښتنو او بلوڅووروڼو د افغانستان په ازادۍ اخیستلو کې پوره وڼډه اخيستې وه،او بیا يې دروس سوسیال امپریالیزم او همدا اوس د تورکنی پنجابی په ضد دعدم تشد د او حق خودارادیت مجادلې کړی دی ،بر افغانان هم که زاړه دی که واړه او مخصوصا ځوانان خپل ملي تاریخ اوجغرافیه وپالي ترڅودافغان ملت ټوټې سوئ زړه د ایشیا په وجود کښې بیرته یو سي.امين.
له ټولو خاصکر له یون سیب نه ډیره مننه چی یو ځل بیا یی د پښتونستان نظریه د کابل په زړه کی راژوندۍ کړه
ټولوپښتنواوبلوڅووروڼوته ددی بری مبارکی وایم خدای دی وکړی چه یوه ورځ پښتونستان دمغلواوانګریزدجوړشوی هیواددبرغل څخه دتل لپره خلاص کړو.زنده باد دی وی محمداسماعیل یون اودده ملګری
زه دداسی نیک اقدام په رشتینی شکل هرکلی کوم او د محترم محمداسمعیل یون صیب نه یوه نړی مننه کوم چه د پشتنو رشتینی نقطو ته باملرنه کوی او را ژوندی کوی او هیله کوم چه په داسی تاریخی مسایلو په سرته رسولو کی ټول با احساسه او په وطن مین خلک له مخکی نه خبر کړی ترسو په تجلیل او سرته رسولو کی ورسره ګډون وکړی
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی الله تعالی دی یون صاحب او ورسره همکارنو ته جنتونه او د کامیابی هیله کوم ورسره احمد ضیا ضیا صیب ته دی هم الله تعالی اجرونه وکړی
ستاسو د کامیابی په هیله یم
مونږ د ټولو هغو ملي شخصيتونو د ملي حرکتونو او ملي کړنو سرسخته ملاتړ کوونکي ياست چي ددي هيواد او ملت په ګټه تماميږي او ګران هيواد د ملي يوالي او پرمختګ لور بيايي.
هيواد پال خپلواک ملي بنسټ
مونږ د ټولو هغو ملي شخصيتونو د ملي حرکتونو او ملي کړنو څخه سرسخته ملاتړ کوونکي ياست چي ددي هيواد او ملت په ګټه تماميږي او ګران هيواد د ملي يوالي او پرمختګ په لور بيايي.
هيواد پال خپلواک ملي بنسټ
سلام او درنښت!
له کومې ورځې چې زه یون صیب پېژنم دی په مې کراره نه دی لیدلی، تل یې د پښتو او پښتنو لپاره منډې ترړې کړي. زحمتونه، لوږې، تندې یې زغملي دي. هغه مهال مې په یاد دی چې په ټول کابل فقد څلور کسه پښتانه لیکوالان او د پښتنو پالونکي پاتې ول. یو یې زما پلار جان اسحاق ننګیال و، بل یون صیب، لیوال صیب. بدر صیب. لاهو صیب او ګردیش صیب! دوی چې کومې ستونزې او ناکردۍ زغلمي دي هغه دوی ته ښې معلومې دي او ماته هم معلومې دي. ځکه چې دوی هغه مهال ځوانان وو او زما غریب او په پښتو مین پلار ددوی مشر او لارښود و. خو له بده مرغه دا موږ یو چې هیڅ کله خپل خلک سر پورته کولو ته نه پرېدو. خپل ځپو او خپلو ته ستونزې جوړوو. نه په خپله کار کوو او نه هم بل څوک کار ته په ارامه پرېدو. که هیڅ مو د لاسه ونه شي نو په فسبوک او نورو سایټونو کې تخریبوونکې خبرې خو خامخا لیکو.خلکو کې چې لیکوال پیدا شي کتابونه لیکي، خو موږ کې چې لیکوال پیدا شي بیا یې خپلو پسې لیکو. ځکه خو هیڅ کله د یوه رهبر خاوندان نه شولو. پرته له ځانه مو بل څوک نه خوښېږي.د هیچا ملاتړ نه کوو، بس لکه د بې مشره کور غړي، هر څوک په یوه لاره روان دی.
يون صیب په لاسو دی برکت شه، ډیر ښه کار وشو مګر تاندوالو ته زه وایم چی دې غفار خان دی کومه توره کړې چی هر یو کښینی نو بس شروع به وکړي چی خان غفار خان، کومه یی فیله به … کې وهلې ده، که چیرې ده په حقیقت کې هم غوښتل چې داسې کوم څه د پښتنو د پاره وکړي، نو په هغې وخت کی خو د پاکستان پوځ لا نه ؤ جوړاو په ډیرې اسانۍ سره یی کولای شول چې هر څه وکړی، ازادي هم واخلی او خپل پښتونستان هم جوړ کړی، مګر نه ، هغه یواځې او يواځې سیاست پخپل کور پورې محدود کړ، او په پټه یې د پښتنو جرړی ورباندی ویستلی. والسلام
زه هم له یون صاحب نه مننه کوم خدای دی بریالی لری موز در سره یو
فکر کوم چه دایی وخت ندی چه پښتانه ټول سره یو موټی شی او ټولی دنیا ته وښی چه پښتونولی او پښتونواله یعنی څه. طالبانو خو د پښتونو نوم له خاورو سره خاوری کړ، الله دی دوی په غضب کړی
ددې لوحې درېدل شه کار دی، خو هیله ده د غازي محمد جانخان واټ لوحه هم ودرول شي، هلته د ښاروالۍ پر ودانۍ پخوا د غازي محمد جانخان ستر عکس و، خو اوس یې پرڅای د کرزي او مسعود عکسونه دي، چې دا کار د غازي محمدجانخان او ټول پښتون ولس په حق کې ظلم دی
سلام
لیکني خو ډیري سوی دي هر یوه د زړه بړاس ایستلی دی نو ما ته هم نوبت راکړئ
خبره داسی ده وروڼو چی د دی خاوری هره لویشت زموږ د سر سترګی دی او د عقیدت تر بریده ور ته احترام لرو نو پښتونستان هم زموږ خاوره ده چي څوک يي جلا یا د جلا کيدو فکر کری الله دي يي دواړي ور خطا کړي
پریږدئ چي يون غوندي نامیان او د نر بچي و دي تور مخو او دال خوره پنجاپیانو او د دوی مزدورانو ته وښئ چي د افغان ویني سرې او لا وچي سوی نه دي او داسی ورځ به راځي چي د نصر الله بابر هډونه، د ضیاالحق د مړي ايرې، د کرنل امام ظلمونه، بینظري تعصبونه به د سپېڅلي افغان د وینی زبیښاک په جرم د دوږخ طوافونه کوي ، د اشفاق ، پرويز، زرداري، نواز او د رضا منحوسي څېرې به داسی ارمانجن فکرونه له دنیا ځی لکه پرنګی جناح او انګریزی بوټو ناروا او ابد الابده به د دوږخ او عذابونو لمباوونه کوي
درنښت
د پښتو او پښتنو د مخلص چوپړکونکي ښاغلي استاد یون صیب څخه دزړه له کومې مننه او بریالیتوب یې دالله تعالی له دره غواړو ۰ پدې حساسو شرایطو کې چې په پښتو او پښتنو د هرې خوا ګوزارونه کیږي او فرهنګي او سیاسي یرغلګرو ور پسې مټې بډ وهلي دي دا سې یو ګام پورته کول باید د ټولو با احساسه پښتنو دمننې او ستاینې وړ وګرځي ۰ همدارنګه د پښتنو د ستر مبارز باچاخان بابا مبارزه او هلې ځلې چې د پښتنو دپاره یې کړیدي د هیرولو وړ ندي همدا باچاخان بابا ؤ چې پښتانه یې د جهل د تورو تیارو نه راوویستل لاره یې ورته روښانه کړه او دعلم ډیوه یې ورته بله کړه ۰ دا چې په هغه جوړه کړې لار پښتانه لاړ نشول دا خو نو زمونږه بد مرغي ده نه د باچا خان بابا ګناه ۰ دلته غواړم چې د کابل میشتو پښتنو نه یوه هیله وکړم او هغه دا چې مهرباني دې وکړي او نور د په کابل کې سیمې او ساحې په پښتو نومونو یادوي لکه ارزان قیمت چې باید پخپل نامه (احمدشاه بابا مینه ) یاد شي ۰
سعديه شيرزاد ته :
خوري د خداي له پاره په پتو سترگو قضاوت مه كوه ، اول لژ د ستر بابا ، ملنگ بابا ، خان عفار خان ، پاچا خان فخر افعان او د پشتنو دا نژدي تاريخ مطالعه كره ، بيا به پته درته ولگيژي چه پاچاخان سه كري دي ؟ د پاچاخان تاريخ ، مبارزي او كرني تولي دنيا ته معلومي دي . د هند او بريتانيا موزيمونه پري دك دي . پاچاخان د گاندي ، نلسن مانديلا او مارتين لوتر كينگ سخه هم د حق ، عدالت ، ازادي او دپشتنو له پاره دير كار كري دئ ، او دخپل ژوند زياته برخه يي د انگليس او پتجاب په زندانونو كي تيره كري ده ،او خپل تول عمر يي او ژوند يي همدي لاري ته وقف كري و . زه به يوازي تاسي ته دلته يو مثال راورم . پاچاخان يوازي ددي له پاره دري كاله زندان ته واچول شو چه هعي ويلي و چه پشتانه هم د مكتب خق لري . دا دير كوچني مثال و چه ما تاسي ته وراندي كرو. هيله لرم چه لژ په خپلو ليكنو كي د غور سخه كار واخلي ، د هري موضوع په هكله چه خپل نظر وراندي كوي اول د هعي موضوع په هكله معلومات را تول كري . د دنيا په تاريخ كي د پاچا خان غوندي مبارز دير كم دي . كه پاچاخان د دنيا په كوم بل هيواد كي دنيا ته راغلي واي ، او بيا يي هعوي ته دومره لوي خدمتونه كري واي ، نن به هلته د دده دير لوي عزت و ، په نوم به يي سركونه ، شارونه ، ……. او داسي نور و . خو دا موژ او تاسي يو چه تل دخپلو مشرانوپه قر نه پوهيژو ، په اخر كي هيله كوم چه زما د سرگندونو سخه خفه نه شي . په دير درناوي
د اسماعیل یون کمال دا دی چی زړه ور دی. سیاست په بې جراتۍ سره نه کېږي.
Dir Khoshala shom kala chi me par da lohay stargay khoajay shoy.
Dira manana staso de nik kar sakha khososan Yoon Sab sakha.